No-IMG

ملګرو ملتونو ته د افغانستان د نوي استازي په اړه

د سپتامبر په ۱۵ ملګرو ملتونو ته د ډاکتر اشرف غني‌ د حکومت نمائنده غلام اسحاقزي خط ولیکه چې پکې یې ځان د افغانستان نماینده ښودلې ؤ او غوښتل یې د ملګرو ملتونو په روانې جلسې کې خبرې وکړي.‌

پنځه ورځې وروسته په ۲۰ د سپتامبر د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سکرتر جنرال ته خط واستوه. دې خط کې نوي‌ حکومت له دې ارګانه غوښتي ؤ چې د دوی نماینده ته روانې غونډې کې د خبرو وخت ورکړای شي.‌

پوښتنه دا ده چې اوس ملګری ملتونه څه ښايي وکړي؟

د ملګري ملتونو د رسمیت پېژندنې پروسه داسې ده چې د نوي‌ حکومت لخوا دوی ته د رسمیت لپاره ورکړل شوی غوښتنه به یوې نهه کسیزې کمېټې ته وړاندې کېږي تر څو دوی پرې بحث وکړي. دې کمېټې ته Credentials committee وايي.دا مهال د دې کمیټي غړي امریکا، روسیه، چین، چایل، بوټان، سیرا لیوین، بهاماز، سوېل افریقا او سویډن  دي. د دې نهه کسیزه کمیټې غړي هر سیشن کې بدلېږي.

دا کمیټه عموما په اکتوبر او نومبر کې کېني او د ملګرو ملتونو د ټولو غړو باور لیکونه ارزیابي کوي، دوی په همدې مجالسو کې د حکومتونو د رسمیت په اړه هم تصمیم نیسي.‌

 د طالبانو د نماینده منل او دوی ته د خبرو وخت ورکول په یو حالت کې ممکن دي چې دا کمیټه په اضطراري ډول کېني او دوی ته د دې اجازه ورکړي خو ماته دا کار تر اوسه عملي نه ښکاري ځکه چې د نوي حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ د باور کچې له حده زیاته ښکته ده او متأسفانه چې نوي چارواکي هم نړیوالې ټولنې سره ډېر واقعي تعامل نه کوي.‌

د طالبانو د تېرې دورې په وخت کې همدې کمېټې د طالبانو د رسمي نماینده غوښتنه رد کړې وه او د دې پر ځای یې د استاد برهان الدین رباني د حکومت نماینده منلی ؤ. هغه وخت حالت داسې ؤ چې د هیواد داخل کې د شمال مقاومت جریان درلود چې نړیوالې ټولنې ته یې د دې یو څه مشروعیت ورکاوه چې هغوی خپل کار ته ادامه ورکړي.

دا مهال بالفعل ټول هیواد د نوي‌ حکومت تر سلطې لاندې دی. د نوي حکومت ښه چانس دا دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری دوه غړي داسې دي چې په ډېر لږ تفاهم د نوي حکومت رسمیت منلو ته تیارېږي خو دا چې نوی حکومت په دې پوه وي‌ چې نړیوالې ټولنې سره سر ټمبګي نه د حکومت پخیر ده او نه د ملت.

د اقتصادي مشکلاتو حل، سیاسي ثبات او تلپاتې سولې لپاره نړیوال رسمیت له هر څه ډېر مهم دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک