نوې سړه جګړه، روسیه؛ د زمرو تر منځ چالاکه ګیدړ؟
شوروي اتحاد چې په ۱۹۹۱م کې مات شو، نړۍ له دوه قطبي ساختار څخه یو قطب ته تبدیله شوه. د دې قطب مشري امریکا کوله. امریکا د نړۍ په تاریخ کې په لومړي ځل دومره ځواکمن قوت شو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ یې حاکمیت درلود. له دې مخکې هېڅکله په تاریخ کې دونې قوي ځواک نه دی رامنځ ته شوی. همدا لامل ؤ چې د امریکا د علم او عقل خاوندانو غربي تمدن او امریکایي ډیموکراتیک نظام د تاریخ پای ګڼله. فکر داسې کیدلو چې نړۍ بې له دې چې د امریکا اررښتونه ونه مني، بله لار نه لري. د غربي تمدن ارزښتونو ته دوی نړیوال ارزښتونه ویل او د نړۍ په هر فرد یې د دې منل فرض بلل.
د تمدنونو د ټکر په تیورۍ کې مهمه خبره دا وه چې امریکا ته دوه نور خطرات هم شته او هغه د شرق چین او اسلامي نړۍ ده. د امریکا پلان دا ؤ چې په خصوصي ډول دا دوه تمدنونه سره یووالي ته پرېنږدي. دا د هنټنګټن نظر ؤ.
د شوروي اتحاد له شکسته وروسته دا مالومه نه وه چې د روسیې هویت څه دی؟ د روسیې نوي تعریف ته اړتیا وه ځکه په آیډیالوژیک بنسټ ولاړ هغه شوروي چې لارې یې مالومې وې، ړنګ شوی ؤ. اوس دا مالومه نه وه چې روسیه لکه پخوا د شوروي په شان کمونست هیواد دی، آسیايي هیواد دی، اروپايي دی او که...
بله ننګونه دا وه چې روسیې باید نړۍ ته دا هم ښودلی وای چې د دوی د هویت په اساس نوې روسیه د کوم نظام خاونده ده؟ ډیموکراته، آزاد مارکیټ باندې باور لري او که خپل کوم بل نوی سیاسي نظام؟
د شوروي له شکست وروسته د روسیه مخې ته په نړیوال سیاست کې درې فرصتونه ول؛
۱ دا چې روسیه ډیموکراسي د نظام د میکانېزم په حیث ومني او په نړیوال سیاست کې د اروپا په شان د امریکا ملګری شي.
۲ دا چې روسیه په سیمه ایز نښلون کار وکړي او شرقي اروپا، د ایرو آسیا بالکان (جورجیا، ازاربایجان، ترکیه، یوکراین، بوسنیا، رومانیا...) او مرکزي اسیا یې سره نښلولی وای تر څو په دې توانېدلی وای چې د اروپايي اتحاد په مقابل کې یو اقتصادي بلاک رامنځ ته کړی.
۳ دا چې د امریکا پر ضد یو نوی امنیتي بلاک رامنځ ته کړي.
دا پاسني درې فرصتونو اول فرصت روسیې ته قابل قبول نه ؤ او دوهم او دریم ته امریکا او د نړۍ نورو زبر ځواکونو نه پرېښودل. دا بېل جالب بحث دی چې روسیه امریکا څرنګه په دې دوه نورو ستراتیژیانو کې ناکامه کړه.
روسیې تر اوسه خپل تشخص واضح نه کړ خو پوتین په دې ۲۱ کلونو کې په دې وتوانېد چې نړۍ ته وښايي چې روسیه یو نشنلست هیواد دی چې د خپلو ملي ګټو په اساس هر چا سره تعامل کوي. دوی لپاره ډیموکراسي، د بشر حقوق، آیډیالوژي او همداسې نور مسائل ارزښتونه نه دي. ارزښتونه په ټوله کې د پوتین په قدرت کې پاته کېدل چې د روسانو په فکر ملي ګټې همدا ایجابوي، مهم دي.
دا شالید دې لپاره مهم ؤ چې پوه شو په نوې لوبه کې روسیه چېرته قرار لري او په کوم شکل لوبېږی.
په آیډیاله نړۍ کې امریکا له روسیې غواړي چې د بشر حقوقو ته درناوی وکړي، انتخابات شفاف اوسي، رسنۍ آزادې شي او د پوتین نظام په یو دیموکراتیک نظام واوړي. که دا وشي امریکا او اروپا به دې ته زړه ښه کړي چې روسیه د ناټو او اروپايي اتحاد غړیتوب ته راوبولي. دا هغه څه دي چې روسیه یې هېڅکله نه مني، پوتین نه غواړي چې د ناټو او اروپايي اتحاد غړیتوب په دونې لوړه بیه واخلي چې دی پکې خپل قدرت له لاسه ورکړي. په همدې اساس روسیه د ډیموکراسۍ نریټيف د غرب پروډکټ ګڼي او تل یې همدې لپاره غږ پورته کړی چې د غرب دې خپل نظام او ارزښتونه په زوره په نورو نه تپي، په دې اساس دا شرايط روسیې ته د منلو وړ نه دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یوه هفته مخکې د ناټو مشر سره په خبرو کې وویل چې روسیه نه غواړي د ناټو غړې شي.
دا پاسني شرایط د آیډیالې یا ارماني نړۍ شرایط ؤ. د سیاست عملي نړۍ بدله ده. په عملي نړۍ کې امریکا خپله هم دا ارزښتونه ښه په ویاړ د پښو لاندې کوي.
به عملي لحاظ روسیه د چین او امریکا تر منځ دا مهال دومره مهم رول لوبوي چې کولی شي د دې طرفونو تر منځ د بایلې او ګټې فیصله وکړي.
روسیه چین سره هم په تاریخي لحاظ ډېر مشکلات لري. د سټالین له مرګه وروسته د چین او روسیې اختلافات تر دې حده ورسېدل چې چین په تېرې سړې جګړه کې د روسیه پر وړاندې ودرېدله. افغانستان کې یې هم د شوروي پر وړاندې مجاهدین بسپنه کول او غوښتل یې شوروي په سړه جګړه کې د امریکا پر وړاندې مات کړي. همدا راز د پولو او ځمکو په سر هم د چین او روس تر منځ لویې شخړې وجود لري. په مرکزي آسیا کې د دوی تر منځ سیاسي، اقتصادي او نظامي سیالۍ هم د دوی تر منځ د اختلافاتو لویه نکته ده. بله مسئله دا ده چې روسیه هم نه غواړي چې په سیمه کې چین دونې لاسبری شي چې روسیه یې د سیاست، اقتصاد او امنیت د تاثیر لاندې وي.
بل اړخ ته روسیه په اقتصادي لحاظ د چین له مارکیټ څخه لویه ګټه پورته کوي. روسیه چین ته ګاز، وسلې، تېل او خوراک صادروي او همدا زار چین ته د کارتیک د بحر له لارې د تجارت لاره هم ورکوي.
لکه څرنګه چې روسیه چین سره مشکلات او فرصتونه لري همدا راز د دوی اړیکه امریکا سره هم همداسې ده. روسیه امریکې سره د تېر شوروي عقدې پالې، د کرامیا، جورجیا او یوکراین په سر ورسره قوي مشکلات لري. په شرقي اروپايي هیوادونو کې امریکا په ډاګه د روسیې مخه نیسي او نه یې پرېږدي چې د اروپا مارکیټ ته لاسرسی پیدا کړي.
دا چې دا مهال امریکا روسیې ته اړتیا لري او غواړي ځان سره یې نږدې کړي ستراتیژی دا ده چې د چین او روسیې په روابطو کې درز پیدا کړل شي. دا درز به داسې پیدا کول کېږي چې امریکا روسیې ته داسې آفر ورکړي چې په ستراتیژیک لحاظ روسیه دې ته تشویق شي چې له چین بېله شي. دا کار امریکا ځکه کوي چې امریکا پوهېږي په یو وخت کې د چین او روسیې دواړو مقابله نه شي کولای. دا هماغه د تېرې سړې جګړې د ۷۰مو مسئله ده چې د شوروي پر ضد امریکا چین په رسمیت وپېژنده او د خپلو ګټو لپاره یې لږ وخت له ځان سره ملګری کړ.
روسیې ته دا مهال امریکا څو سګنالونه ورکوي؛
۱ د Nord Steam 2هغه نل لیکه چې له روسیې جرمنی ته ګاز صادوي امریکا اجازه ورکړي.
۲ که روسیه موافقه شي چې امریکا سره درېږي ښايي امریکا د خپلو لویو ګټو لاسته راوړلو لپاره کرامیا، یوکراین او جورجیا هم د روسیې تاثیر ته ایله کړي.
۳ امریکا به د روسیې دا خاطر هم وکړي چې یوکراین نه د اروپايي اتحاد غړی شي او نه هم د ناټو.
۴ هغه اقتصادي بندیزونه چې په روسیه امریکا پورې کړي، بېرته لرې کړي.
۵ د روسیې د بشر د حقوقو، د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې موضوعات او د همداسې نورو تبلیغاتو انرژي به د روسیې پر ځای امریکا پر چین مصرفوي.
دا هغه کارتونه دي چې دا مهال د روسیې په وړاندې د امریکا لاس کې دي همداسې کارتونه د روسیې پر وړاندې چین هم خپل لاس کې لري.
چین کولی شي چې په منځنی آسیا کې روسیې سره خپل مشکل حل کړي، په اقتصادي لحاظ یې بسپنه نوره هم قوي کړي، د لویو ګټو په خاطر د پولو مسائل سره حل طرف ته بوځي. روسیه او چین دواړه په دې پوهېږي چې امریکا له ۳۰ کالو په ټوله نړۍ کې دا کوښښ کړی چې روسیه او چین سره تقسیم وساتي.
تر اوسه ډېر وخته دی چې دا وړاندوینه وشي چې روسیه به په دې لوبه کې کومې خوا ته درېږي خو دوه نکتې ښکاره دي:
۱ دا چې روسیه هېڅکله په دې خوښه نه ده چې چین د سیمې هیژمان جوړ شي. د نړیوالو اړیکو اصول دا وايي چې که چېرته دا کار وشو د روسیې آینده خطر سره مخ کېږي. که چین او روسیه سره په داسې اصولو متفق شي چې په سیمه کې یې قدرت تقسیم وي، ښايي روس دې ته زړه ښه کړي چې د چین ملګريتوب وکړي.
۲ دا چې روس هېڅکله نه غواړي ډیموکراتیک سستم منحیث نظام ومني، دا هغه څه چې امریکایان او اروپایان یې غواړي. امریکایانو او اروپایانو سره د روس پخوانۍ عقدې اوسني آیډیالوژیک اختلافات هم د دوی تر منځ لوی خنډ دی.
اوس مهال روسیه د QUAD, AUKUS په تړونونو او په هغو ۱۰۰ F-35 نظامي جېټونو ډېره برګه ده چې امریکا جاپان ته لېږلي. روس د دې جیټونو په وړاندې S-300 او S-400 دفاعي سستمونه خښ کړل تر څو د ممکنه امنیتي مشکل مخه یې نیولې وي خو په عین حال کې له چین هم د دوی د اوږد مهالو ستراتېژیکو ګټو د مخنیوي وېره لري.
دا چې روسیه پوهېږي چې د لوبې دواړه لوبغاړي د دوی ملاتړ ته اړتیا لري، روسیه به په لنډ مهال کې داسې ستراتېژي په لاره اچوي چې تر څو ممکنه وي په یو وخت کې له دواړو بلاکونو ګټه وکړي. دوی به تر هغه وخته د دواړو بلاکونو ملاتړ ته دوام ورکوي تر څو چې له دوی سیاسي، اقتصادي او نظامي ګټه پورته کولای شي. هر کله چې د قاطع تصمیم وخت راورسید ښايي بیا روسیه مالوم کړي چې نوې سړه جګړه کې کوم لوري سره سفر ته ادامه ورکوي.
دې معادلو کې مونږ چېرې یو؟
شل کاله مونږ د زمونږ بهرنی سیاست له واشنګټن څخه راتلو چې زمونږ له ګټو مخکې پکې د امریکا ګټې ځای په ځای کېدلې.
اوس څه اراده ده؟
