نوی فصل نوی بهرنی سیاست؛ فرصتونه او ننګونې
سیاست کې د لوبو ختمېدل نشته. هرې لویې او وړې لوبې پسې بله نوې لوبه نښتې وي. دې میدان کې د هر مشکل حل بل مشکل زیږوي. هغه ملتونه له دې لوبو روغ اوځي چې مشرتابه یې ملت ته مخلصه اوسي. مونږ د یوې ۲۰ کلنې لوبې ډېر مات ووتو، داسې چې اوس مو هم د ملت ۷۰٪ خلک د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، له ۳۶ میلیونه خلکو ۲۰ میلونه تر اوسه سم خوراک نه لاس رسی نه لري، جګړې مو د ۲۶۰،۰۰۰ افغانو ژوند واخست، فساد، غبن غلاوې، چور چپاول خو یې یو څنګ ته پرېږدو. مونږ په داسې حال کې د تېرې لوبې مشرانو په میدان پرېښودو چې ۸۵٪ اقتصاد مو پر همدوی تکیه دی، مونږ تر اوسه په خیراتونو او مرستو اوسېږو. د امریکا شتون که شل کاله نور هم اوږد شوی وای، زمونږ به همدا حال ؤ.
په جیو ستراتیژیک لحاظ افغانستان کې نوې لوبه د نورو هیوادونو ده.
دا لوبه لکه د پخوا په شان په سیمه کې د امریکا لوبه نه بلکې د واقعي جیو پولیتیک لوبه ده. له دې امله به دې نوي فصل ته د بهرني سیاست لپاره قوي ستراتیژي جوړول غواړي.
تېره مرحله کې زمونږ سیاست واشګټن کې ترسیمېده، کابل کې یواځې د هغې سیاست لپاره یوه اجرايي قوه د نام نهادو انتخاباتو له لارې ټاکل کېدله.خو اوسنی مرحله بدله ده. اوس باید مونږ خپل سیاست خپله جوړ کړو، مسؤلیت به یې هم زمونږ په اوږو وي.
زه فکر کوم راروانه مرحله کې مونږ ته په بهرني سیاست کې لویې ننګونې پرتې دي.
نوی بهرنی سیاست ښکاري چې ډېر تمرکز په سیمه ولري. د سیمه ایز تمرکز په اساس افغانستان ډېرې لویې اقتصادي ګټې لاسته راوړلی شي چې پخوا ممکنې نه وې. اقتصادي نښلون او سیمه ایز اتصال مخکې د انتخاباتي کمپاین نعرو لپاره استفاده کېده خو اوس داسې فرصت دی چې په واقعي مانا یې عملي کول ممکن دي.
اوله حلقه زمونږ په سیمه کې د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان قضیې کې دوه مثلثونه رامنځ ته کېدونکي دي.
یو مثلث د چین، پاکستان او ترکیې دی چې مشري به یې چین کوي او بل مثلث د روسیې، ایران او هند دی چې مشري یې تر ډېره روسیه کوي.دا درې مثلثه ښايي د مشترکو ګټو په اساس سره یو ځای اوسي.
زمونږ نوی حکومت باید په دې فکر وکړي چې د دوی تر منځ تعامل یې څه اوسي.
دویمه حلقه د ټولو هغو همسایه هیوادونو حلقه ده چې مونږ سره یې پولې نښتې دي. دا حلقه مهم ترینه حلقه ده او خپلې ګټې په دې کې ویني چې راروان وخت کې د افغانستان له لارې خپلو کې سره ونښلي. مخکې له هر څه باید دې حلقې سره چې له ۶ هیوادونو جوړه ده باید نوی حکومت د ښه همسایه ولۍ تړون امضاء کړي. دې تړون کې باید د دوی د ټولو هغو تشویشونو چې دوی یې آینده کې له افغانستان څخه لري، کتبي تضمینونه وکړای شي. دوی سره دا هم پکار ده چې په ډاګه شي چې دوی به لکه د ASEAN سیمه ایز اروګان په شان د یو بل چارو کې ګتې نه وهي او د هیوادونو ارضي تمامیت او ملي حاکمیت به تضمین وي.
دریمه حلقه د اسلامي نړۍ یوه لویه حلقه ده چې به غالب ګومان نوی حکومت سره به همکارۍ ته ډېر زړه ښه کړي، باید مالومه وي چې له هغوی زمونږ غوښتنې څه دی. څلورمه لویه حلقه د لرې پرتې آسیا حلقه ده چې جاپان پکې له ټولو وړاندې دی. دا حلقه افغانستان ته په اقتصادي لحاظ ډېر څه ورکولای شي، مونږ باید متوجې اوسو چې څرنګه دوی سره همکاري کیدلای شي.
پنځمه حلقه د نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو حلقه ده چې افغانستان باید پکې فعال رول ولري. اګر چې دا حلقه په عملي لحاظ ډېره لویه لاسته راوړنه نه لري خو د عملي لاسته راوړنو لپاره زمینه سازی لپاره ډېر لوی کار کوي.شپږمه حلقه د غرب او امریکا حلقه ده چې مونږ ورسره ښه ډپلوماتیکو اړیکو لپاره اړتیا لرو. دا حلقه به دا مهال د افغانستان د روابطو له ټولو آخري حلقه ځکه وي چې غرب افغانستان کې یوه ۲۰ داسې شل کلنه جګړه وکړه چې اوس د دوی او نوي حکومت تر منځ تعامل کې د باور ډېر کمی دی. د دې اړیکو پراختیا لپاره د دې هیوادونو د عامه رایې په بدلولو کار پکار دی، ځکه داهیوادونو ټول ډیموکراتیک دي په ډیموکراسیو کې عامه رای د بهرني سیاست په جوړښت ډېر تأثیر لري. اوس نه خو ښايي په آینده کې دا هم ممکن شي چې د غربي نړۍ او افغانستان هم اقتصادي، تجارتي او سیاسي روابط بېرته نورمال حالت ته ستانه شي.
نوی بهرنی سیاست ویښې، بیدارې او زیرکې سیاسي مشرتابې ته اړتیا لري.
هر کله چې سیاسي ثبات، قوي سیاسي اړیکې او دهیوادونو تر منځ اعتماد او باور رامنځ ته شي، د هیواد په اقتصادي اوضاع، پېشرفت او ښې آیندې مستقیم تأثیر لري.
مونږ په یو داسې صفري نکتې کې ولاړ یو چې که وتوانېدلو خپل بهرني سیاست ته مو سم مصیر ورکړ، خپل هیواد ته به د ډېرې ښې آیندې ارمغان راوړو.
