No-IMG

روانه سړه جګړه کي روس، امريکا او چين

په سړه جګړه کې د شوروي له شکست وروسته چې کله د روسیې فیډراسیون جوړ شو له هماغې وخته امریکایان په دې کار کوي چې د روسیې چاره وکړي.‌ د امریکایانو ستراتیژستان په دې فکر ول چې روسیه باید له ټولو مخکې دې ته تیاره کړي چې خپل هویتي مشکل حل کړي. نړۍ باید پوه شي چې دا هیواد کمونست دی که ډیموکرات، اروپايي دی که آسیايي، غواړي چې نوۍ نړۍ کې د متحده ایالاتو ملګری پاته کېږي که دښمن!

روسیې هېڅکله په دې لحاظ ځان محدود نه کړ، پوتین چې ۲۱ مخکې د روسیې فیډراسیون مشر شو،  دې هیواد له سره نړیوال سیاست کې د یو نوي قوي دولت په حیث تبارز پیل کړ. پوتین دې کې کامیاب شو چې د روسیې په خلکو ځان روسي نشنلست ومني.

ناټو سازمان اصلا د شوروي د مخنیوي لپاره جوړ شوی ؤ. کله چې شوروي مات شو امریکایانو کوښښ‌ کاوه چې روسیه یو ډیموکرات هیواد شي او د امریکې ملګری شي، ځینې په دې فکر ول چې ښايي روسیه یو ورځ خپله د هغې اتحاد (ناټو) غړی شي‌ چې دوی د شوروي ختمولو لپاره رامنځ ته کړی ؤ.

ښکاري داسې چې روسیې خپلې لارې بدلې کړي،‌ د امریکا او غرب پلان B دا دی چې که روسیه د ناټو غړیتوب نه اخلي دوی به یوکراین ته ناټو غړیتوب ورکړي،که دا کار وشي دا به د نوې سړې جګړې یو بل مهم او خطرناک خبر وي.

د روسیې او چین په شان د دوه قوي زبرځواکونو دښمني کول هم امریکا ته لوی مشکل دی.

دا مهال ناټو د شوروي او روسیې نه بلکې د چین پر وړاندې تنظمېږي. امریکایان کوښښ‌ کوي چې روسیې د Nord Stream پایپ لاین اجازه ورکړي تر څو روسیه وتوانېږي جرمني او شرقي اروپا ته ګاز ولېږدوي، امریکایانو دې کار لپاره شنه سګنالونه ورکړي خو دا به دې پورې مشروط وي چې روسیه د نوې سړې جګړې معادله کې چین سره ونه درېږي.

امریکا پوره کوښښ‌ کوي چې په څه نا څه طریقه د روسیې او چین نښلون مات کړي خو دا به وخت وښايي چې روسیه به څوک ګتي.‌

 روس خپله د ملګرو ملتونو د امنیت شوری غړی، په نظامي برخه کې د هستوي‌ وسلو او په اقتصادي لحاظ د ډېرو طبعي زیرمو لرونکی هیواد دی.

روس له چین او امریکا دواړو ډار هم لري او بلا شی فرصتونه هم، تر اوسه مالومه نه ده چې دوی به کوم یو سره سفر ته ادامه ورکوي!

افغانستان د همداسې معادلو به منځ کې هم فرصتونه او هم ننګونې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک