نوې سړه جګړه؛ پرمختګونه
د نوې سړې جګړې میدان Indo-Pacific دی. د امریکا له افغانستانه د وتلو فیصله هم په ۲۰۱۸ کال کې همدې ځای ته د امریکا د نوې ستراتیژۍ د چمتو کولو لپاره شوې وه. چین د نړۍ نوی ځواک راپورته کیدونکی ؤ او د پرمختګ مخه نیول یې امریکا ته مشکل شوي ؤ. که څه هم په افغانستان کې د امریکا په جګړې چین ډېر خوښ نه ؤ او وخت نا وخت یې د خپل ملي امنیت د ساتلو په پار فعالیتونه هم کول خو په دې خوښ ول چې امریکا په افغانستان کې پاتې شي. چین غوښتل چې د امریکا خپې د سلېښو دې ډنډ کې نښتې وي تر څو په انډو پیسیفیک کې چین په طبعي ډول خپل کار پر مخ یوسي.
امریکا فیصله وکړه چې له افغانستان څخه ووځي، دا جګړه نوره د امریکا په ګټه نه وه. امریکا اوس افغانستان سره د یو عادي هیواد په شان تعامل کول غواړي، دلته د استخباراتي لوبو او نورو تشویشونو خبرې هم ډېرې واقعي نه دي. له افغانستان څخه وروسته امریکا له سعودي هم خپل دفاعي سستم وویست، په دې اساس امریکا د دې سګنال هم ورکړ چې له منځني ختیځ څخه هم دوی ته انډو پیسیفیک دا مهال ډېر مهم دی، غواړي هلته ترکیز وکړي.
په انډو پیسیفیک د ۱۵ له سپتمبره عملا کار پیل شو؛
امریکا په همدې ورځ استرالیا او انګلستان سره امنیتي تړون امضاء کړ چې مخکې مو پرې بحث کړی ؤ.
په ۱۸ د سپتمبر د چین څو نظامي الوتکو د تایوان ټاپو چې چین یې خپل ولایت ګڼي او د چین په سنګ کې د امریکا لخوا بسپنه کېږي، په سر خپل نظامي فعالیتونه تر سره کړل چې تایوان او غربیان یې وارخطا کړل. چین غواړي تایوان خپل کړي، دا که د سولې له لارې نه وي غواړي په زور یې ونیسي ځکه تایوان د چین برخه وه او د کورنۍ جګړې په وخت کې له دوی بېله شوې وه. چین ته تایوان ځکه مهم دی چې دوی نه غواړي د دوی په څنګ کې ورته غرب داسې څوک بسپنه کړي چې د همدوی د نسل برخه ده. د مکاو او هانګ کانګ مسئله هم همداسې ده. امریکا بیا له دې هېره لري چې که چین سره تایوان او هانګ کانګ یو ځای شي دونې لوی هیواد به شی چې بیا به یې مخه نیول ډېره سخته وي. درې ورځې وړاندې چین یو ځل بیا د تایوان په سر خپلې ۱۲ جی ۱۶ او دوه ای ۶ چې کولی شي هستوي وسلې یوسي، وګرځولې. چین غرب، امریکا، استرالیا او هند ته یو بل سګنال ورکړ چې تایوان دوی لپاره سره کرښه ده که هستوي وسلو ته اړتیا شوه هم دوی به پرې درېغ ونه کړي. په روانه هفته کې تایوان هم خپلې بودیجه کې نظامي برخې لپاره ۸.۴ میلیارده ډالر زیات کړل، له امریکا یې بلېک هاک واخستل او غوښتنه یې وکړه چې امریکا باید د چین په وړاندې د دوی نظامي بسپنه وکړي.
دوه ورځې مخکې هم د QUAD یعنې جاپان، امریکا، هند او استرالیا د مشرانو اولنۍ ناسته په نیو یارک کې ترسره شوه، مانا دا چې د دې هیوادونو د چین په وړاندې سره خپلې ژمنې بیا تازه کړې.
د مالیزیا صدر اعظم د استرالیا صدر اعظم ته وویل چې د دوی او امریکا تر منځ نوی تړون په سیمه کې مشکلات ایجادوي.
پرون شپه د سنګاپور د بهرنیو چارو وزیر وایوان امریکا ته سفر درلود. په دې سفر کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې امریکا سره د تشیالي Space، اقتصاد او نورو همکاریو TCTP تړون نوی کړ.
همدا پرون شپه په یو بېل کانفرانس کې د تایلېنډ د بهرنیو چارو وزیر هم بلینکین سره ولیدل او همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
بل اړخ ته چین د شنګهای په غړو، ځینې شرقي اروپايي هیوادونو، روسیې، ترکیې، ایران، میانمار او پاکستان سره په خبرو بوخته ده. دواړو خواو ته مقابله روانه ده خو تر اوسه دا نه ویل کېږي چې کوم بلاک به قوي راوځي.
یوه خبره بلکل واضحه ده چې د امریکا په بلاک کې ټول راټولېدونکي هیوادونه به په اقتصادي لحاظ د چین فشار لاندې وي. دا ځل لوبه ډېره ستونزمنه او سخته ده.
مونږ دې لوبو کې خپل ځای پېژنو؟؟؟
