ښايي د خلیلزاد له ناستو او خبرو وروسته د سولې مذاکرات له بن بسته ووځي
د امریکا د نوې ادارې راتګ سره بین الافغاني خبرو کې بن بست، د دوحې د توافقنامې د بیا ارزونې خبرې، هدفي وژنې او همداسې نور فعالیتونه دې لپاره کېدل چې طالب لوری د فشار په نتیجه کې یو داسې سیاسي جوړ جاړي ته اړ کړل شي چې د سیمې او نړۍ د استخباراتو په ګټه وي.
دا کار د سیاسي جریان له لارې ځکه نه کېده چې امریکا طالب سره داسې تړون امضاء کړی وو چې هغې کې د جګړه خوښو او سولې مخالفو په ګټه هیڅ نه وو.
دا تکتیک عادي تکتیک دی چې په ډېره ځایونو کې استفاده کېږي.
وروسته له ډېرې مودې د خلیلزاد اوسنی سفر د همدې ټولې کیسې ختمول دي، دی غواړي بیا خبرې پیل شي، بیا به فشارونه وي، لنډې جورې به وي خو پروسه به په مخ ځي.
خبرې ښايي د خلیلزاد له ناستو وروسته له بن بسته ووځي.
نن ده که سبا سوله راتلونکې ده، امېد به له لاسه نه ورکوو.
زنده باد افغانستان
مرده باد د سولې دښمنان
