ناټو به د افغانستان په اړه څه تصمیم نیسي؟
ناټو به د افغانستان په اړه څه تصمیم نیسي او آیا دا ممکنه ده چې دوی د دوحې له تړون څخه مخ واړوي او د ناټو پوځیان د مې له اول څخه وروسته پاته کړي؟
که په دقت د نړیوالو اوسني دریځونو ته ځیر شئ دا شیان ډېر ښه واضح دي. بایډن هغه ورځ د خپل بهرني سیاست اولنی وینا درلودله، ده د ډېرو هیوادونو په اړه خبره وکړه خو د افغانستان یاده یې ونکړه. دا یو ښکاره سګنال وو چې د بایډن ادارې لا تر اوسه د افغانستان د قضیې په اړه حتمي فیصله نه ده کړې، بله موضوع دا ده چې تر ننه د بایډن په اداره کې د پوځیانو د پاتې کولو په اړه نظرونه نه دي واحد شوي، هلته له هغوی پرته چې د وسلو د لابي ګروپونو برخه دي، ټول په دې ټینګار لري چې له افغانستان څخه باید راووځي.
د ناټو په اړه بیا خبره دا ده چې دا ټول هیوادونه دلته امریکا سره یو ځای د ناټو د قانون د پنځمې مادې په اساس راغلي، ناټو کې هم د افغانستان د جګړې په اړه د هیوادونو تر منځ ډېر اختلافات دي، ټول په یو نظر نه دي. ځېنو خو یې لا اعلان هم کړی چې دوی به پاتې نه شي.
دا خبره د سټولټن برګ له څرګندونو مخکې هم واضحه وه چې ناټو به د افغانستان په اړه واضح تصمیم ونه نیسي ځکه د ناټو ټوله جګړه امریکا پورې تړلې، نه یې دوی د اقتصادي لحاظه زور لري او نه هم د امنیتي لحاظه خو د امریکا تګلاره لکه مخکې مو چې یاده کړه په دوه لارۍ کې ده.
دا مهال مهم ترین تصمیم یواځې د امریکا دی، تر څو چې نه وي واضح شوی، خوشبیني او بد بیني له وخته مخکې ده.
