دا مهال له ټولو مهم سیاسي ثبات دی، سوله ده، آرامي ده
د نظام بڼه (دیموکراتیک، امارتي، نیمه ډیموکراتیک، مشروطه ډیموکراتیک…) د سیاسي جریان یوه وړه برخه ده. د نړۍ په هیڅ هیواد کې پوره ډیموکراتیک، پوره اسلامي، پوره لبرال پوره سیکولار نظام نشته ځکه نظامونه جوړول د یوې ورځې کار نه دی، قوي او آیډیال نظامونه د پیړیو مبارزې وروسته جوړیږي.
ځینې شاید داسې فکر کوي چې د امریکا او غرب اوسنی ډیموکراتیک سستم په یوه شپه کې رامنځ ته شوی خو حقیقت داسې نه دی، تاسي خبر یاست؟
د امریکا په سیاست کې یوه پېړې مخکې له سپین مخو بل چا ته د رایې اچولو اجازه نه وه، ښځې خو د نړیوالې جګړې تر پایه د رایې ورکولو وړ نه بلل کیدلې، د رسنیو آزادي او د ډیموکراسۍ نور شاخصونه هم همداسې در واخلئ. د امریکا او غرب معاصر تاریخ د ډیموکراسۍ له درې څپو Three democratic waves څخه تېر شوی. د هنټنګټن په نظر دا اوس د ډیموکراسۍ دریمه څپه روانه ده چې لا هم د پوره ډیموکراسۍ لاسته وړلو کې پیړۍ مخته پرتې دي.
دویم بحث چې د اسلامي نظام د جوړولو بحث دی هم له دې مختلف نه دی. په اوسني نړیوال نظام کې د نړیوالو مجبورتونو په اساس ممکنه نه ده په یوه شپه کې اسلامي نظام رامنځ ته شي، حدود عملی شي او ټوله ټولنه دې ته تیاره شي چې د اسلامي حکومت د چتر لاندې ژوند وکړي. که څوک داسې فکر کوی هم له ساده ګې کم نه دی.
اړتیا د دې ده چې د نظام د بڼې په اساس زمونږ ټولنه کې یوه اوږد مهالې مبارزه روانه وي تر څو عام ذهنیت دې ته جوړ کړای شي چې یو مثبت، د افغاني ټولنې او عنعناتو سره سم هغه آیډیال نظام چې مونږ یې غواړو رامنځ ته شي.
د نیکبخته هیواد سیاسیون په سیاست کې ځان ته لومړیتوبونه ټاکي او د همغې لومړیتوبونو په اساس حرکت کوي.
دا مهال له ټولو مهم شی سیاسي ثبات دی، سوله ده، آرامي ده. هر نظام چې وي خو د ملت د آیندې فکر مهم دی. د نړۍ یو هیواد هم د جمهوریت عاشق نه دی او نه یې هم پرې ایمان راوړی. جمهوریت یو دست پاک دی، هر ملت یې د خپلو سیاسي ګټو په رڼا کې تعریفوي، که چېرته جمهوریت د یو هیواد د سیاسي ګټو په مخ کې خنډ جوړېږي، عاقل دولتونه یې په مځکه ولي. نړۍ دیموکراسۍ سره د داسې تعامل بې شمېره مثالونه لري. خو یواځې زمونږ د ارګ د سټیوارټ مل او جان لاک بچیان دي چې نشی کولی د ملت د ګټو، آرامي او هوسانې لپاره جمهوریت تعریف کړي.
ملت نه د امارت تږی دی او نه هم د دې خنثاء جمهوریت؛ مونږ سوله، ثبات او ارامي غواړو.
خلک د اغوستلو لپاره کالي نه لري د آریانا سعید په تنګ او چسپ پتلون څه وکړي؟
خلک د شپې ډودۍ نه لري، د حکومتیانو امریکایي ښځې پکې زرګونه ډالره معاشونه اخلي؟
زه داسې جمهوریت څه کوم چې زما غریب دی پکې د څکلو اوبه نه لري، یاران په یو ماښامي مجلس په زرګونو ډالر شیندي؟
دا چې زما غریب ولس پکې خوارېږي، ګرېګي، تکلیفېږي او ته پکې د ماڼیو خاوند شوې، دا جمهوریت دې ستا سر وخوري.
دا یاد لرئ چې تاریخ به ستاسي په قبرونو لاړې در تف کړي.
اوس هغه کنډو، وږو، بورو ته ډوډۍ پکار ده
هغه بدبختو ته ډېوه پکار کېږدۍ پکار ده
له واړو نه کیږې د خېر تمه بیغمه اوسئ
که را ویخ نه شوئ نو د بل عذاب په تمه اوسئ
اوس که ونه ځلېدې ستوری د تاریخ به نه شې
ویده ولسه! بیا به هیڅکله را ویخ نه شې
دا سودا ګر دي، سودا کاندي د سړیو په سر
دا صرافان دي پېر او پلور کړي د چوکیو په سر
