د محترم حکمتيار صاحب وروستي څرگندونو په اړه
د حزب اسلامي مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار پرون د ارګ د محاصره کولو ګواښ وکړ. دا او دې ته ورته څرګندونې پخوا هم ډېرو سیاسیونو کړي. کال ۲۰۱۴ مو که په یاد وي د ډاکټر اشرف غني د اولې دورې انتخاباتو د نتیجې اعلان سره امر الله صالح، ډاکټر عبدالله او نورو هم داسې کواښونه کول، ورپسې دوستم او د شمال نورو قومندانانو څو څو ځل داسې څرګندونې کړي، تېر مارچ د ډاکټر غني د دوهمې دورې وروسته محقق، عبدالله عبدالله، دوستم او نور قومندان زمونږ له یاده لا نه دي وتلي. دا ټول یاران اوس د ډاکټر غني با اعتماده حلقه ده. د حکمتیار صېب اوسنۍ څرګندونې ډېره لویه موضوع نه ده، عموما په سیاسي معاملاتو کې د داسې څرګندونو څخه د فشار په توګه استفاده کېږي، محترم حکمتیار صېب غواړي چې په دې څرګندونو د حکومت طرف د فشار لاندې ونیسي تر څو دوی سره شوي تعهدات عملي شي. په اصولي توګه د حکمتیار صېب حق هم دی چې ارګ څخه خپل حق وغواړي ځکه ارګ حزب اسلامي سره د سولې په تعهداتو ونه درېد. دوی باید د حزب اسلامي ټول بندیان خوشې کړای وای، په امنیتي ارګانونو کې یې ځای په ځای کړای وای او مهاجرینو ته یې هم د استوګنې لپاره د ځای اهتمام کړی وای.
حزب اسلامي سره په شوې سوله کې د ارګ بې وفايي طالبانو ته دا واضحه کړه چې پر اوسني ارګ د هیڅ تعهد باور نه شي کیدلای. همدا ده چې اوس د سولې په ټوله پروسه کې یوه بې خونده بې باوري رامنځ ته شوې او طرفین سره په هیڅ موضوع حل ته نه رسېږي.
که واقعیت ته راشو یوه خبره دا هم ده چې د حکمتیار صېب اوسني اظهارات مونږ سره د دې مشکلاتو حل کې هیڅ کومک نه کوي. ښه دا ده چې د فشار له نورو ابزارو استفاده وشي تر څو هیوادوالو ته د اوضاع په اړه تشویشونه ایجاد نه شي.
دا هم په ډاګه ده چې د هیواد دننه اوسنی حالت ډېر وخیم دی. د سولې خبرو لپاره له ټولو لومړی کار د هیواد دننه سیاسي اجماع رامنځ ته کول ول؛ سیاسي احزاب، ټولنې، علماء، ځوانان، ښځې او سیاسي اشخاص باید ټول په یو ټغر راټول شوای وای، د ټولو غوښتنې او د سولې په اړه نظریات اورېدل شوی وای، له دې ټولو اطرافو د سولې د خبرو لپاره نماینده ګان اخیستل شوی وای، سولې لپاره یوه داسې ملي شوری رامنځ ته شوی وای چې ریاست یې د شورائیت په بنسټ ولاړ وی او رئیس جمهور یې هم د نورو غړو په شان غړی وای.
مشکل دا دی چې دلته سوله ګروګان شوه، د یو څو حلقو تر منځ تقسیم شوه، احزاب، علماء، سیاسیون، ټولنې، ځوانان او ښځې له جریانه قصدا لرې وساتل شول. اوس نو حتمي ده چې د حکمتیار صېب په شان به ټول څنګ ته شوي رهبران، علماء او قومي مشران په ډاګه منحیث سیاسي اپوزیسیون خپل غږ پورته کوي.
تقصیر ټول د سولې په ضعیف مدیریت کې دی.
