بین الافغاني خبرو کې بن بست ولې رامنځ ته شوی؟
هغوی چې افغانستان کې د جګړې پلویان دي او غواړي د خپلو اقتصادي، سیاسي ګټو لپاره جګړه وغځوي، د دوحې د بین الافغاني خبرو د اوسني بن بست په اړه ولس ته نا سم مالومات وړاندې کوي، دوی کوښښ کوي د تبلیغاتو په اساس داسې وښايي چې ګنې په مذاکراتو کې د دولت مخالف لوری سولې ته ژمن نه دی. دا مسائل باید د تبلیغاتي او خبري مالومات لږ ور آخوا وڅېړل شي تر څو د بن بست په اوسني حالت مو سم سر خلاص شي.
بین الافغاني خبرې چې کله پیل شوې، د دولت او طالب لورو تر منځ د طرز العمل په جوړولو کې په دې توافق وشو چې د بین الافغاني خبرو بنسټ به د امریکایانو او طالبانو د دوحې تړون وي. اوس مهال د بن بست اصلي وجه دا ده چې د خبرو هغه بنسټ، چې د امریکایانو او طالبانو تړون دی، شک کې ولیدلی او لا مالومه نه ده چې په خپل ځای پاته کېږي او که نه.
که چېرته د دوحې تړون په خپل ځای پاته نشي نو په اصولي لحاظ بین الافغاني خبرې نور مشروعیت له لاسه ورکوي.
دوه نور شیان چې مهم دي دا دي چې که هغه توافق پر ځای پاته کېږي هغه کې دا لیکل شوي چې د بین الافغاني خبرو له پیله درې میاشتې وروسته به د طالبانو ټول بندیان خلاصېږي او د دوی د مشرانو له تور لیست څخه ویستلو لپاره به امریکا لابي پیلوی.
اوس که چېرته د امریکا او طالبانو د دوحې تړون په خپل ځای پاته کېږې نور درې کارونه به مهم وي چې وشي.
بین الافغاني خبرې بېرته پیل شي،
د طالبانو ټول زندانیان خوشې کړای شي،
د طالب مشرانو نومونه له تور لیسته وویستل شي.
اصلا د اوسني بن بست ټوله پړه د امریکا په غاړه ده، امریکا تر اوسه د افغانستان په اړه خپله رسمي پالیسي نه ده اعلان کړې، او تر څو چې دا نه وي مالومه شوي، د هیڅ پیش رفت توقع مه لرئ.
