روس او ايران ته د طالبانو وروستي سفرونه
طالبان چې دا مهال له کوم کارت څخه استفاده کوي د امریکا په آینده تصمیم ګیرۍ او تګلارې مستقیم تاثیر لري. ۲۰۱۹ م کې چې د امریکا او طالبانو خبرې روانې وې ظاهرا کابل کې د یو امریکايي عسکر په وژنه ودرېدلې، طالبانو هغه مهال څو ورځې وروسته مسکو ته سفر وکړ، امریکا یې پوه کړه چې مونږ نورې لارې هم لرو، که چېرته تاسي توافق ونکړئ مونږ تیار یو ستاسي مخالف ټیم سره ودرېږو او افغانستان کې ستاسي ګټې وننګوو.
دا ځل هم طالبان له همدې کارته استفاده کوي، دوه ورځې وړاندې دوی ایران ته ولاړل، ما پرون کابل نیوز ته وویل چې طالبان شاید مسکو او بېجنګ ته هم سفر وکړي او دا همدې لپاره چې په امریکا بیا فشار راولي. دا ښکاره خبره ده چې امریکا د طالبانو د سیمه ایز ملاتړ څخه ډېره پرېشانه ده.
د طالبانو د مسکو سفر په داسې حال کې تر سره کیږي چې پرون بایډن ویلي دي چې دوی به د مسکو د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته د مالي او نظامي امکاناتو پوره حساب اخلي.
فکر مو وي، د څو امریکايی چارواکو په څرګندونو د امریکا تګلاره نه مالومېږي، امریکایان چې بیا طالبانو سره مېز ته کښېني د اصلي پالیسۍ ټوله بڼه به بر څېره شي.
