ډاکټر غني به هغه څه کوي چې امریکا یې ورته وايي
د افغانستان اوسنۍ بدمرغه جګړه چې دا دومره لویه موده پکې بې چاره ولس در به در شو، د امریکا جګړه وه. د ډېرو تر اوسه په دې سر نه خلاصېږي چې دا جګړه دافغانانو جګړه نه بلک د امریکا د ملي ګټو جګړه وه. آسانه او عادي معادله ده؛ دا مهال د امریکا ملي ګټې په دې کې خوندي دي چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.
ډاکټر غني د امریکایانو په وړاندې نه موقف نیولی شي او نه هم د دې جرأت لري چې پر وړاندې یې خبره وکړي. زمونږ له یاده نه دي وتلي چې ډاکټر صېب پخپله ویل چې که نن د خارجیانو کومکونه بند شي، زه ۶ میاشتې د افغان دولت د مامورینو معاش نشم ورکولی.
متأسفانه د ډاکټر صېب اشرف غني د خارجي سیاست مشاورین داسې خلک دي چې د واقعیت هیڅ درک نه لري، د دوی په سترګو ډېرې لویې پردې خورې دي. د امریکا سیاست مطالعه کړئ، خارجي سیاست یې وڅارئ، نړۍ سره یې تعامل وګورئ؛ هر څه واضح او آشکار دي چې امریکا نوره په افغانستان کې جګړه نه کوي. یکی و خلص.
د ډاکټر اشرف غني دا خبره چې له وخته مخکې انتخاباتو ته تیار دی او د سولې په اړه په ملي اجماع کار کول اصلا د امریکا په امر کېږي. ډاکټر غني سره تر اوسه جو بایډن همدې لپاره د خبرو وخت نه ورکوي چې دی په ملي اجماع رامنځ ته کولو کې ناکام وو.
د مؤقت حکومت په اړه پخوا هم ما همدا ویلي چې دا د امریکا طرحه ده،نومونه بدلول یې د هماغې ستراتیژۍ یو نوی تکتیک دی.
د بلنکین لیک کې د روس، چین او نورو هیوادونو یادونه د همدې خبره واضح سګنال دی چې دلته جګړه یواځې د طالب او امریکا تر منځ نه بلکې اوس د ټولې سیمې او امریکا تر منځ ده. د امریکا سیاست د تبلیغیانو سیاست نه دی چې د خدای لپاره دلته د جمهوریت د بقاء لپاره دونې لوی بار په سر واخلي، امریکایان غواړي داسې افغانستان شاته پرېږدي چې د دوی ملي ګټې پکې خوندي وي او همدا تضمین امریکا ته د دوی د وتلو پوره مشروعیت ورکوي.
لطفاً له خوبه پاڅئ، دا ملت نور مه در به دره کوئ، د اړیکو نوی باب نشته، هماغه پخوانی باب دی. د ملت د نوي باب په اړه فکر وکړئ که نه آینده مو له دې نوره هم شرمېدلې او د خدای په قهر ککړه ښکاري.
