د قسیم فهیم په لمانځغونډه کې د امر الله صالح د څرگندونو په اړه
د قسیم فهیم په لمانځغونډه کې د امر الله صالح خبرو کې څو شیان واضح ښکارېدل
اول دا شاید اولین ځل وي چې امر الله صالح دا وايي چې طالب یو حقیقت دی، دا خبره د مشکلاتو د حل په طرف یو ډېر لوړ ګام دی، دا تېر ۲۰ کاله د ارګ پالیسي سازان په دې فکر ول چې طالب د خذف سیاست په نتیجې کې ختمدېدلای شي، خو اوس دوی ته مالومه شوې چې دا ممکن کار نه دی او باید د خبرو له لارې مشکل حل کړای شي. دا ډېره لویه لاسته راوړنه ده.
دوهمه خبره دا چې صالح خپله دا وویل چې له انتخاباتو پرته نور ټول ارزښتونه د امریکا په طرحه کې ځای په ځای شوي دي خو انتخابات د ملت یو ارزښت دی او باید وساتل شي، دا خبره سمه ده چې انتخابات د ملت ارزښت دی خو دا باید د سیاسي ګټو او قدرت د بقاء لپاره استفاده نه شي، مونږ له انتخاباتو پرته بله لار نه لرو خو دا چې د انتخاباتو وخت ته څرنګه ورسو، کوم اصلاحات دي چې باید له هغې مخکې رامنځ ته شي؛ در لپاره یو مؤقت یا مشارکتي حکومت د وخت اړتیا ده چې باید له پامه ونه غورځول شي.
دریمه له وخت نه مخکې انتخاباتو ته د دولت تیاری بل هغه سګنال دی چې دا په ډاګه کوي چې ارګ په دې پوه شوی چې نور یې د پاته کیدلو لپاره ټولې بهانې ختمې شوي.
څلوم دا چې امریکا ته د صالح کواښونو هماغه سې دي لکه محب چې پخوا کړي وو او بیا یې وېزې لپاره سوال او زارۍ کولې. ډاکټر غني احتمالا صالح ته ویلي وي چې دا څرګندونې وکړي ځکه که مشکل حالت سره مخ شو چې بیا ولسمشر د وسیلې په حیث داسې یو څوک پاته وي چې مشکل حل کړي.
پنځم دا چې امریکایان د صالح او مثلهُ خبرې جدي نه نیسي، صالح نه قوم قبیله لري او نه هم ولس کې خښې ریښې، یو احساساتي استخباراتي سړی دی چې دا ۲۰ کاله یې د امریکایانو په کاسه خوړلې، هغوی ته د دې سړي چپ کول د یو تیلیفون کار دی خو زه فکر کوم امریکایان به دی پرېږدي چې زړه تش کړي ځکه واقعا سخت حالت سره مخ دی.
شپږم د انتخاباتو خبره، صالح وویل چې زه د افغانستان د ۳۵ میلیونه افغانانو په نمائنده ګۍ خبره کوم. زه نه پوهېږم دا څوک ښايي، د اوسني حکومت رایو څخه خو د پل سوخته پوډریان هم ډېر دي. که هغوی کاندید درولای وای هم غني ته یې شکست ورکوه.
اووم دا چې د دوحې خبرې له دې امله ناکامې شوې چې د حکومت ټیم د خلکو نه بلکې د ارګ په نمائنده ګۍ مذاکرات کول، د حکومتي ټیم لپاره د دوه کلونو په اوږدو کې هیواد دننه ملي اجماع رامنځ ته نه شوه، اوس امریکا او نورو داخلي او خارجي لوبغاړو ته تشویش پيدا شوی چې که چېرته د طالب او حکومت تر منځ توافق هم وشي شاید د سولې تضمین ونه شي ځکه ډېر نور سیاسي ګوندونه، اشخاص او جهتونه د سولې له بهیره لرې پاته شوي. په دې اساس د استانبول د مشارکتي حکومت طرحه ښايي یواځینې داسې لار وي چې نسبتا هیواد کې روان کړکیچ حل کړي.
