No-IMG

طالب دې د خذف له فکره او حکومت د قدرت له نشې راووځي

د احساساتو او عواطفو مزل همدومره وي، د امریکا په سیاست باور ډېره لویه تېروتنه ده خو متاسفانه زمونږ مشران هیڅ کله په دې پوه نشول.

دوه ساعته مخکې جک سلوان وویل چې دوی ښايي له افغانستان څخه د ټرمپ د ادارې د توافقنامې په اساس، له اول مئي په مشروط ډول خپل پوځیان وباسي.‌ ده له طالبانو د درې شرطونو غوښتنه کړې؛

اول دا چې طالبان باید القاعده سره په واقعي مانا اړیکې پرې کړي، دا هغه څه دي چې امریکایان له طالبانو غواړي چې دوی ته یې په عملي بڼه ثابت کړی.

دوهم دا چې د هیواد دننه باید تاوتریخوالی کم شي.

دریم دا چې بین الافغاني مذاکرات باید پیل شي او طالبان د عملي پرمختګ ثبوت ورکړي.

په دې شرایطو کې ده نه د ډیموکراسۍ، نه د ارزښتونو او نه هم د اوسني حکومت د پاته کیدلو خبره وکړه.

دا ځکه چې که امریکایان طالبانو سره ددوی د توافقنامې په اساس مخکې ځي، هلته صاف لیکل شوي چې دا حکومت به په یوه اسلامي‌ حکومت بدلیږي (چې بڼه یې لا مالومه نه ده).

د جک سلوان له ننیو خبره واضحه ښکارېدله چې دوی د ۲۰۱۸ په دفاعي ستراتیژۍ کار پیل کړ. دوی ته د دې ستراتېژۍ له مخه نور ترورېزم، د منځني ختیځ او افغانستان جګړه مهمه نه ده او نه غواړي په دې خپله انرژي ضایع کړي، اوس چین دوی لپاره لوی چیلینج دی.

دوی په دې فکر کوي چې څرنګه کولی شي د چین مخه ډب کړي، دوی پرون ایران ته هم سګنال ورکړ چې که چرته ایران بېرته د یوارنیمو له غنا راوګرځي، دوی به ورسره بیا پخوانی توافق امضاء کړي.

دا دې لپاره نه ده چې د امریکا طالب او ایران سره یارانه پیل کړې بلکې دا د دوی مجبوریت دی.

دوی نه غواړي په یو وخت کې پاکستان، ایران او طالب د بیجېنګ غېږې ته واچوي، دا د سیاسي ځان وژنې په مانا ده.

په نړیوال سیاست کې ارزښت هېڅ مانا نه لري، له امریکا دا تمه درلودل چې دوی به د ډیموکراسۍ له ۱۹ کلنو لاسته راوړنو له غمه مړه وي، سادګي ده.

د حل یواځینی لاره دا ده چې حکومت او طالبان په خپلو کې سلا شي، اختلافات ختم کړي، د آینده حکومت په میکانېزم بحث پیل کړي، طالب دې د خذف له فکره او حکومت د قدرت له نشې راووځي دواړه ټیمونه دې یو ځای په داسې مېکانېرم خبرې پیل کړي چې د هیواد اینده پکې تضمین شي او دا بچاره ولس بیا د کورنۍ جګړې قرباني نه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک