د پير محمد کاروان لیکنی
یتیم محمد رحمت للعالمین
برېښ یې د ښکلا د تورو سترګو په تورتم
یو عجیبه نُور یې د بڼو پر څوکو تم
داسې ځلېده لکه غمی د سلیمان
پټ ؤ د حیا په جوهر ښکلی منظم
دې ښکلي ته ډېر په لاس د پېغلو هوسونو
زړونه ور کاږه وو د عرب و د عجم
ډېرو پېغلو زړونه ددې نُور په تار تړلي
دا غیبي شهباز یې وو د زلفو زیروبم
ډېرې پسې والوتې د سترګو ګوربتانې
ګوندې دا زرین مرغه را ونیسي یو دم
هلې ځلې ښې وي خو ځای هغه مهال نیسي
رب چې د تقدیر پر پاڼه لیک وي په قلم
دغه د ځلاندو سترګو والا عبدالله
و مونده ښایستوکې پاکیزه لکه مریم
نُور د آمنې د زړه پر څانګه وکړه ځاله
شو په کې زرغون یو سپین ګلاب پټ په شبنم
داسې یو ګلاب چې یې بلبل...
نور ولوله
غزل
د ماتو ماتو زړګَکیو اُستَکاره ربه
دا ځل یې بیا په مینه و رغوه یاره ربه
ته یې اروا پېژنې تاب د بدرنګۍ نه لري
ښکلا دې نه درومي له دې ښکلي دیاره ربه
د سپین شبنم په حافظه کې چې زرغونه شي بیا
دا بلبلکه د ګلونو سندرماره ربه
په وچ موسم کې هم د تندې تسلي پرې کېږي
لمدې نغمې دې ځي راځي له وچه تاره ربه
باطل ګاونډ یې د حق مستې چیغې چوپې غواړي
دا منصوري غاړه آزاده کړې له داره ربه
د غره غونډۍ د بَیابان رابطه پرې خو مه شه
د خپلواکۍ د شنو ورېښمو له مهاره ربه
چې تصویرونه ور معلوم شي د دښمنو تیږو
درستې هندارې مو کړې پاکې له غباره ربه
دا غرڅنۍ دې وړانګې واغوندي د لمر او سپوږمۍ
بیا خو یې مه کړ...
نور ولوله
د افغان وطن اروا ته
درې مستې اژدهاوې دې کړې ماتې خونړۍ
غلام خو د غلام مه شې په شمار یوه ګړۍ
مضمون د استقلال په ټول جمال او په جلال
روان وایه ستا ژبه په کې مه شه تړتړۍ
چې غږ یې د شپېلۍ زانګي پر ټال د زرغونټال
شپانه دې چې اغوستې وي اووه رنګه شړۍ
خوږه دې په مېوو شه ذایقه د ټول جهان
وږمې د زَعفرانو دې خورې شه په نړۍ
تر ټولو ښه ملګری شې د خدای د ټول بشر
د مینې په زنځیر کې اوسې ځلنده کړۍ
د امن په خوږه موسکا دې شونډې شه لمدې
په اوښکو او په وینو دې لمده مه شه مړۍ
پر لاره د ورېښمو ځي کاروان د ښاپېرو
په پوهه به کړي ماتې د دیوانو هتکړۍ
۲۴ سنبله ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
...
نور ولوله
وطن ته سرود
د ښکلا دنګ معراج ته و خېژې بدرنګ مه شې
وطنه بیا په وینو رنګ مه شې
میدان د خپل او د پردي غلیم د جنګ مه شې
وطنه بیا په وینو رنګ مه شې
***
شه درته خلاصې د مخلصو میَنانو غېږې
له مینې ډکې د میَنو ملنګانو غېږې
یه د انګورو د آنارو د زعفرانو غېږې
درنه را تاوې د نښترو، ارغوانو غېږې
بې ګلابونو،بې نرګسو، بې لونګ مه شې
وطنه بیا په وینو رنګ مه شې
***
خوږې اوبه خوږه دې خاوره ده خواږه ټوکوي
چې یوه اوښکه په کې هم وکرې زړه ټوکوي
نظر د مینې دې په تیږو کې اوبه ټوکوي
په تورو پرښو کې د طور د غره رانجه ټوکوي
د آسمانڅکو غرونو روح یې رانه زنګ...
نور ولوله
مینه او بښنه
خرپ شو سر ته دې په تیږه و ویشتمه
د غوسې چیغې مې وختې آسمان ته
که مې عقل که مې صبر وو، دا دواړه
غورځېدلي وو، پر ځمکه شاړه پاړه
زخمي شوي وو، له کاره وو لوېدلي
بې له غچ نه مې نور هېڅ نه دي لیدلي
زه انسان وم، چې کتل مې آیینې ته
د سرو وینو په یوه ونه وم اوښتی
د اوبو جامې مې سوې پر بدن وې
وم د غچ او د غضب په اور کې نغښتی
نه را پاتې وه د ګلو یوه پاڼه
نه روانه مې پر سر د مینې زاڼه
په لاسونو کې د هرې یوې څانګې
مې نیولې وې یو سل د ازغو لښتې
شغ شو ته مې ناببره یو ناڅاپه
د ازغو په لښته ووهلې زړه ته
څاڅکي څاڅکي ستا د ژوبل زړه د وینو
شول تڼۍ زما و څیري ګرېوانه ته
...
نور ولوله
د کایناتو له نغمو نه به انکار نه کوې
د کایناتو له نغمو نه به انکار نه کوې
که امن غواړې په مرغیو به هم وار نه کوې
اول د مینې، دا دویمه یې د جنګ نښه ده
ګل ورکوه یار ته، د ګل به پرې ګوزار نه کوې
د وطن مینه پرېښودل خو، بس نعوذ باالله
منافق نه یې چې دا لمونځ به د سهار نه کوې
که له بنګړو سره ملګری شوې نو بیا دې منم
که یو بنګړی پاتې شوې بیا به شرنګهار نه کوې
زنه یې نیسه ښکلوه د مور وطن لاسونه
دا ورته وایه چې به دا ځلې ازار نه کوې
موسکا موسکا دې په زړګیو کې زرغونه ساته
پر آیینو باندې به بیا ګورې غبار نه کوې
چې یې شنې پاڼې درته ښکاري د طاووس بڼکې
ذکر به ولې د وطن د شنه چینار نه کوې
د سولې ناوې ورته وې چې سپینه خوله در کوم
...
نور ولوله
غزل – پير محمد کاروان
دعا لمده په اوښکو وه خو نن په وینو سره ده
الهي ته مو مل شي، چې بس تاته مو اسره ده
خاونده ته یې وساتې ګِرداب یې دی په مخ کې
بېړۍ مو د طوفان پر خونړۍ څپه سپره ده
دا څه اوږدې قاتلې شپې، دې لمر وطن ته راغلې
د ستورو مرۍ پري دي او سپوږمۍ په غرغره ده
ګوګل ګوګل سوری سوری د ژوند د ماشومانو
د جنګ د نېزې څوکه له تېرې نه هم تېره ده
یتیم فریاد مو اوري په خندا کړي شونډې بوڅې
نړۍ سکنۍ مور نه ده، ظالمه ده مېره ده
ځوانۍ لکه د دنګو دنګو ونو را پرېوَځي
غاښونه یې په وینو سره څه بل رنګې اره ده
لمبې دي او لوګي دي دیوالونه دي را غورځي
مکتب سوی، جومات ویران، خپه ناسته حجره ده
کاروانه لاروي مې دي بس پښې یبلې...
نور ولوله
الله اکبر - طالبان یو که عسکر
طالبان یو که عسکر
ځئ چې جوړ شو یو لښکر
یو الله مو دی خالق
محمد مو پیغمبر
ځئ چې خلاصې کړو مرۍ
د پردیو له خنجر
او سودا به نه کوو
د وطن د مور په سر
خزانې به د وطن
راته پرانیزي ټټر
تر آسمان به رسوو
غږ د الله اکبر
الله اکبر، الله اکبر
***
که کافر وي که مسلم
ظلم زور یې نه منو
چې اوبه مو سوځوي
هغه اور یې نه منو
بس د بم د توغندي
شغ او شور یې نه منو
چې مو سترګې ړندوي
سپین او تور یې نه منو
چې کوترې رانه خوري
تور منګور یې نه منو
پر وطن به رپوو
د هُما مارغه وزر...
نور ولوله
هلمند ته اوښکې
در پسې ده د خپل سیند پر غاړه تنده
خدای دې وساته په سره اور کې هلمنده
ګلابونه او نرګس خو پر ځای پرېږده
د کوکنار ګل دې هم مه غورځه له ژونده
ستا په خیال کې چړې سرې په وینو ګرځي
د جګړې لېونۍ سترګه درته برنده
د ایشیا زړګکی دا څومره مظلوم شو
ور په غاړه شوه د اوښکو وینو دنده
ربه ته یې کشیبان کړې نوح د امن
چې بېړۍ مو په ګرداب کې ده څرخنده
د هلمند پر بدن سرې لمبې دي بلې
د اوبو جامې ور واغونده خاونده
په اوبو یې د ایران ګلونه ګل دي
په خپل ګل ګل کې یې ماته وچه ستن ده
بې له تا یې ربه بله اسره نه شته
ستا کاروان اېښې منګول ستا پر لمن ده
۱۰ اسد ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
...
نور ولوله
زمونږ بیرغ
ګران دی وطن راته ګران
ښکلی وطن د افغان
تورسور زرغون یې بیرغ
ښکلی رنګین او روښان
تور تور یې رنګ د رنجو
خوږ لګي خوږ په لیمو
سور یې سُرخي د ګلاب
باغ باغ یې شو په لیدو
شین زرغون رنګ یې لري
رنګ رنګ د شنو کروندو
اخی د زړونو ارمان
تور سور زرغون په رپا
وي دې مدام په هوا
ټیټ مه شه ټیټ په ماتم
رپي دې تل په خندا
ښکلي رنګونه لري
هر یو یې بېله ښکلا
ښکلی پرې ښکاري آسمان
رپ رپ رپا چې کوي
ګل ګل د زړه غوړوي
روح روح دی روح د وطن
ژوند په مستۍ ګډوي
غږ د ورورۍ خوروَلۍ
مور مور وطن یادوي
دی زمونږ...
نور ولوله
غزل – پير محمد کاروان
سولې ګل آندامې، شېبې هېرې تُرابانې کړه
راشه زمانې راته په مینه مهربانې کړه
زړونه وران باغونه دي، ګلونه کړه موسکي په کې
پرخې پرخې اوښکې مو در ټولې غریبانې کړه
دا په غبار پټ ماشومان و مینځه چې ستوري شي
دا سپوږمۍ سپوږمۍ جینکې نورې هم تابانې کړه
پېغلې د افغان دې ساتندویې وي د مور وطن
هم یې په حکمت په علم پوهې طالبانې کړه
دا ښکلي ځوانان دې بلبلان وي د عرفان د باغ
هیلې یې رنځور وطن ته روغې طبیبانې کړه
ستا نغمې کاروانه په غورځنګ په څپو خوند کوي
څه یې ګلبشرې لره او څه یې ګل خوبانې کړه
۲۲ سرطان ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
...
نور ولوله
د مور وطن اوښکو ته
پر فېسبوک مې د وطن د بچو د یوې غمجنې مور تصویر ولید، چې د ټیکري په پېڅکه خپلې اوښکې پاکوي، له زړه یې ودردولم، رحمان پروردګار دې پر افغان وطن د مینې او عزت پر دې مهربانه او خوږه مور خپل خاص رحم او نظر وکړي.
سپینې اوښکې سترګې تورې ولې ژاړې
د وطن د بچو مورې ولې ژاړې
وایه خپلو که پردیو درته کړي
دي کنځل که ستغې سپورې ولې ژاړې
تندرونه دې راغوښتي دي که څه دي
د آسمان څنډو ته ګورې ولې ژاړې
جار سلګیو ته دې کولپ چا اچولی
او کړکۍ د زړه دې پورې ولې ژاړې
خپل بچي دې سره غوښه او چاړه دي
که کیسې دي نورې نورې ولې ژاړې
ماشومان دې په سکروټو کې ایسار دي
که دې لوڼې دي سرتورې ولې ژاړې
...
نور ولوله
