وطن ته سرود
د ښکلا دنګ معراج ته و خېژې بدرنګ مه شې
وطنه بیا په وینو رنګ مه شې
میدان د خپل او د پردي غلیم د جنګ مه شې
وطنه بیا په وینو رنګ مه شې
***
شه درته خلاصې د مخلصو میَنانو غېږې
له مینې ډکې د میَنو ملنګانو غېږې
یه د انګورو د آنارو د زعفرانو غېږې
درنه را تاوې د نښترو، ارغوانو غېږې
بې ګلابونو،بې نرګسو، بې لونګ مه شې
وطنه بیا په وینو رنګ مه شې
***
خوږې اوبه خوږه دې خاوره ده خواږه ټوکوي
چې یوه اوښکه په کې هم وکرې زړه ټوکوي
نظر د مینې دې په تیږو کې اوبه ټوکوي
په تورو پرښو کې د طور د غره رانجه ټوکوي
د آسمانڅکو غرونو روح یې رانه زنګ مه شې
وطنه بیا به وینو رنګ مه شې
***
ته مو جانان یې راترغاړې شه آشنا مو ته یې
د لمر غروب یې د سپوږمۍ د شپې رڼا مو ته یې
د یتیمانو د وړو لپو دعا مو ته یې
د بُورو، ورارو په زړګیو کې درزا مو ته یې
خدای دې ملګری شه او چېرې په زړه تنګ مه شې
وطنه بیا په وینو رنګ مه شې
***
رنګین سهار هم درنه لرې نه دی شپې ووهه
مزل کوه غرونه راغونه او تپې ووهه
ډېوې د سترګو بلوه تیارې جوپې ووهه
ته سمندر د مرغلرو یې څپې ووهه
کومې ته تېر د یرغلونو د نهنګ مه شې
وطنه بیا په وینو رنګ مه شې
***
ستړی یې ستړی مه شې خپل ارمان ته ورسېږې
له هر یو ټپ دې صدقه درمان ته ورسېږې
رنځوره جار دې د حکمت لقمان ته ورسېږې
د علم پوهې د رڼا عرفان ته ورسېږې
بښنه غواړو رانه ړنګ وې خو بیا ړنګ مه شې
وطنه بیا په وینو رنګ مه شې
۱۶ سنبله ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
