هلمند ته اوښکې
در پسې ده د خپل سیند پر غاړه تنده
خدای دې وساته په سره اور کې هلمنده
ګلابونه او نرګس خو پر ځای پرېږده
د کوکنار ګل دې هم مه غورځه له ژونده
ستا په خیال کې چړې سرې په وینو ګرځي
د جګړې لېونۍ سترګه درته برنده
د ایشیا زړګکی دا څومره مظلوم شو
ور په غاړه شوه د اوښکو وینو دنده
ربه ته یې کشیبان کړې نوح د امن
چې بېړۍ مو په ګرداب کې ده څرخنده
د هلمند پر بدن سرې لمبې دي بلې
د اوبو جامې ور واغونده خاونده
په اوبو یې د ایران ګلونه ګل دي
په خپل ګل ګل کې یې ماته وچه ستن ده
بې له تا یې ربه بله اسره نه شته
ستا کاروان اېښې منګول ستا پر لمن ده
۱۰ اسد ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
