No-IMG

زمونږ بیرغ

ګران دی وطن راته ګران

ښکلی وطن د افغان

تورسور زرغون یې بیرغ

ښکلی رنګین او روښان

تور تور یې رنګ د  رنجو

خوږ لګي خوږ په لیمو

سور یې سُرخي د ګلاب

باغ باغ یې شو په لیدو

شین زرغون رنګ یې لري

رنګ رنګ د شنو کروندو

اخی د زړونو ارمان

تور سور زرغون په رپا

وي دې مدام په هوا

ټیټ مه شه ټیټ په ماتم

رپي دې تل په خندا

ښکلي رنګونه  لري

هر یو یې بېله ښکلا

ښکلی پرې ښکاري آسمان

رپ رپ رپا چې کوي

ګل ګل د زړه غوړوي

روح روح دی روح د وطن

ژوند په مستۍ ګډوي

غږ د ورورۍ خوروَلۍ

مور مور وطن یادوي

دی زمونږ روح و روان

ګران دی وطن راته ګران

ښکلی وطن د افغان

تورسور زرغون یې بیرغ

ښکلی رنګین او روښان

یادنه: دا ترانه  د ماشومانو د تعلیمي نصاب په مرستندویه کتابونو کې هم راغلې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک