مینه او بښنه
خرپ شو سر ته دې په تیږه و ویشتمه
د غوسې چیغې مې وختې آسمان ته
که مې عقل که مې صبر وو، دا دواړه
غورځېدلي وو، پر ځمکه شاړه پاړه
زخمي شوي وو، له کاره وو لوېدلي
بې له غچ نه مې نور هېڅ نه دي لیدلي
زه انسان وم، چې کتل مې آیینې ته
د سرو وینو په یوه ونه وم اوښتی
د اوبو جامې مې سوې پر بدن وې
وم د غچ او د غضب په اور کې نغښتی
نه را پاتې وه د ګلو یوه پاڼه
نه روانه مې پر سر د مینې زاڼه
په لاسونو کې د هرې یوې څانګې
مې نیولې وې یو سل د ازغو لښتې
شغ شو ته مې ناببره یو ناڅاپه
د ازغو په لښته ووهلې زړه ته
څاڅکي څاڅکي ستا د ژوبل زړه د وینو
شول تڼۍ زما و څیري ګرېوانه ته
ته خپل درد وې غورځولی له ما لرې
سرې زما په وینو وې تورې ډبرې
د خپل زخم جام مې څښلی و، نشه وم
درد زما او زه د درد په تماشه وم
دا زما او ستا کیسه نه شوه تمامه
څه کم نیمه پېړۍ کېږي چې ده عامه
دا کیسه څه دومره لنډه ګنډه نه وه
چې هواره لکه زلفې په ږُمنځ شي
چې ویښته ویښته له یو بله جدا کړي
چې پاسته او نرم غاښکي یې تر منځ شي
د رحمن پروردګار مهرباني وه
چې یو بل ته یې په مینه مخامخ کړو
که کینې کرکې مو ووتې له زړونو
نو د یو بل په دیدن به سترګې یخ کړو
ته به ما بښي او زه به تا بښمه
ته زما خطا زه ستا خطا بښمه
په اخلاص به شو یو بل ته ور تر غاړه
له ګلونو به شي ډکه د ژوند شاړه
دا وطن که د لمبو له څپو ووځي
که د امن د خوږې اروا څښتن شي
دا وطن به په رښتیا ثاني عدن شي
۵ سنبله ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
