د افغان وطن اروا ته
درې مستې اژدهاوې دې کړې ماتې خونړۍ
غلام خو د غلام مه شې په شمار یوه ګړۍ
مضمون د استقلال په ټول جمال او په جلال
روان وایه ستا ژبه په کې مه شه تړتړۍ
چې غږ یې د شپېلۍ زانګي پر ټال د زرغونټال
شپانه دې چې اغوستې وي اووه رنګه شړۍ
خوږه دې په مېوو شه ذایقه د ټول جهان
وږمې د زَعفرانو دې خورې شه په نړۍ
تر ټولو ښه ملګری شې د خدای د ټول بشر
د مینې په زنځیر کې اوسې ځلنده کړۍ
د امن په خوږه موسکا دې شونډې شه لمدې
په اوښکو او په وینو دې لمده مه شه مړۍ
پر لاره د ورېښمو ځي کاروان د ښاپېرو
په پوهه به کړي ماتې د دیوانو هتکړۍ
۲۴ سنبله ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
