د کایناتو له نغمو نه به انکار نه کوې
د کایناتو له نغمو نه به انکار نه کوې
که امن غواړې په مرغیو به هم وار نه کوې
اول د مینې، دا دویمه یې د جنګ نښه ده
ګل ورکوه یار ته، د ګل به پرې ګوزار نه کوې
د وطن مینه پرېښودل خو، بس نعوذ باالله
منافق نه یې چې دا لمونځ به د سهار نه کوې
که له بنګړو سره ملګری شوې نو بیا دې منم
که یو بنګړی پاتې شوې بیا به شرنګهار نه کوې
زنه یې نیسه ښکلوه د مور وطن لاسونه
دا ورته وایه چې به دا ځلې ازار نه کوې
موسکا موسکا دې په زړګیو کې زرغونه ساته
پر آیینو باندې به بیا ګورې غبار نه کوې
چې یې شنې پاڼې درته ښکاري د طاووس بڼکې
ذکر به ولې د وطن د شنه چینار نه کوې
د سولې ناوې ورته وې چې سپینه خوله در کوم
کاروانه صبر، دومره ډېر به نو تلوار نه کوې
۲۸ اسد ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
