د پير محمد کاروان لیکنی
غزل – پير محمد کاروان
کارغان واوره مارغان واوره
بلبلانې طوطیان واوره
د ګلونو په رګونو
پرخې پرخې باران واوره
غوږ د زړه ورته څک بویه
شور او ځوږ د ارمان واوره
د غروب دروازه وا شوه
ماښام راغی اذان واوره
دا خرما خرما خبرې
د معشوق په قربان واوره
همه کیف دی، له باسط نه
تکویر واوره رحمان واوره
له سپوږمۍ سره د مینې
غلی راز د آسمان واوره
څه نرۍ نرۍ شرنګا ده
غوږوالۍ او پېزوان واوره
چې د شپې چوپه چوپیا وي
په کې غږ د جانان واوره
په ځنګل کې غلی کېنه
ترنم یې روان واوره
د فطرت په لوی کتاب کې
یو د مینې داستان واوره
د اوبو سرود هېر نه کړې
...
نور ولوله
غزل - پير محمد کاروان
پاس په غره سپوږمۍ ده او دی دښتې ته روان دی
خوب ورسره وران دی او د خوب د لاسه وران دی
پرې څپلۍ یې دواړه په څادر کې دي اخیستې
زخم یې مزل لکه د ګران افغانستان دی
ستورو ته ور ګوري نه، له درستو مرور دی
زړه یې شین، په شنو لښتو وهلی شنه آسمان دی
پښې یې خوږ په تیږو په ازغیو کې ورغوي
لوټ یې حافظه له درده، هېر یې هم درمان دی
نه وینې له تندې نه یې دواړه سترګې سرې دي
ورکې ترې اوبه دي د رڼو اوښکو باران دی
وږی دی سړه ډوډۍ یې هم ده په نانځَوه *
څو،که له لالونو نه ډک غر د بدخشان دی
تنګې یې په تن کې دي جامې د پرهرونو
دومره جنګ ځپلی چې له ژونده هم ستومان دی
یه د مینې ربه ته یې و...
نور ولوله
خو چې ته مې ولیدلې
ماشومتوب و، پاچهي وه
کوټنۍ مې جوړولې
ناوکۍ مې په کې ځان ته ودولې
افسانې مې اورېدلې
پاچهۍ مې جوړولې ورانولې
ښاپېرۍ مې له ښیښو نه را ویستلې
شهزادګۍ مې له دیوانو تښتولې
معشوقې مې په خوبونو کې لېدلي
چې را ویښ به شوم له خوبه
د خیالونو په پنسل مې رسمولې
دغه درستې به په ما مینېدلې
چې په تله د ورېښمو مې تللې
بس پوره په تول اووه ګله ختلې
څه وړې ماشومې هیلې
مې په ټال کې زنګولې
په سندرو مې ستایلې
په للو مې ویدولې
دا ماڼۍ د تصور مې
تر آسمانه غځېدلې
په دې هره یوه ماڼۍ کې
زما ناسته معشوقه وه
چې وه هره یوه جوړه...
نور ولوله
بس د مینې یو سرود
شاعر بنیادم هم عجیبه وي، چېرته چې یوه خوږه یوه دردمنه کیسه واوري یا ولولي،بس د شعر پیریان را و تورېږي. او یو څه ولیکي.
کله بخت یاري ورسره وکړي، دا څه لیکل یې پر نورو زړونو هم خواږه ولګي. او کله بیا بخت سرچپه وي، د چا خبره پر زړونو خوږې منګولې کې نه ږدي. هغه څو ورځې وړاندې افغان کرکټر نړیوال ستوري ښاغلي راشد خان یو ټوېټ کړی و.
دردمنه او خوږمنه خبره یې کړې وه. ویلي یې وو: زه ماشوم په جنګ کې را لوی شوم، زه پر دې پوهېږم چې ماشومان څومره له جنګه وېرېږي، دعا یې کړې وه چې افغان جنګ دې خدای ودروي. ما چې د راشد خان دا کرښې لوستې، له زړه نه دوه څاڅکي اوښکې هم سترګو ته راغلې وې. دې اوښکو بیا سمدلاسه رنګ راوړ، او داسې یو څه مې ولیکل. نه بوهېږم تاسو یې شعر بولۍ که شعار خو زما دوو څاڅکو اوښکو دروازه ورته پرانیستې د...
نور ولوله
غزل – پير محمد کاروان
وروڼو د خدای لپاره، دا بې دینه ڪار مه ڪوئ
د دې یوسف وطن له مینې نه انڪار مه ڪوئ
مه یې ڪوهي ته غورځوئ مه یې داړئ په لېوه
همـ یې سودا د نوي مصر په بازار مه ڪــوئ
ڪه لاس مو تش وي اؤ په ګل باندې یې نه شئ ویشتی
پر سپین تندي خو یې د تورو ڪاڼو وار مه ڪوئ
دی ظلمـ جبر چې په زړه ورته پنجې لګوئ
ازار به و مومئ دا چارې د ازار مه ڪــــوئ
دې مور و پلار وطن ته ځای د زړه په تل ڪې ساتئ
بې حُرمتي خو چېرې هــمـ د مور و پلار مه ڪوئ
دا د مېوو، خوږو اوبو، پستو وږمو خزانه
په خپله وساتئ سپارل یې پر ښامار مه ڪوئ
سوله چې خیر دی پ...
نور ولوله
د خوږو اوبو روان سرود غږېږي
د خوږو اوبو روان سرود غږېږي
ګوندې وي چې اوښکې وینې و دَرېږي
په څپو څپو روانه کمال خانه
کله لمر کله سپوږمۍ درته موسېږي
پر سیستان به بیا بهیر ګلونه راشي
اوس دې ګوډ تیمور په قبر کې ځورېږي
اوبه آب دی د وطن د مرغلرې
په ځل ځل یې مرغلره ده ځلېږي
بزګران به بیا زرغونې ټپې وایي
کروندې به په جامو کې نه ځایېږي
چې تاخونو ته د وړانګو مرغۍ ورشي
له خوښۍ به ورته شمعې وژړېږي
د افغان ماشوم د رسم کتابچه ده
د کاروان په زړه کې رود، بېړۍ رسمېږي
...
نور ولوله
د سورة رحمن پښتو ورژن
پير محمد کاروان
الله دی مهربان
را زده يې دی قران
پيدا يې دی انسان
قوت يې دی ورکړی د خبرو د بيان
که لمر ده که سپوږمۍ ده
په نظم دي روان
که ستوري دي که ونې
سجدې کا د سبحان
آسمان يې ودرولی او ميزان يې اويزان
دا ځکه چې څوک ونه کا تيری له دې ميزان
دا ومنئ په ځان
انصاف کوئ په وزن کې نه تله کې تاوان
هواره يې ده ځمکه بس له پاره د انسان
په ځمکه کې مېوې دي
خـرماوې يې خوږې دي
نـورې نورې ډېرې ونې
اغ...
نور ولوله
غزل
سر یې لګي په ږلیو په عذاب دی
په ازغو کې روان پښې یبلې ګلاب دی
د لوستونکو سترګې ډکې دي له شګو
طوفان څیري د خوږې مینې کتاب دی
عجیبه ده چې نفاق یې عقیده ده
هغه کس دلته ښاغلی او جناب دی
خدای دې نه کاندي چې وچ شي چې تمام شي
په لښتیو یې وېشلی دا دریاب دی
دا د وسپنې پیل وله ابابیله
ابرهه د جنګ یې سپور پښه په رکاب دی
د افغان وطن لاس ته و نیسې ربه
چې محتاج د امریکې او د پنجاب دی
بلبل زړه دې په ګلونو کې کاروانه
چې د مینې ترانې بولي ثواب دی
۱۸ سنبله ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ
...
نور ولوله
غزل – پير محمد کاروان
موسم بې مینې دی په موسکو اننګو پسې مرو
د خدای محروم یو په هوا او په اوبو پسې مرو
د بې کسۍ اوښکې یې بیا اوږده باڼه لمدوي
اخ په باران اخ د غنمو په لشو پسې مرو
غربت په مخه کې دیوال دیوال ولاړ دی راته
د زیړي لمر سپینې سپوږمۍ په پلوشو پسې مرو
د وخت له تبر نه خوندي د نجونو لېچې دې وي
نه یې په شرنګ پسې مرو نه یې په بنګړو پسې مرو
خویندو یې وې چې د ورور ناوې ته ځونډي جوړوو
خو چې لونګ په کې پاسته کړو په شیدو پسې مرو
په درست بشر مو زړه سوځېږي خدایه خیر کړې ورته
ډېر کړېدلي دي چې ډېر په پښتنو پسې مرو
یوې خو وې کاروانه توري دې شه بلې ډیوې
په خپل غزل مو رغوه ستا په نغمو پسې مرو
۲۷ جوزا ۱۳۹۹ ه...
نور ولوله
غزل – پير محمد کاروان
په خپلو زړونو کې له غمه ننوتي خلک
د خوشحالۍ اوښکې یې کړې چې وي را وتي خلک
یا خدایه لویې لویې ونې او ګلونه یې کړې
د ژوند په باغ کې لکه زړي را پرېوتي خلک
څه معجزه وکړې خاونده چې په مینه واوړي
ددې وطن دي له یو بل سره نښتي خلک
شپه ده دا هره یوه ګوته یې کړې بله شمع
په څلورلاري کې حیران ولاړ شل ګوتي خلک
جهل بوجهل په تیاره کوهي کې بند ساتلي
د ښکلي نُور په وزر ولرې الوتي خلک
یو بل ته لاس په لاس د یو ملت کړۍ جوړوي
د ځانځانۍ له زنځیرونو نه اَرَتي خلک
غزل د مینې شي، باور د توري توري تر منځ
کاروانه کاش چې وي یو بل ته غاړه وتي خلک
...
نور ولوله
