No-IMG

غزل – پير محمد کاروان

دعا لمده په اوښکو وه خو نن په وینو سره ده

الهي ته مو مل شي، چې بس تاته مو اسره ده

خاونده ته یې وساتې ګِرداب یې دی په مخ کې

بېړۍ مو د طوفان پر خونړۍ څپه سپره ده

دا څه اوږدې قاتلې شپې، دې لمر وطن ته راغلې

د ستورو مرۍ پري دي او سپوږمۍ په غرغره ده

ګوګل ګوګل سوری سوری د ژوند د ماشومانو

د جنګ د نېزې څوکه له تېرې نه هم تېره ده

یتیم فریاد مو اوري په خندا کړي شونډې بوڅې

نړۍ سکنۍ مور نه ده، ظالمه ده مېره ده

ځوانۍ لکه د دنګو دنګو ونو را پرېوَځي

غاښونه یې په وینو سره څه بل رنګې اره ده

لمبې دي او لوګي دي دیوالونه دي را غورځي

مکتب سوی، جومات ویران، خپه ناسته حجره ده

کاروانه لاروي مې دي بس پښې یبلې زخمونه

تېرې تیږې  د مالګې، مرثیه غزل دره ده

۱۷ اسد ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک