پير محمد کاروان
د پير محمد کاروان لیکنی
غزل – پير محمد کاروان
شیطان به خاندي خو انسان او پرښتې ژاړي
ستا په ماتم کې، د وطن بُوره ادې ژاړي
د ژوندون متن اوښکې اوښکې په سلګو یې لولم
لفظونه مات کلمې کولپ دي او جملې ژاړي
د کلي پورې غونډۍ ټوله هدیرو، ونیوه
د کلي زړه چاودلی ماتې دروازې ژاړي
چې ماشومان به یې په غېږه کې للو للو وو
هغه د ژوند هغه د مینې افسانې ژاړي
پر خوبَولي کلي راغله زلزله د مرګي
ګَړنګ ته ویښې غورځېدلې ازانګې ژاړي
دا سپینې تورې ماشومانې راته و خندوې
خدایه د دې وطن غریبې ورځې شپې ژاړي
د صبر سور ګلاب د شنو پلوشو هیله بویه
کاروانه نن دې که غزلې قصیدې ژاړي
۲ سرطان ۱۴۰۱ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
*دخوست پکتیکا ...
نور ولوله
انسان
پر خدای باندې چې ګران دی انسان مه خپه کوه
د مینې لوی جهان دی انسان مه خپه کوه
راوتی له جنته ته یې دلته را پیدا کړې
غجب رنګین داستان دی انسان مه خپه کوه
چې موسک یې په موسکا موسکا یې هره پاڼه ښکل کړه
ګل ګل دی او جانان دی انسان مه خپه کوه
که نن د دې خاورینې ځمکې ګل دی شبنم ورکړه
ځي ستوری د آسمان دی انسان مه خپه کوه
د خپل بري خبره ترېنه پټه پټه ساته
حسود خو هم انسان دی انسان مه خپه کوه
د مینې د ښکلا په کې بې شمېره نښې ګوره
مېږی که سلیمان دی انسان مه خپه کوه
چې نه نړوي پولې او چې حد یې وي ساتلی
هندو که مسلمان دی انسان مه خپه کوه
که روغ دی که رنځور دی، که پاچا دی که مزدور دی
یو ن...
نور ولوله
غزل
ځواني د مني ګل دی ګل د مني وي څو ورځې
دي ډېرې لنډې لنډې تر زرینو کمڅو ورځې
د شپې اوښه را درومي د چوپیا په رنجو بار ده
په کار ده چې ور تېرې کړو د یار په نغمو ورځې
دا ومنه چې مړه یې مور و پلار دي که ژوندي وای
د دې یتیم وطن به نه وې شپې په سلګو ورځې
دا شپې ورځې په تار د دعا وپېیه ملنګه
چې راشي پر دې خوار وطن د مینې د ښو ورځې
د ژوند پر زخم زخم د ګلونو پټۍ کېږدئ
روانې به تر څو وي پر ښیښو پر ازغو ورځې
دا مینه ولې نه کوئ دا څه په کې تاوان دی
چې تېرې مو کړې شپې اوس تېروئ په کینو ورځې
په اوښکو دې لمده نه وي پاپا د ماشومانو
خوږې یې شه تر شاتو او تر کوچو شیدو ورخې
کاروان له شومه دمه را روان دی ...
نور ولوله
یوې بلبلکې ته سرود
زه مین یمه په ناز د یوې نازکې
په آواز د سرودګرې بلبلکې
بلبلکه کوچېدلې ده خزان دی
پاڼې پاڼې یې غزل غزل دیوان دی
ترۍ تم به بلبلکه چېرې نه شي
کنه تورې تورې تیږې به اوبه شي
مرغلرې به په تار کې په ژړا وي
او نغمې به په ستار کې په ژړا وي
بلبلکه ده بیماره ژر به ښه شي
په مثال د برسېرن پرهر به ښه شي
په رنګونو په هندارو کې به اوسي
په مڼو او په آنارو کې به اوسي
څه په مینه به بیا نوی سرود وایي
د قدیم جمال مولا به په کې ستایي
پر ګلونو به یې ولګي وزرې
د آواز په تار به وپېي سندرې
له ګلونو نه به بیا واخلي مچکې
پاڼې پاڼې به وهي ورته چکچکې
بلبلکه به که خدای کول ب...
نور ولوله
غزل
روا په دې جنت کې ده مېوه د غنم وخوره
خو دا وطن چې پرې نه ږدې په مینه یې غم وخوره
درمان د زخمي ژبې دې نغمه د وطن بویه
بلبله له خوشبو نه ډک د ګلو شبنم وخوره
ښامار په غشو وَ وله لالونو ته دې غل دی
په وږو ځیږو کاڼو باندې مار و لړم وخوره
ګل ګل د رنګینۍ شه د ژوندون په سپین ټوکر، کې
تار تار شه د ورېښمو ځان د ستنې په سپم وخوره
په خپلو خزانو کې، درته چا داسې ویل چې
په سوال په ګدایي باندې عرب و عجم وخوره
داستان د اوښکو وینو خو باید په موسکا واوړي
پرهر، د پرهرژلي ژوند ته غم د مرهم وخوره
چې څانګې څانګې لمر په کې زرغون شي سباوون شي
د شمعو په لښکر باندې دا شپې د تورتم وخوره
که مینه د وطن یې زمزمه ...
نور ولوله
غزل
موسم د مني دی دوې سترګې د نرګس نه وینم
پاس په هوا دي سرې او ژېړې ډیوه ګۍ روانې
نه یې رانیسي پتنګانو کې هوس نه وینم
زمونږه خولې به چې خوږې وې په خبرو د چا
هغه بادام بادام او نُقل د مجلس نه وینم
د صوفیانه سندرې درستې انترې دي خپه
د منصوري ملنګ نارې په ټول ولس نه وینم
په زړه مې پروت برغولی وینې او که نه کاروانه
بس دومره ووایه چې وینمه خو بس نه وینم
۲۵ عقرب ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
...
نور ولوله
غزل
وینم خوب چې شپه به واوړي په لمر ګله
د سپوږمۍ سندره وایي قمرګله
درپسې به یو لښکر ګلونه راشي
را روان شه یه د غرونو د سر ګله
درمانګر شه د رنځورو میَنانو
په غروب کې د زېړي مازدیګر ګله
د افغان وطن اروا په تا تازه ده
غوڅ خو مه شې په لاره په خنجر ګله
ته وا ژوند په هدیره کې ټوکېدلی
چې په درز کې یې ولاړ د مرمر ګله
د بلبلو نغمه زېږدی سېل به راشي
ستا په پرخو یې لامده دي وزر ګله
چې په شتون دې روایات د نشتون مات شي
هله زر کوه راځه د اینځر ګله
پرې تر منځه یې تارونه د وږمو دي
ته یې وتړه د لرو د بر ګله
په نشه د کومې مستې مینې رنګ یې
که دې څښلي دي شراب د کوثر ګله
...
نور ولوله
د پاڼو پېغور
د مني سهار مهال چې لمر څرک ووهي، نو د سړي لږ لږ هډوکي تاوده شي. نن سهار لمر خوږ ولګېده، چې ګڼو ونو ته مې مخ واړاوه، ته وا لمر ماشوم دی، شوخي کوي، د چا خبره یو کم سل ماتې هندارې د ونو له څانګو را پړکېدې. ښکلې او خوږې را ولګېدې. له لرې کروندې د یامه او کولنګ کړنګا هم راتله. په زړه کې را وګرځېدل: که د وطن هر بچی په خپله دنده او خپل کار کې مخلص، صادق او هوډوال و اوسي، نو هغه کلیشه به ختمه شي، چې وایي: مړه دا وطن نه جوړېږي.
له ځان سره مې کرل او رېبل چې په دې کې د یوې جګې الوتکې بونګا راغله، الوتکه په آسمان کې ډېره جګه روانه وه، لکه له سېل نه پاتې زاڼه داسې معلومېده. ناڅاپه رانه وویل شول: امممم دا دې بله سپکه:
چې دا الوتکه به څه کوي؟ څه به وړي څه به راوړي؟ چېرې ...
نور ولوله
غزل
لکه چې دا سرودګی مې هم څه موده مخکې لیکلی و. څو ځله موسک موسک کېده، مخې ته راته. لکه چې زړه یې و، چې له لوستونکو سره یې شریک کړم. اممم ما وې، ښه سمه ده، دادی همدا اوس دې را اخلم او د لوستونکومخې ته دې ږدم. که کیف او خوند و رنګ دې درلود، خو نور الله نور، او که خوند و رنګ دې نه و، لوستونکي به غلي در نه تېر شي، ته دې خپل کار کوه. هو په یوه نیم ټکي او کلیمه کې به دې شوخي وي، نو ژوند بې شوخۍ هم خوند نه کوي، وي دې کنه، څه دنیا خو نه ورانېږي.
څه خوږه تنکۍ پنکۍ یې
ښایستوکۍ مرغکۍ یې
په غنمو کې ولاړه
د غاټولو ناوکۍ یې
د ګلونو دې وزرې
څه پسته جنت کوکۍ یې
ځرځې سترګې دې زرغونې
شین بخونه توتکۍ یې
***...
نور ولوله
غزل
شعرونه هم لکه ګډ وډ او خواږه خوبونه، منظم منطق به و نه لري، خو سمبولیک مفاهیم رسولی شي. شعرونه او خوبونه که منظم او منطقي پیامونه هم و نه لری، خو چې خوند په کې وي خوند کوي. په کونج کې غلی ناست وم، د کلي ماشومتوب مې په ذهن کې د ژوند کلی جوړ کړی و. ورسره دا شعر هم په حاشیه کې غږیده، بس و مې لیکه.
رایشه ګېډۍ مې ستا و څڼو ته تیاره ده
ډکه له غاټولو نه زمونږ د پټي باره ده
لنګه غوا مو راوله غولانځه به یې ډکه شي
هر ډکی د شنو وښو د سپینو شیدو داره ده
لاره دې که ورکه وي نو لاره به در وښیم
لږ نږدې سنځلې ته ور تېره تر چناره ده
ته په کې مخ و ګوره او زلفې په کې سمې کړه
ما درته نیولې په ورغوي کې هنداره ده
ته کېنه کیسې...
نور ولوله
غزل - پير محمد کاروان
لمر په غروب کې د خرما د ونې څنګ ته ولاړ
هغه شاعر هم د مطربو شېبو شرنګ ته ولاړ
ژوند ته ور وګوره یو وږی او تش لاسی ماشوم
ترې خېژي تاو د شورنخودو ډک تبنګ ته ولاړ
د سمندر څپې په منډه ورشه یویې سه ترې
بېچاره کب دی خلاصې ژامې د نهنګ ته ولاړ
موسم د مینې به زه هغه مهال و منمه
چې انتظار وي یو پاچا یوه ملنګ ته ولاړ
د سپاهي انداز بې حده جمالي ښکارېده
په حماسي موسکا د تورو سترګو جنګ ته ولاړ
ډېره موده کېږي ترۍ تمې د ډول ازانګې
د پورې غرونو څک غوږونه دي ګړنګ ته ولاړ
شمال یې هره خوا چې اړوي ثواب یې کېږي
ګل که قبلې ته مخامخ وي او که ګنګ ته ولاړ
چې یې په خوند په غېږ کې ونیسي پخلا به یې کړي
...
نور ولوله
غزل
نه په شنه چمن نه په ماڼیو لوړو لوړو کې
ګل خلک به و مومې په خاورو خړو پړو کې
ته چې را سره یې بیا د بلې ډیوې څه حاجت
ګرځو به د شنې رڼا په شان په تورو لړو کې
پښې یبلې روان یمه په لپه کې اوبه وړمه
تږی سور غاټول مې دی لیدلی پاس په تړو کې
شنې اوبه یې شته دي تورې تیږې پسې وسکونډه
سپینې پۍ د مور وطن په تکو شنو برړو کې
ورکه ده اروا د پښتونخوا څه کم پېړۍ کېږي
چا و نه مونده د اباسین په ګنګخړو کې
رایشه د ژوند لوبه چې بیا له سره پیل کړو
ساه به ټوکوو د پښتنو په مړو مړو کې
شنو درو ته هم د دنګو دنګو څوکو حال وایه
خېژه په پېچومو کې را ښکته شه په ځوړو کې
کیف د پاچهۍ یې خامخا په کې موندلی دی
...
نور ولوله
