No-IMG

د سلمان الفارسي او ابو الدرداء کیسه

     رسول الله ﷺ سلمان الفارسي او ابو الدرداء رضي الله عنهما سره وروڼه کړل، یوه ورځ سلمان د ابو الدرداء کره ورغی، د هغه مېرمن أم الدرداء رضي الله عنها یې په زړو جامو او بېخونده حالت کې ولیدله، (دا مهال لا حجاب نه و فرض شوی) سلمان هغې ته وویل: ولې په داسې بېخونده حالت کې یې؟ هغې ورته وویل: ستا ورور ابو الدرداء له دنیا سره مینه او اړیکه نه لري.

     لیږ ځنډ وروسته ابو الدرداء رضي الله عنه راغی، نو سلمان ته یې ډوډۍ برابره کړه، مخته یې ورته کېښودله، ورته ویې ویل: ته یې خوره زما روژه ده، خو سلمان ورته وویل: چې ته یې راسره ونه خورې زه یې نه خورم، نو هغه هم ورسره وخوړله.

    ماخوستن چې څملاستل ابو الدرداء ولاړ شو، نیت یې و چې د شپې عبادت پیل کړي، خو سلمان ورته وویل: راځه ته به هم څملې، نو هغه هم څملاست، څه ځنډ وروسته ابو الدرداء راپاڅیدی چې عبادت وکړي خو سلمان بیا پرېنښود، بیا یې ورته وویل چې ویده شه او هغه ویده شو.

     کله چې د شپې اخیر وخت راورسید سلمان ورته وویل: اوس پورته شه! نو دواړه پورته شول او لمنځونه یې وکړل، وروسته سلمان رضي الله عنه ورته وویل: رب دې پر تا حق لري، ځان دې هم حق درباندې لري او کوروال دې هم حق درباندې لری، نو تولو ته خپل حقوق ورکړه.

    چې سبا شوه ابو الدرداء رضي الله عنه رسول الله ﷺ ته ورغی او د تېرې شپې کیسه یې ورته وکړه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: سلمان رښتیا وایي.(صدق سلمان). صحيح البخاري

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک