No-IMG

مینې او سولې ته کار

مینې، محبت او نږدېکت ته هڅوونکې کرښې

   بوډا خیاط خپل لمسي ته خیاطي ورزده کوله، یوه جوړ جامه یې مخته پر دړه وغوړوله، خپله قیمتي بیاتې یې راواخیستله او جامه یې له ټاکلي ناف سره سمه ټوټه ټوټه کړه، وروسته یې بیاتې لاندې د پښو خواته وغورځوله، ستن یې راواخیستله د جامې په ګڼډلو یې پیل وکړ.

   د ګڼډلو پر مهال به چې د جامې برابرولو ته اړتیا شوه بوډا خیاط به ستن پخپله زړه خولۍ کې وټومبله، کله به یې چې د جامو سکښت لپاره بیاتې وکاروله هغه به یې لاندې وغورځوله. لمسی د نیکه کړنې ته نفس تنګی شو، نو ورته ویې ویل: بابا جانه! دومره قیمتي بیاتې پر ځمکه وغورځوې او ارزان بیه ستن بره ټوپۍ کې وټومبې! دا بې انصافي او نامناسب کار نه دی؟!

    #هوښیار خیاط لمسي ته وویل : زویه! په ارزښتناک او ارزان قیمت پسې مه ګرځه، د شي کار او فعالیت ته ګوره! د دې قیمتي بیاتې کار پرېکول دي، هغه ارزښتناکه جامې همدې قیمتي بیاتې ټوټه ټوټه نه کړې؟! او دا ارزان قیمته ستن او تار به یې اوس بېرته سره ګنډي، جوړوي او د کارونې وړ به یې ګرځوي!

     قیمتي خلک هغه دې چې مینې او سولې ته کار کوي، نور سره نږدې کوي او کرکې له منځه وړي. او څوک چې نفرتونو، جنجالونو او شخړو ته کار کوي او خلک سره اخته کوي او لېري کوي، هغوی د الله په نزد ترټولو سپک مخلوق دی، ځکه به د جهنم په بېخ کې پراته وي. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ [النساء:145].

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک