پر امام شافعي د تهمت کیسه
یو وخت امام الشافعي رحمه الله د خپلوشاګردانوپه منځ کې ناست و، یوه ځوانه مېرمن ورته راغله او ورته ویې ویل : اې د شپې زاني او د ورځې واعظ شیخه ...!
د امام شاګردان هک حیران شول چې دا څه کیسه ده! امام الشافعي خپلو شاګردانو ته وویل : ما د خورما په څېر وشمېرئ، چی د کار شی یې خوړل کیژي او بېکاره یې غورځول کیژي . د امام د شاګردانو حیرانتیا اوغوسه زیاتیدله، په دې وخت کې یوکس راغی اوښځې ته یې وویل چې کور دې اور واخیست . امام رحمه الله سره له شاګردانو ټول د ښځې د کور پر لور روان شول . هلته چې ورغلل د ښڅې واړه زامن په اور کې ایسار وو . امام الشافعي پخپله د اور له منځه ماشومان را وایستل اوخبره په خیر ختمه شوه . په دې سره ښځې د خلکو په منځ کې اعتراف وکړ چې یهودو پیسې ورکړې وې چې امام الشافعي د خپلو شاګردانو په منځ کې وشرموي.
امام الشافعي رحمه الله ته خپلو شاګردانو وویل چې تا د خپل ځان دفاع ولې نه کوله ؟ ده ورته وویل : که ما هر څومره د ځان دفاع کړې وی تاسو به په دوو ډلو وېشل شوي وی ، یوې ډلې به زما خبر منلې وه او بلې به نه منله او چې زما خبر یې منلې وی د هغو په زړونو کې به هم شک و. نو موضوع مې الله تعالی ته وسپارله . رښتیا هم الله جل جلاله ښه کار جوړوونکی او هغه د هر چا کافی دی.
هر وخت د علماوو او دین د نماینده ګانو پر خلاف د کفر او نفاق له ادرسونو د هغوی د بدنامولو هڅې او کوښښونه کیږي، څرنګه چې علماء د انبیاوو وارثان او د دین نماینده ګان دي، نو د مختلفو وجوهاتو له امله د کفر او نفاق له خوا بریدونه لومړی پر اسلام نه بلکې د اسلام پر نماینده ګانو کیږي ، هغوی اصلا په دې توګه پر اسلام د برید پیل کوي ، وروسته د اسلام په نورو برخو بریدونه کوي، موجوده وخت کې د استشراق او سیکولریزم له ادرسونو هم لومړی برید پر علماوو وي، دویم ګام نور څه وي. الله رب العلمین دې علماء داسې وساتي لکه امام الشافعې رحمه الله یې چې د یهودو له تور او تهمته وژغوره.
