No-IMG

نۀ راځې...

چېرته لرې تللی یې ، موده وشوه چې نۀ راځې

زه درپسې درشمه که نه ، ووایه تۀ راځې

ستا خو په سینه کې کاڼی زړه ؤ، چېرته لاړ وې چې

بېرته اوښکې سترګې او په زړه اوبۀ، اوبۀ راځې

څنګه د چا یاده ، خیر خو دی، وخت دې بدل نۀ دی؟

مخکې بۀ ماښام راتللې ، اوس پۀ لمر خاتۀ راځې

ولې زَړَه مینه راسره هغسې نۀ پالې؟

ولې مې اوس خیال ته د چا خیاله زړۀ نا زړۀ راځې

بیا بۀ مې په هیلو را پرېوتي دېوالونه وي

بیا بۀ مې د زړۀ دکنډر ، وران کلي ته څۀ راځې؟!

وه زما د شعر ښاپېرۍ دا دې ونۀ ویل !

تۀ لۀ کوم مالت،لۀ کوم ټبر، لۀ کوم کالۀ راځې؟؟؟

څومره مې چې تۀ له پامه غورځوې او بد دې شم

هومره مې بس تۀ مغرور اشنا لۀ پامه ښۀ راځې

شین له خندا سپین کوچیه لاړ شي، خو ماښام بېرته

بیا ځولۍ،ځولۍ ستړی، ستومانه له راغۀ راځې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک