خو...
هغه چم دی او کورونه پکې شته خو...
کوڅې شته دی او ستا پلونه پکې شته خو...
تۀ خو نۀ یې ستا همزولي پر مخ راشي
ستا څۀ نښې او یادونه پکې شته خو...
اشنا دا بۀ سره ګالو دا بۀ پالو
اشنا ژوند دی، بس غمونه پکې شته خو...
نۀ مستې،نۀ پکې شور، نۀ پکې زور شته
سینه شته او پرهرونه پکې شته خو...
چې پوره بۀ شي کۀ نه؛ سودا مې واخلي
زړۀ مې مات او ارمانونه پکې شته خو...
د شعرونو د لفظو رنګ دې پیکه دی
د دردونو انځورونه پکې شته خو...
ارمانونه چې مې ګل ارمان ته رسي
سپین کوچیه شته، وختونه پکې شته خو...
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
