که یاد دې شي...!
هسې به له ځان سره غوسه ومه، که یاد دې شي
تانه بۀ په نۀ خبر خفه ومه، که یاد دې شي
هر چا به ویل ګوره، بېګا دې بیا ژړلي دي
درد سره دې پاتې یوه شپه ومه، که یاد دې شي
غمه ته په ما ځکه مئین یې له مودو نه چې
زه مې په همزولو کې ښائیسته ومه، که یاد دې شي
څنګه دې له اوښکو راته غبرګې سترګې ډکې شوې
زه د چا د ستړي ژوند کیسه ومه، که یاد دې شي
بیا هسې خوږه ټالۍ، خوب رانکړه په ناسته چې
مورې ستا ترڅنګ چې اموخته ومه، که یاد دې شي
ته مې هم تر څنګه ساه نیولی راغلې کیناستې
زۀ هم نا بلد چاته دمه ومه، که یاد دې شي
ستا تصویر مې تاته ، ځکه روغ ښکاره کوی نه شو
زه په زړۀ کې ماته آئینه ومه، که یاد دې شي
را بۀ غلم کوچی، ځولۍ،ځولۍ بۀ ماښام پرېوتم
ستا د زړۀ راغۀ کې چې خیمه ومه، که یاد دې شي
