نۀ ځم...
ستا د وران چم د کوڅو پۀ لاره نۀ ځم
د را ملاستو دېوالو پۀ لاره نۀ ځم
نه، نه بیا راباندې لار کې څۀ چل کیږي
ستا د یاد د ماښامو پۀ لاره نۀ ځم
چې لۀ نازه مې سلام، سترګو کې اخلي
موده وشوه د هغو پۀ لاره نۀ ځم
نه،نه ستون شه کنه، نور راسره مۀ ځه
نه، نو ځانته به تر څوو پۀ لاره نۀ ځم؟
تا چې و ډار کړم، چې پښې دې ماتومه
سپین کوچي سره اوس هوو، پۀ لاره نۀ ځم!
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
