No-IMG

زما وطنه !

زما وطنه د بلوسګرو په بټۍ کې پروت يې

نينه نينه وريته وريته شوې په تبۍ کې پروت يې

د چا خاطر درباندې دروند نه شولو ګوري درته

څه دبې رحمه بې وجدانو په زندۍ کې پروت يې

پردي لا څوک دي چې به ستا لاسونه پښې وتړي

ته خو مړژواندی دخپلوانو په خپلوۍ کې پروت يې        

نه دې پخپله جوړوي او نه دې بل ته پرېږدي

نن دا د څرنګه دوستانو په دوستۍ کې پروت يې

څوک دې آرام ته نه پرېږدي هر دم شهيد وطنه

دير غلګرو شريرانو په سیالۍ کې پروت يې

چا چې پر تا لاس اوچت کړی بيا يې خیر نشته دی

لکه اغزی د هر خوړونکي په مرۍ کې پروت يې

که ( شپږ مرغومي) په (پنځلس تلو) دروند و خېژي

سپک د ( اوو ۔ اتو ۔ غوايانو ) په لکۍ کې پروت يې

چا هضم کړې نه ده دا خاوره تاریخ ګواه دی

لکه د دار رسۍ د هر پردي غړۍ کې پروت يې

د ( توره کي ) وطنه رب دې ټول بچي هوښيار کړه

چې د پرون غوندې سر لوړی په نړۍ کې پروت يې

6 مرغومې = د جدي 6 د روسانو ير غل

15 تلې = د ميزان 15 د امریکايانو يرغل

7 ۔ 8 ۔  غوايان = د ثور کر غېړنو ته اشارې ۔

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک