تولستوى د روسيې د خلکو د ژوند او د دوى ترمنځ د اړيکو په انځورولو کې تکړه ليکوال
کېدای شي په لومړيو کې دا فکر وکړئ چې په عکس کې ښکارېدونکی بوډا سړی به يو بې کوره او بې اوره ، سوالګر او دروېزګر وي ، خو دا سړی د نړۍ د ټول وخت يو تکړه او د لومړۍ درجې ليکوال لئو تولستوی دی چې په خپل وخت کې د روسيې يو شتمن سړی و، نوموړي ډېر ساده ژوند کړی او خپلې ځمکې او شته یې خپلو کارګرانو ته وربښلي وو.
مشهور اثار یې پښتو ته استاد لطيف بهاند ژباړلي چې جګړه او سوله او اناکارينينا دي. نور هم ډېر اثار لري.
عکس: ۱۸۸۶ زېږدي کال تولستوی له ماسکو څخه د سفر پرمهال.
لاندې يې لنډ ژوند ليک دی چې لس کاله پخوا مې په ۲۰۰۷ زېږدي کې ليکلی و، او اوس مې کمپيوټرکې راپيدا کړ.
وتلى او مشهور روسى ليکوال لئونيکولايويچ تولستوى د ۱۸۲۸ زېږدي کال د سپتمبر په نهمه نېټه د روسيې د تولا اوبلاسټ په ايالت کې وزېږيد. په کمکي توب کې د مور او پلار له سيوري بې برخې شو. نو خپلوانو او دوستانو يې پالنه په غاړه واخيسته او وروسته يانې په شپاړس کلنۍ يې د کازان په پوهنتون کې خپل نوم وليکه. له درېو کلونو زده کړې وروسته يې پوهنتون پرېښود او مطالعې ته يې مخه کړه. له مالي لحاظه يې وضعه ښه وه له پلار څخه يې ډېر شته په ميراث ورپاتې و، نو له همدې امله يې کار کولوته دومره اړتيا نه لرله. همېشه د دهقانانو او کروند ګرو د وضعې څارونکى و. هڅه يې کوله، چې د دوى په اقتصادي او ژوندوني حالت کې ښه والى راولي. وروسته مسکو او پترزبورګ ته ولاړ، او ددې ښارونو په ادبي بنډارونو کې ښه وځلېد. په ۱۸۵۱ زېږدي کال کې يې د قفقاز د قبائيلو په ننګه او ملاتړ له دوى سره په داوطلبانه ډول په جګړوکې ګډون وکړ. او همدا تاوتريخوالى او جګړې ددې لامل شوې، چې زيات کتابونه وليکي. هغه ډېر حساس او پلټونکى انسان ؤ، همېشه يې په (ولې داسې وشول، او که داسې وشول) باندې ژوند تېراوه، له پوښتنو ډک ذهن کې يې ډېرې پوښتنې لرلې، چې د خپل عمر په اوږدو کې د هغو د ځوابولو په لټه کې وو.
تولستوى د روسيې د خلکو د ژوند او د دوى ترمنځ د اړيکو په انځورولو کې ډېر تکړه و. دا نامتو ليکوال په ۱۸۵۷ زېږدي کال له لښکر څخه څنګ ته شو او په سن پترز بورګ کې يې استوګڼه غوره کړه.
په ۱۸۶۲ زېږدي کال کې يې واده وکړ او خپل شاهکار اثر يې په همدې کلونو کې وليکه. ددې وتلي ليکوال او اديب له اثارو څخه جنګ او سوله دى، چې د نړۍ له مشهورو رومانونو او د نړۍ د لسو ښو رومانونو په کتار کې راځي. نور اثار يې، درې مرګه، د يوه لېوني خاطرې، انا کارينينا، دوه سرتېري، شيطان، هنرڅه شى دى، دوزخ هېواد، د وړکوالي پېر، قزاقيان، د پرون تاريخ، د انجيل تفسير، حرص د هلاک کېدو سبب دى، قفقازي بندي، اعتراف او وړکوالي څخه عبارت دي. په اخر کې په ډېره ورک نومۍ سره د ۸۲ کلونو په عمر دغه روسي ليکوال په ۱۹۱۰ زېږدي کال د اوسپنيزې لارې په يوه تم ځاى کې ومړ. دى وايي: نيکي ټول ناوړه شيان په ګونډو کوي، خو پخپله نه مغلوبيږي.
