No-IMG

د وطن غم

د وطن دغم لوی بارمې په سر پروت دی

سورغمی يم خو غبار مې په سر پروت دی

پرڅپاند څپاند سيندو يې نور خړوب دي

ګوټ اوبوته انتظار  مې په سر پروت دی

دغاټول او د نرګس جامونه راکړئ

د مودو مودو خمار مې په سر پروت دی

لاس مروړم او د پرون ورځې ارمان کړم

څه وم څه شوم تش يادګار مې په سر پروت دی

زه ويده يم ۔ته ويده يې خو نور ويښ دي

د پردو چې اختيار مې په سر پروت دی

د ړندو ۔ کڼو ۔ شلیانو او ګونګيانو      

په مالت کې يم  لوی کار مې په سر پروت دی

د لعلونو خزانه افغانستان يم             

ښه راګوره تور ښامار مې په سر پروت دی

هغې دغې پسې شاته شاته تلو کې     

خړپړ ښکارم ګرد د لار مې په سر پروت دی

د تکبير ملکوتي غږ به مې واورې      

د نيکونو افتخار مې په سر پروت دی

(  توره کی ) يم څپوټواله عرب نه يم   

مسنونه ښکلی دستار مې په سر پروت دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک