شعر و ادب

آزادي

د آزاد ژوندون نعمته د هېواد غېږې ته راشه د الله لويه رحمته د هېواد غېږې ته راشه چې دې واک اختياردبل وي له دې ژونده خومرګ ښه دی د خپلواک ژوندون عزته د هېواد غېږې ته راشه زرکلن عمر به څه کړې چې تړلی په ځنځیر وې غلامۍ ته ورکړه لته د هېواد غېږې ته راشه د وړو وړو خدايانو بنده ګي له مونږه نه شي ای د يو رب سعادته د هېواد غېږې ته راشه د سپين غر له لوړې څوکې د پامير تر اوچت بامه د مسلم امت عظمته د هېواد غېږې ته راشه لږ په سد شه لږ په خود شه خپل ځان بیا وښايه څوک يې ای د ستر ابدال شوکته د هېواد غېږې ته راشه لکه تاک د بل پر وليو تکيه مه شه تر آخره دافغان ولس همته د هېواد غېږې ته راشه د خيرات دا...
نور ولوله

جنګ نه غواړو

جنګ دې ورك شي تباهي راولي كركه نفرت او جدايي راولي جګړه په كور كلۍ هيواد كې آخر خلكو ترمنځ عداوت او رسوايى راولي سوله د خير و ښېګنې شعار زمونږه ځكه د زړونو ترمنځ هوسايي راولي سوله په كور كلۍ او هيواد دننه ستر نعمت دى چې آرامي راولي سوله ولس لره آرمان، جګړه دې بند شئ ځكه خو جنګ هلاكت او بدبختي راولي سوله امنيت آرمان، د هر افغان وګړي ځكه خو سوله ترقي او تعالي راولي كاكړ پيام تل د سولي امنيت غږه وي ځكه خو جنګ پيام د بربادي راولي ...
نور ولوله

دوړېدلي ګلان

چې ستا په مبارکو لاسو کوم ګلان زرغون شي ولس پرې خجالته ملامته سرنګون شي بې فکره او بې سوچه بې خلتې هر ځای ډزېږي هرڅه ترېنه ګډوډشي چې هرچېرته يې ګډون شي چې خوله کړي کله خلاصه له پخې نه شي خامې ته ګړبا شي او لړزا شي حالات سم دلېونتون شي يو کس کړئ مقرر چې لازم وخت کې پړی کش کړي بريکونه بيا کار نه کوي چې کوم خوا ته يې يون شي دا خپل سلاکاران په ډله ولېږه زندان ته بایللی حیثیت دې ګوندې بیا بېرته راستون شي بد نامه دې ملاله دميوند کړه په جهان کې ستا ارګ دې چې کارونه يې د سپينې خولې په شتون شي له مخې د کاغذ چې په لوستلو کې بندېږي پښتو به کوي څنګه چې تش نوم يې د پښتون شي خپسه دې د سر دپاسه ناس...
نور ولوله

راحت اندورى يوازې د هندوستان نه بلکې د نړۍ په کچه د اردو ژبې ستر شاعر وو

سرحدونه ، رنگ،نسل او ژبه هيڅکله د استعداد او فن مانع نشي گرځيدلې؛ د فن او استعداد خاوندان د نړۍ په هر کونج کي د خپل فن او استعداد له برکته  مېنوال پيدا کوي. راحت اندورى يوازې د هندوستان نه بلکې د نړۍ په کچه د اردو ژبې ستر شاعر وو؛ شعر ليکلو او ويلو ځانگړى سبک او انداز ئې درلود.؛ زما ئې دواړه ډير خوښ وو. فکر کوم دوه ځله کپل شرما شو کي مېلمه شوې وو او دواړه ځله ئې يادگاري شوگانې ثبت کړى وي؛ چي هره يوه به ئې ما څو څو ځله کتلي وي او لا ارزي. نن بيچاره د کرونا له وجې وفات شو، خداى دې وبښي. کرونا په تلو تلو کي هم ډير د کار خلک واخيستل...  راحت اندوري اصلاً په قوم عرب (قريش) وو او د اردو ژبې يوازې شاعر نه وو بلکې( اردو ژ...
نور ولوله

بابري شهيد جومات

دبابري شهيد جومات تپوس چا ونه کړلو (مودي) بامبړ ته چا تريخ لفظ هم ونه ويلو ای دکعبې او مدينې واکداره وايه کنه په غبرګو ړونده دغه ظلم دې ونه کتلو ؟ ای د (ازهر) د مدرسې لوی خېټه پاله مفتي تا د جومات د ړنګېدو آواز وانه ورېدلو ؟ (آيا صوفيا) چې شو جومات۔ ډېر ورته وغپېدې جومات مندر چې شو هډوکی تاکې ونښتلو ای د څلور پنځوس ملکونو بوسلمان واکمنو ننګ او غیرت مو له کوپړيو ولې ووتلو ؟ ټول زهر وخورئ چې دعمر له عذابه خلاص شئ خپل آخرت خو مو په لوي نجاست ولړلو بل (معتصم) (ابن قاسم) در په کې نه شو پيدا د(ناهيد) خور له سر پړونی (داهر) واخيستلو ای د (محمود غزنوي) په دين ميينو بچو بل(سومنات) پ...
نور ولوله

شاهین نظر

شاهین نظر دې زلزلې په هر پرنګ راوړي ستا قربانۍ به عاقبت د فتحې رنګ راوړي چې د ملالې تاریخ بیا ببا تکراریږي په کې مؤمن زلمي دې سر آسمانه پورې د نګ راوړي د (برایډن )او (ګروموف )تاریخ لیکلی پروت دی څنګه به نه تښتي،ځوانان چې پرې غور ځنګ راوړي شیر شاه سوري او خوشحال خان زامن دې شته وطنه له کټه پرېوزي چې پرې باد د تورې شرنګ راوړي چې د غلیم شوبلو جهازونو سره غېږې نیسي د آزادۍ ناوې به هغه تر پالنګ راوړي د وطن پېغلې مې نکریزې په لاسونو نه ږدي خپل سپین لاسونه د غلیم په وینو رنګ راوړي مکار د ښمن د عدالت او آرامۍ په نا مه زمونږ کورونو ته غمونه راوړي جنګ راوړي چې حاکمیت له امت وتروړي غلام یې جوړ ...
نور ولوله

په نصاب کې اصلاحات

(الف) (الله) وو د (الف) نه مو انار جوړکړلو (ج)هم جهاد وو تاسو (ج) څخه جوار جوړ کړلو په يو الله باور لرل افراطيت راولي ستا ستراتيژيک انسټيټيوټ دغه انکار جوړکړلو (ټ) هم ټوپک وو له وطن به پرې دفاع کېدله تاسو له (ټ) نه راته ټال د لوړ چينار جوړکړلو حمد اوهم نعت دې له درسي کتابووويستل شي وطندوستي ۔حق پرستي دې عبث کار جوړ کړلو ملي سرود نه د ( وطن) او( الله )نوم وباسئ د ترقۍ او مدنيت مو دا معيار جوړ کړلو تاسو دښځو د حقوق او آزادۍ په نامه دبې شرمۍ ۔ بې حيايۍ لوی کاروبار جوړکړلو تاسې سلګونه بې تهذیبه رسنۍ جوړې کړې دبې لارۍ او د ډمتوب مو لوی بازار جوړ کړلو کال کې سلګونه ډمان ډمې جوړوئ وطن کې...
نور ولوله

د ميوند غزا د تلين په مناسبت

فضل مولا توره کی   میوندي بيرغونه   بیا په میوند کې بیرغونه رپول دي په کار بیا ایوبي زلمي له خوبه پاڅول دي په کار دوطن دښتې انتظار کړي د ملالو پېغلو بیا غلیمان پخپلو وینو لمبول دي په کار بیا د وطن د مور له سره ټیکری وغورځېده بیا د تیري لاس له اوږې نه غوڅول دي په کار راځئ چېم بیا پسې راوخلو د پلرونو تورې د مکناټن بچی له ملک نه بیا ویستل دي په کار راځئ چې بیا کړو صلیب مات په پولادینو مټو د ایوبي حماسه بیا ژوندي کول دي په کار بیا راته چم کې غلیمان په هسکه غاړه ګرځي دا ورمېږونه پر بېخونو ماتول دي په کار دغه بې خونده کُرت ولله که په خوړلو ارزي له پچ...
نور ولوله

ورکې سجدې - فضل مولا توره کی

د صوفیا ښکلي مسجدکې راپيدا ورکې سجدې شوې داسلام د دښمنانو په زړو بلې سرې لمبې شوې د فاتح يادګار تازه شو دطغرل ارواح شوه ښاده دغازي عثمان په لاس بيادجهاد تورې تېرې شوې بیا خپ شوو اذانونو انګازې پر افق وکړې بيا پر کور د شیطانانو زلزلې شوې غلبلې شوې دامت هېرشوي برم بيا له خاورو سر اوچت کړو پرصلیب باندې بیا ځکه دذلت څپې خورې شوې د اقصیٰ د فتحې زېری به له ځانه سره راوړي راښکاره دې بیاجهان ته آسمان څکې منارې شوې دتوحيدله اوچت بانګ دې دطاغوت ماڼۍلړزېږي پرمسکواوواشنګټن بيارڼاورځې تورې شپې شوې چې تش نوم دې راپه يادکړم سترګې ډکې شي له اوښکو اندلسه! ستا په غېږکې رانه ورکې څوقصې شوې قرطبه اوغرنا...
نور ولوله

د ښځو مشري - فضل مولا توره کی

ښځه دې مشره کړه مړونو ته دې کار وکتو وزګار سړو ته دې کورونو کې روزګار وکتو جارو کول لوښي مينځل نور د سړيو کارشو کالي مينځل اوتو کول دې لا پرې بار وکتو وړۀ دې د شپې اغږي۔ ډوډۍ دې بيا سهار پخوي په ځنډن چای دې خوار خاوند ته لوی اخطار وکتو سهار چې پاڅي دفتري ښځه له خوبه ځنې وايي سړيه ! څه شوې ماله دې پايزار وکتو ؟ ځان به سینګار کړي ته به وايې چې وادۀ ته درومي دتګ پر وخت که دې ښارو غوندې رفتار وکتو جګ يې بوټونه۔ ببر سر لنډ تنګ پطلون يې پرتن که دې پر لار د لنډغرو لوی قطار وکتو نو بيا به وايې چې لعنت په نارينه و شه ستا چې بر بنډتوب يې ستا لپاره افتخار وکتو تش په نامه يې وي لباس نور بربنډه ګ...
نور ولوله

در رثای شادروان انجنیر صدیق مسلم رحمه الله

خیزد از دل ناله ها بی اختیار در فراق مرشد والا تبار   جای آن باشد که خون گرید سحاب جای آن باشد بنالم زار زار   کاخ علم و دانش و فضل و هنر سرنگون شد از قضای روزگار   انجنر صدیق آن مرد منیر کرده رحلت جانب دارالقرار   مرد مومن مرد سنگر مرد حق واعظ و دعوتگر راه غفار   حزب اسلامی به سان او ندید بخرد و صاحبدل و با افتخار   از جوانی تا دم مرگش گزید سنگر و منبر رضای کردگار   حبس و قید و کنج زندان را خرید تا به دست آرد ظفر روز شمار   بهر دین حق سراسر می ت...
نور ولوله

موډ - فضل مولا توره کی

هلکه ! دادې لا په کوم يو نايي سر جوړ کری ځان نه دې سم د ګلمرجان د کلي خر جوړ کړی در پسي څوک خر ګاډی ونه تړي پام کوه لږ ظالمه ځانته دې په خپله لوی خطر جوړ کړی د سړیتوب ږيره نو داسې وي د خدای لپاره ؟ ښيښه کې وګوره له ځان دې سم جوکر جوړکړی چې سپي دې وګوري کوڅه کې له غصې وغاپي ته لا خوشحاله شې چې ځان دې په هنرجوړکړی د پلار نيکه له نوم نښانه ډې حيا نه راځي په کلي کور کې دې له ځان ډيسکو ډانسرجوړ کړی چې ږیره وخروې په شان د هيجړاګانو ښکارې د ښځو منځ کې دې خپل ځان لکه سوډرجوړکړی بې مغزو سرکله ګلپي کله ټېپر غوندې کړې کله دې چرګ غوندې لکۍ کله قرقر جوړ کړی کله په سر کوې نخرې کله په ږیره نخرې...
نور ولوله

هر څه په کې آزاد دي خو تعليم ور په کې بند دی

هر څه په کې آزاد دي خو تعليم ور په کې بند دی حیرت يم ورته وړی د دچا د فکر گند دی ملت چې له تعليم پوهې ادب ځنې محروم شي انجام يې هلاکت وي لکه لمر غوندې څرگند دی خطر نشته دی چاته په بازار او په دفتر کې پاچا دمکتبونو پوهنتون خطر ته برند دی چې ړوند د قافلې سرکې روان وي خير يې نه وي له ډېرو عاقلانو نقل شوی دغه پند دی مکتب که سوځېدلی ۔ تور دېوال ته به يې کښېني استاد ورته ور پرېږده دشاګرد په مخ کې ژوند دی زېور د علم اغوندي وينا لکه طوطيان کړي خوږې خبرې زده کړي داستاد په خوله کې قند دی چې يو مکتب خلاصېږي ۔ يو زندان به تړل کېږي چې هر بچی عالم شي(توره کيه)ډېر يې خوند دی ...
نور ولوله

بې خيري – فضل مولا توره کی

چې حاکم دملک غدار شي خير يې نشته  که دې ورور شي يا دې پلار شي خیر يې نشته چې د بل په اشارو ټیټ او پاس کېږي که څښتن د ارگ سپېدار شي خير يې نشته بیت المال ۔ د غنيمت مال ورته ښکاري چې کوم ځای کې غل واکدار شي خير يې نشته که سیندونه شي ښوروا او غرونه غوښې چې پیشو پرې څوکیدار شي خير يې نشته چې یې ښځه ۔ بچي بل وطن کې اوسي که هر څومره وفا دار شي خير يې نشته چې د بل ملک تذکره لري په جېب کې که دقام سپه سالار شي خير يې نشته کړوسي به مو هم خلاص له سوده نه شي آی۔ام۔اف۔ نه چې قرضدار شي خير يې نشته خيرات واخلي ستا په نوم خپله يې وخوري غل ډاکو چې دچا يار شي خير يې نشته ښځه خ...
نور ولوله

غزل – پير محمد کاروان

موسم بې مینې دی په موسکو اننګو پسې مرو د خدای محروم یو په هوا او په اوبو پسې مرو د بې کسۍ اوښکې یې بیا اوږده باڼه لمدوي  اخ په باران اخ د غنمو په لشو پسې مرو غربت په مخه کې دیوال دیوال ولاړ دی راته د زیړي لمر سپینې سپوږمۍ په پلوشو پسې مرو د وخت له تبر نه خوندي د نجونو لېچې دې وي نه یې په شرنګ پسې مرو نه یې په بنګړو پسې مرو خویندو یې وې چې د ورور ناوې ته ځونډي جوړوو خو چې لونګ په کې پاسته کړو په شیدو پسې مرو په درست بشر مو زړه سوځېږي خدایه خیر کړې ورته ډېر کړېدلي دي چې ډېر په پښتنو پسې مرو یوې خو وې کاروانه توري دې شه بلې ډیوې په خپل غزل مو رغوه ستا په نغمو پسې مرو ۲۷ جوزا ۱۳۹۹ ه...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک