مونږ د جنګ پلويان نه يو
مونږ د جنګ ميينان نه يو
مونږ د جنګ پلويان نه يو
جګړه مار مو بد ايسېږي
جګړه مار مو نه خوښېږي
جګړه ټوله بدمرغي ده
جګړه ټوله تباهي ده
جګړه کلي ورانول دي
جګړه زړونه ماتول دي
جګړه ځان په اور سېځل دي
جګړه دار ته ورختل دي
جګړه ځان پورې خندل دي
جګړه ځان رسوا کول دي
جګړه ميندې بورول دي
جګړه خويندې ورارول دي
جګړه ښځې کاندي کونډې
چګړه ميندې کاندي شنډې
جګړه ډېر ډېر يتيمان کړي
جګړه ډېر کورونه وران کړي
جګړه ژوند لکه زندان کړي
خلک له ژونده پښېمان کړي
د جګړې تور نوم دې ورک شي
جګړه مار دې هر ځای سپک شي
خو چې غل دې کور ته راشي
او خبره زور ته راشي
واک اختيار درځنې واخلي
کار روزګار درڅنې واخلي
دين ايمان ته دې خطر شي
په زړګي دې ډوب خنجر شي
ننګ غیرت دې په ليلام شي
جوړ پېغور در ته د قام شي
پخپل کور کې شې سوالګری
درد او غم سره ملګری
ستا اقدار شي پښو نه لاندې
وايه ! ژوند به څنګه کاندې
ته نوکر دا دې بادار شي
په هر څه کې دی واکدار شي
دغه وخت کې به ته څه کړې
ځان به ويښ او که ويده کړ
د ايمان غوښتنه څه ده ؟
د وجدان غوښتنه څه ده ؟
چې مجبور يې کړې جګړې ته
(توره کی )لاس کړي وسلې ته
