د کرسمس رخصتي
نور دکرسمس په رخصتي ولاړل مېلې به کوي
خو افغان نوې وسلې واخيستې جګړې به کوي
زمونږ دعقل او تميز اندازه ګوره کنه !
چې د خير کار ته څوک ور ولېږو پلمې به کوي
په شپه به پُل او جوماتونو ته بمونه کېږدي
ورځ کې به دوه غوږونه نیسي او توبې به کوي
لاس يې څنګلو پورې سره دي دخپل قام په وينو
چې ورته ګورې په لومړي صف کې سجدې به کوي
مړي مو ځکه بې کفنه شول تر خاورو لاندې
چې په کفن پسې کس ولېږو نو شپې به کوي
افغانان ځکه همېشه په اوداسه کې ګرځي
چې دلته اوسي پنځه وخته ځنازې به کوي
کار او روزګار ور په کې نيمه پېړۍ سر خوړلی
څوک وزګارېږي نه لر بر کې فاتحې به کوي
چې د کوم قام د ورکېدلو نېټه راشي کله
له دښمنانو سره پټې يارانې به کوي
داور جامې راته اغوستې دي پرديو لاسو
څو مو په تن کې وي سوځېږو او لمبې به کوي
د حریفانو په دروغجنه خندا مه تېروځه
مکار دښمن دی درواغجنې څو وعدې به کوي
دغه پردی ټوپک په لوري د پردو ونیسه
خپل که شهيد کړې د يتيم بچي ښېرې به کوي
اوس يې آبادې د اغيارو په لمسون ورانوي
بيا به پردیو ته کچکول نیسي چندې به کوي
وينه پر وينه وينځل کېږي نه ۔ اوبه په کاردي
آخر به هم کښېني خبرو ته جرګې به کوي
څو موځان نه وي پېژندلی ( توره کيه)اشنا
ټوله دنيا به پر مونږ خاندي مسخرې به کوي
