ليکنې

د بريتانيا نوې لومړۍ وزيره؛ د سياسي او ګوندي تعدد پلوي يم

د بريتانيا نوې لومړۍ وزيره لېز ټروس د محافظه‌کار ګوند Conservatives Party غړو ته په خپله لومړنۍ وينا کې وايي: زه د محافظه‌کار ګوند د نوې مشرې او د بريتانيا د نوې لومړۍ وزيرې په توګه ټاکل شوې يم او دا چې د بريتانيا د محافظه‌کار او د نړۍ د تر ټولو ستر سياسي ګوند غړې يم، د يوې محافظه‌کارې Conservative په توګه به حکومت او د سترې بريتانيا خدمت وکړم. عرض دا دی چې زه شخصاً د سياسي او ګوندي تعدد پلوي يم. يعنې هېڅ حکومت بايد مطلق د يوې ډلې يا يوه ګوند په لاس کې نه وي او هغوی په يوازې ځان د هر څه او هرې پرېکړې اختيار ونه لري. که څه هم زموږ ديني نصوص د ولي الأمر يا په نننۍ اصلاح د ولسمشر يا لومړي وزير ...
نور ولوله

توماس اډیسن د یوې اتلې مور له امله هغه د پیړۍ نابغه شو

اډیسون اته کلن و، له مکتب نه کور ته خفه راستون شو!معلم یې یو یادښت ورکړی و چې مور ته یې وسپاري. مور یې  نانسي إليوت (1810-1871)، د زوی تر مخ ولوست. له مور نه یې پوښتنه وکړه څه په کې دی؟" نانسي خپل زوی ته خط له اوښکو سره ولوست: "زوی دې نابغه دی، دا مکتب د ده لپاره نه ښایي، موږ سره تکړه معلمان نشته چې درس ورکړي..مهرباني وکړه کور کې درس ورکړه...". نانسي په غېږه کې ونیوه، ورته یې وویل، اندیښنه مه کوه، له همدغې شیبې څخه یې د اډیسن زدکړې ته خپله اوږه ورکړه. مور یې په خپل تصمیم کې تېر نه وته، اډیسن په 15 کلنۍ کې د تلګراف متخصص شو....
نور ولوله

ولي په تیرو شلو کالو کې موږ ونه توانیدو چې د روغتیا سکتور په پښو ودرو

یوه خبره چې د تأمل وړ ده، هغه دا ده چې ولي په تیرو شلو کالو کې موږ ونه توانیدو چې د روغتیا سکتور په پښو ودرو. هر کال د افغانستان ناروغانو تقریباً ۵۰۰ میلیونه ډالر په نورو هیوادونو کې په پوره سرګردانۍ سره په خپل علاج مصرف کړي. تر اخره د بې کیفیته درملو د واردولو مخه ونه نیول شوه. دا تراوسه څرګنده نده چې د ټیټ کیفیت لرونکو او تاریخ تیره درملو څومره افغانان وژلي او یا یې په نورو ناروغیو اخته کړي. د میلیاردونو ډالرو او د نړیوالو ادارو د تخنیکي مرستې سره ولي زموږ ناروغان په نورو هیوادونو کې معالجه کیدل؟ د خوړو او درملو ادارې په خپل کلني راپور کې وویلي چې په تیر حکومت کې د درملو واردونکو او حکومتي چارواکو د افغانانو سره ستر خیانت کړی، د مالي فساد له ام...
نور ولوله

تاریخ تکرار میشود؟

شباهتی عجیبی میان روزها وسالهای اول انقلاب جمهوری اسلامی ایران و روزها وماه های خبر ساز کشور ما میبینم. در اوائل انقلاب ایران کسانی چون آیت الله طالقانی، علاّمه مرتضی مطهری،آیت الله بهشتی و چندین تن دیگر در انفجارهای کشته شدند در محراب کشته شدند،کسانی چون علی شریعتی قبل ازان ترور شدند، صداهای خاموش شدند ومیدان برای صداهای محدودی ماند، و ایران وارد فاز جدید درگیری و تصفیهء عناصر آگاه و ماجراها وجنگهای فرامرزی شد و شادی کنندگان حزب توده ومجاهدین خلق وشاهیان ایران آواره وافسرده یا تجارت پیشه از طریق فروش اندیشه در هر دشت وبیشهء خارج بسر میبرند. قطعا منظورم مقایسهء همه جانبه میان ایران وافغانستان نیست، معلوم دار است ایران در پهنهء روحانیونی که کشته شدند،روحانی...
نور ولوله

د افغانستان موقعیت د نړیوالو لپاره یو مهم نظامي او ستراتیژیک مورچل دی

د افغانستان موقعیت د نړیوالو لپاره یو مهم نظامي او ستراتیژیک مورچل دی. نړېوال هیڅکله د دې علاقه نه لري چې افغانستان یو پرمختللی او خپلواک هیواد واوسي. که څوک دا تمه او تواقع لري چې ګواکې دا هیواد به موږ ته بهرنیان جوړ کړي؟ دا به هسې یوه لویه تیروتنه وي او دا د ملت د وخت ضایع کولو په معنا ده؛ ترڅو چې افغانان په خپلو کې لاس په کار نه شي، تر هغه به د بهرنیانو د توطئو ښکار وي. د هیواد جوړول یوازې د افغانانو مسؤلیت دی، نه د بهرنيانو! ...
نور ولوله

حکمتيار: له ظلم به ځان ساتو؛ اسلام هر ظلم تحريم كړى، مسلمان نه ظالم وي؛ نه ظلم ته سر ټيټوي

كوم آيت چي ما د خطبې په پيل كي تلاوت كړ؛ ترجمه ئې دا ده: فَٱسۡتَقِمۡ كَمَآ أُمِرۡتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطۡغَوۡاْۚ إِنَّهُۥ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ ١١٢ وَلَا تَرۡكَنُوٓاْ إِلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنۡ أَوۡلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ١١٣    هود 112- 113 نو هم ته (اې پيغمبره) همغسي استقامت وكړه لكه چي گمارل شوى يې او هم هغه چي له تا سره ئې يو ځاى (خپل رب ته) مخه كړې، او سرغړاوى مه كوئ؛ يقيناً چي دى د هغه څه ښه ليدونكى دئ چي تاسو ئې كوئ؛ او د ظالمانو په لوري تمايل مه كوئ كه نه نو په اور به اخته شئ؛ په داسي حال كي چي له الله پرته هيڅ اولياء نه لرئ؛ بيا به مو هيڅوك مرسته ونه كړى شي. دلته پيغمب...
نور ولوله

حکمتيار: ډېرو د افغانستان د قيمتي معادنو د تصرف لپاره ئې خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي

اصلي ستونزه دا ده چي ډېرو د افغانستان شتمنيو ته سترگي نيولې؛ د قيمتي معادنو د تصرف لپاره ئې خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي او نيابتي جگړه ئې پر افغانانو تپلې. آبله ورځ د امریکا يوه تحقیقاتي انسټیټیوټ؛ د بروکنگز په نامه؛ د يوې غونډي په ترڅ كي وويل: چین د امریکا له وتلو وروسته د پانگوني په بهانه د افغانستان د درې ټریلیون ډالري لیتیم معادنو باندي ورو ورو خېټه اچوي!! د نوموړي انسټيټوټ ادعاء ښيي چي د غربي ځواكونو او د دوى د أذيالو او أذنابو ستونزه دغه معادن او د افغانستان حساس سټراټيژيك موقعيت دئ؛ ديموكراسي، جمهوريت، مدني حقوق، د تروريزم خلاف جنگ او دې ته ورته شعارونه هسي غولوونكي شعارونه دي چي پر ماهيت ئې افغانان تر بل هر چا زيات پوهېږي. ...
نور ولوله

حکمتيار: اشغالگران ووتل، خپله جگړه ئې پاى ته نه ده رسولې او له تېري ئې لاس نه دئ اخيستى

اشغالگران ووتل خو گواښونه ئې لا دوام لري، خپله جگړه ئې پاى ته نه ده رسولې او له تېري ئې لاس نه دئ اخيستى. پرون د امريكا دفاع وزارت (پنتاگون) وويل: افغانستان مو تر نظارت لاندي دئ او د تروريستانو ځواب به وركوو!! دا په داسي حال كي چي نن په افغانستان كي د هغو تروريستي ډلو %2 سلنه هم نشته او فعال حضور نه لري چي د اشغال په دوران كي ئې حضور ډېر څركند او فعال وو؛ دا ډلي له امريكايانو سره راغلې او له دوى سره يو ځاى له افغانستان ووتلې!! په تېرو شلو كلونو كي د داسي خونړيو پېښو شاهد وو چي د افغانستان په تاريخ كي مو هيڅكله نه وې لېدلې، په جوماتونو كي خونړۍ چاودني، پر كورونو بريدونه، د جهادي شخصيتونو او علماءو مسلسل او هدفي ترورونه، په غونډو، د غم او ښادي محفلونو، حتىّٰ د جنازې لمونځونو كي چاودني كېدې...
نور ولوله

شهید مجیب الرحمن انصاري د الله د لاري یو فعال او رښتینی داعي وو

په اسلامي امت کې لوی شحصیتونه او د اسلام خلیفه د لمانځه او د قرآن تلاوت د ادا کولو په مهال د محراب او د حق په ممبر کې د کفارو په لاس شهیدان شوي دي. له بده مرغه څوارلس سوه کاله کیږي چې د مسلمانانو لوی شخصیتونو ډیر په مهارت شکل ترور شوي او تراوسه دوام لري. شهید مجیب الرحمن انصاري رحمه الله، د الله د لاري یو فعال او رښتینی داعي وو، د حق دعوت يې کاوه. په داسي حال کي شهید شو چي د جمعې فرض لمونځ یې ادا کاوه. دا منو چې مرګ هر انسان ته به خپل وخت راځي، هر څوک به د مرګ خوند څکي (كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ) خو افسوس په هغه افغانانو چې د یو مؤمن مسلمان او افغان عالم په وژلو باندې دومره خوشحالي کوي چې د اسلام او افغانیت په چوکا...
نور ولوله

د لوړو زده کړو د ښاغلي وزیر صاحب د پام وړ! - دوهمه برخه

ګرانه او قدرمنه وزیر صاحب! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي چې روغ او جوړ وې. غواړم، چې په دویمه برخه کې لاندې ټکي د ستاسې قدرمن حضور ته وړاندې کړم. ۷- د انګلستان په پوهنتونو کې د کلني امتحان د سوالونو جوړول ډېر وخت نيسي، او هغه څو مرحلې لري چې په لاندې ډول سره وړاندې کيږي: الف - د امتحان په پارچه کې شاګردانو ته لازمه رهنمایي، او تعين شوی وخت په واضح توګه ليکل کيږي. د مضمون استاد د سوالونو بشپړ حل هم ترتيب کوي، او بیا هغه يوه بل هم مسلکي استاد ته د کتنې، او هراړخيزه نظر د څرګندولو دپاره ورکوي۰ کله چې دواړه است...
نور ولوله

دعلماوو د قتلونو لړۍ بلا توقف روانه ده

مولانا عبد الصبور عباسي   انالله وانا الیه راجعون حضرت مولانا محیب الرحمن انصاري صیب د یو انفجار په وسیله شهید وګرځول شو، الله د ورته مغفرت په برخه کړي،کورنۍ او دوستانو ته د الله صبرجمیل او اجر عظیم په برخه کړي. مولانا یو جرئت مند،غیرتي او په دین دردېدونکی عالم و. زما ورسره ملاقاتونه کېدل،ډېر حیا ناک، او عزت مند انسان و. ډېر ښه مدارس یې لرل،هم د هلکانو لپاره هم د جینکو لپاره. د مولانا مواقفو سره اختلاف کېدای شي، انسان و ، تېروتنې به یې هم لرلې،خو دغه رنګ خلک ټولنه کې برکت وي، د وحدت باعث ګرځېدای، شي، د اجتماعي مشکلاتو حل کې مرسته ...
نور ولوله

له هیواده افغانان ولې، څنګه او چا تيښتې ته مجبور کړل؟

حقیقت دا دی چې هغه حکومتونه او نظامونه چې د پردېو په شتون کې ایجاد شوي او د دوی په لاس روزل شوي اشخاص په ملت باندې په زور تپل شوي اوسي، نو تر څو چې دوی له تور برخلیک سره مخ شوي نه وي، نه خپل ځان ملامتوي، او نه ئې د خپلو بادارانو د شومو اهدافو په اړه د ویلو جرائت او جسارت ممکن دی. بلکې د خپلو بادارانو د خيال ساتلو په خاطر حتی ډیر په ټيټو سترګو ټوله پړه یوازې د ملت په اوږو اچوي. له بده مرغه د هیواد نه د افغانانو فرار او د تيښتې لړۍ د جمهوریت د (اشرف غني) په واکمنۍ کې پیل شوې او تراوسه پورې دوام لري، او ګاونډي هیوادنه ترې ډک دي. د افغانستان تعلیم یافته روشنفکره ځوان قشر چې کله د “اشرف غني” په دروغجنو شعارونو اعتماد او ملاتړ وکړو، نو متاسفانه ښاغلي اشرف غني د ځوانانو له پاکو احسا...
نور ولوله

دا ځلي خير شو ، خو ...

دوکتور عمر عماد   د افک په پيښه کي پوره يوه مياشت مسلمانان سخت وکړيدل تر څو چه د ام المؤمنين د براءت ايتونه نازل شول ، چه د هغي په ترڅ کي يو دغه ايت شريف وو( لا تحسبوه شرا لکم بل هو خير لکم) ځان ته يي شر مه بولئ ، بلکه هغه ستاسي لپاره خير دي. دغه زلزله خو دا ځل الحمد لله په خير تيره، او دغه خامه دسيسه شنډه شوه ، خو ډير درسونه پکي نغښتي دي، په سر کي يي دا چه نطام د هغه خورا بي ننګه دښمن سره لاس او ګريوان دي چه له هيڅ شي هم دريغ نه کوي. نو اوس بايد د قدرت او دبدبي په نشه او مستئ کي ډوب په هوش راشي ، او پدي پوه شي چه دا چنار چنار ځوانئ ددي لپاره خاوري او سکروټي نشوي چه څوک دي مزي او چړچي وکړي......
نور ولوله

لمسونې - ډاکتر مهاتیر محمد

۲ سپتامبر ۲۰۲۲م زه د دې طرفدار نه یم چې په قضایاؤ عمومي‌ قضاوت وکړم خو په دې برخه کې بې وسه یم، پرته له دې بله لار نه لرم چې عمومي قضاوت وکړم ځکه دغه مشکل عام دی.     زه په دې باور یم چې غربیان د جګړو او د انسانانو وژلو روږدي دي. له زرګونو کلونو تر اوسه داسې کال نه دې تېر شوی چې اروپايي هیوادونو پکې جګړه نه وي‌ کړې. دوی جګړو ته تقدس ورکوي، لمانځي یې، له وحشي قاتلینو قهرمانان جوړوي، هغوی ته رنګونه وربښي، مجسمې یې جوړوي او په ډېر قدر یې درناوی کوي. دوی په نظامي مانورونو جګړو ته تابیاوې نیسي، نوې نوې داسې وسلې جوړوي‌ چې د انسانانو په وژلو کې نوم لري. دوی دي چې وايي (چې سوله غواړئ، جګړو...
نور ولوله

تونس اوسمهال د خپلې دیموکراسۍ (!) په دور کې

کال ۲۰۱۱م کې تونس کې د زین العابدین بن علي پر وړاندې خلک پاسېدل، حکومت یې چپه شو، بن علي سعودي ته وتښتېد او د تونس یو بل دور پیل شو. دغه دور چې د النهضې او نداء تونس تر منځ یوه ګډوله حکومت پیل شو تر ننه سر نه نیسي. د ۲۰۱۱م کال وروسته دا دی ۱۱ کاله وشو د خلکو حالت د زین العابدین له وخته ډېر خراب دی. د سیاسي نظام اصل هدف دا نه دی چې هر پنځه کاله انتخابات وشي تر څو د حکومت په سر کې فرد تبدیل او دهغه پر ځای نوې څېره راوړاندې شي. حکومتونه هله مشروعیت پیدا کوي چې د خپلو خلکو خدمت وکړي. پنځه کاله کې انتخابات مهم نه دي خو پنځه کاله کې اقتصادي، امنیتي او ټولنیز پېشرفت فرض دی. چې څونې انتخابات وي خو چې په اقتصادي پېشرفت نه منتجېږي،...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک