No-IMG

ولي په تیرو شلو کالو کې موږ ونه توانیدو چې د روغتیا سکتور په پښو ودرو

یوه خبره چې د تأمل وړ ده، هغه دا ده چې ولي په تیرو شلو کالو کې موږ ونه توانیدو چې د روغتیا سکتور په پښو ودرو. هر کال د افغانستان ناروغانو تقریباً ۵۰۰ میلیونه ډالر په نورو هیوادونو کې په پوره سرګردانۍ سره په خپل علاج مصرف کړي.

تر اخره د بې کیفیته درملو د واردولو مخه ونه نیول شوه. دا تراوسه څرګنده نده چې د ټیټ کیفیت لرونکو او تاریخ تیره درملو څومره افغانان وژلي او یا یې په نورو ناروغیو اخته کړي.

د میلیاردونو ډالرو او د نړیوالو ادارو د تخنیکي مرستې سره ولي زموږ ناروغان په نورو هیوادونو کې معالجه کیدل؟

د خوړو او درملو ادارې په خپل کلني راپور کې وویلي چې په تیر حکومت کې د درملو واردونکو او حکومتي چارواکو د افغانانو سره ستر خیانت کړی، د مالي فساد له امله یې په قصدي ډول یې د بې کیفیته درملو مخه نه نیوله.

نوموړې ادارې په خپل راپور کې وویلي چې دوي په مرکزي لابراتوار کې د جمهوریت په پرتله ۵ ځلې د درملو ډیر ټیسټونه کړي، او د زیاتو بې کیفیته درملو د واردولو مخه یې نیولي.

له بده مرغه، د درملو واردونکو او خرڅونکو په خپل لاس د ډیرو افغانانو ژوند اخیستی او د نورو وژنکو ناروغیو لامل شوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک