حکمتيار: اشغالگران ووتل، خپله جگړه ئې پاى ته نه ده رسولې او له تېري ئې لاس نه دئ اخيستى
اشغالگران ووتل خو گواښونه ئې لا دوام لري، خپله جگړه ئې پاى ته نه ده رسولې او له تېري ئې لاس نه دئ اخيستى.
پرون د امريكا دفاع وزارت (پنتاگون) وويل: افغانستان مو تر نظارت لاندي دئ او د تروريستانو ځواب به وركوو!! دا په داسي حال كي چي نن په افغانستان كي د هغو تروريستي ډلو %2 سلنه هم نشته او فعال حضور نه لري چي د اشغال په دوران كي ئې حضور ډېر څركند او فعال وو؛ دا ډلي له امريكايانو سره راغلې او له دوى سره يو ځاى له افغانستان ووتلې!! په تېرو شلو كلونو كي د داسي خونړيو پېښو شاهد وو چي د افغانستان په تاريخ كي مو هيڅكله نه وې لېدلې، په جوماتونو كي خونړۍ چاودني، پر كورونو بريدونه، د جهادي شخصيتونو او علماءو مسلسل او هدفي ترورونه، په غونډو، د غم او ښادي محفلونو، حتىّٰ د جنازې لمونځونو كي چاودني كېدې؛ نه د چا سر خوندي وو، نه مال او عزت؛ دلته د گڼ شمېر هېوادونو سرتېرو او استخباراتي شبكو فعال حضور درلود او په خونړي جنگ كي ښكېل وو، شپه او ورځ په عملياتو، وژنو او نيونو مصروف ول، اډې ئې درلودې او په اډو كي خصوصي زندانونه، دلته د بليك واټر په څېر اجير تروريستان هم د افغانانو د وژلو لپاره راغلي وو، شل كاله خونړۍ تپل شوې جگړه وه او په لكونو مظلوم افغانان وژل شوي. بهرنيانو ته دا اختيار وركړى شوى وو چي افغانستان له وېزې او اجازې پرته هر وخت چي وغواړي راتلى او تللى شي؛ په هر ځاى كي اډې جوړولى شي؛ هر مشكوك افغان نيولى او په خپلو خصوصي زندانونو كي؛ دلته او په بهر كي؛ ساتلى او مجازات كولى شي؛ په هر ځاى كي د شپې او ورځي له لوري عمليات كولى شي.
افغانان پوښتي: امريكايي چارواكي د داعش او القاعده نومونه اخلي؛ دغو ډلو په افغانستان كي د امريكا او په امريكا پوري تړلو هېوادو په خلاف څه كړي او امريكا د داعش په ضد په تېرو شلو كلونو او مخصوصاً په تېر يوه كال كي څه كړي؟ آيا له 11 سپتمبر وروسته په ټولي نړۍ كي داسي عمليات شوي چي تور ئې پر كوم افغانستان مېشت جنگيالى لگېدلى وي؟ آيا امريكا په دې اوږدې مودې كي د داعش په ضد څه كړي؟ جنگ يوازي د افغانانو خلاف روان وو او قربانيان ئې يوازي افغانان ول. داعش په افغانستان كي نه دئ زېږېدلى؛ په عراق كي زېږېدلى، له عراق افغانستان ته راانتقال شوى؛ پر عراق د امريكا له بريد وروسته؛ هملته د داعش په نامه يوه ډله وزېږېده.
د چين خارجه وزارت ويلي: اوس په افغانستان كي د تروريستانو شمېر زيات شوى!! هغوى ته وايو: تاسو د ناټو د تېري او شل كلن جنگ په دوران كي دا خبري نه كولې؛ څه شوي چي نن دا خبري كوئ؟ دلته د ناټو 160 زره سرتېري وو؛ د گڼ شمېر هېوادونو استخباراتي شبكې وې؛ هر يوه مزدور جنگيالي او تروريستان درلودل؛ ولي د امريكايانو تر وتلو پوري هيڅكله تاسو داسي اظهارات نه كول؛ افغانان داسي انگېري چي ځيني غواړي د امريكا تش ځاى ډك كړي؛ موږ نه غواړو نور هېوادونه خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي؛ غواړو افغانستان په دې رقابتونو كي بې طرف او مستقل وي او د يوه لپاره د بل خوا ونه نيسي. غواړو د خپلو ملي منافعو او ديني ارزښتونو په رڼا كي مستقل او ناپېيلى خارجي سياست ولرو.
تاجكستان آبله ورځ د افغان مهاجرينو د ايستلو اعلان وكړ او پرون ئې وويل: د مهاجرينو لپاره موقت كمپ جوړوي!! او په دې توگه افغانان له هېواد وتلو ته هڅوي.
ايران وايي: د افغانستان گاونډ هېوادونه امن افغانستان غواړي؛ يعني چي اوس دلته امن نشته!! نه پوهېږو چي د دوى تعبير له امن څه دئ؛ يقيناً چي د امن له پلوه د نن وضعيت له مخكني وضعيت سره ژور توپير لري؛ پرون په ټول افغانستان كي جنگ روان او د لاسپوڅي حكومت جمهور رئيس به ويل چي هره ورځ نږدې درې سوه افغانان وژل كېږي؛ ولي هغه مهال دا خبري نه كېدې؟!!
