توماس اډیسن د یوې اتلې مور له امله هغه د پیړۍ نابغه شو
اډیسون اته کلن و، له مکتب نه کور ته خفه راستون شو!معلم یې یو یادښت ورکړی و چې مور ته یې وسپاري.
مور یې نانسي إليوت (1810-1871)، د زوی تر مخ ولوست.
له مور نه یې پوښتنه وکړه څه په کې دی؟"
نانسي خپل زوی ته خط له اوښکو سره ولوست: "زوی دې نابغه دی، دا مکتب د ده لپاره نه ښایي، موږ سره تکړه معلمان نشته چې درس ورکړي..مهرباني وکړه کور کې درس ورکړه...".
نانسي په غېږه کې ونیوه، ورته یې وویل، اندیښنه مه کوه، له همدغې شیبې څخه یې د اډیسن زدکړې ته خپله اوږه ورکړه.
مور یې په خپل تصمیم کې تېر نه وته، اډیسن په 15 کلنۍ کې د تلګراف متخصص شو.
کلونه وروسته یې مور وفات شوه، په دې وخت کې نو اډیسن په نړیواله کچه مخترع و، هغه یادښت یې پیدا کړ چې معلم یې مور ته رالیږلی و. ویې لوست: "زوی دې رواني ناروغ دی، له دې وروسته مکتب ته د تلو اجازه نه لري".
اډیسن ډېر زیات وژړل، وروسته یې په خپلو یادښتونو کې ولیکل: " توماس اډیسن یو ذهني ناروغ ماشوم و، خو د یوې اتلې مور له امله هغه د پیړۍ نابغه شو ".
