تونس اوسمهال د خپلې دیموکراسۍ (!) په دور کې
کال ۲۰۱۱م کې تونس کې د زین العابدین بن علي پر وړاندې خلک پاسېدل، حکومت یې چپه شو، بن علي سعودي ته وتښتېد او د تونس یو بل دور پیل شو.
دغه دور چې د النهضې او نداء تونس تر منځ یوه ګډوله حکومت پیل شو تر ننه سر نه نیسي. د ۲۰۱۱م کال وروسته دا دی ۱۱ کاله وشو د خلکو حالت د زین العابدین له وخته ډېر خراب دی.
د سیاسي نظام اصل هدف دا نه دی چې هر پنځه کاله انتخابات وشي تر څو د حکومت په سر کې فرد تبدیل او دهغه پر ځای نوې څېره راوړاندې شي. حکومتونه هله مشروعیت پیدا کوي چې د خپلو خلکو خدمت وکړي.
پنځه کاله کې انتخابات مهم نه دي خو پنځه کاله کې اقتصادي، امنیتي او ټولنیز پېشرفت فرض دی. چې څونې انتخابات وي خو چې په اقتصادي پېشرفت نه منتجېږي، هغه انساني تجربې پر ځمکه وله، څه ترې نه جوړېږي.
تونس اوسمهال د خپلې دیموکراسۍ (!) په دور کې؛
» له ۲۰۱۱م تر دې دمه د تونس په اقتصادي وده کې یواځې ۱.۸ فیصده ډېروالی راغلی.
» بېکاري چې ۱۶ فیصده وه اوس ۳۸ فیصده ته رسېدلې ځینو ولایتونو کې له ۴۰ فیصده هم زیاته ده.
» شل کالو کې لومړی ځل دی چې تونسي دینار خپل ارزښت تر اوسني حده کموي.
» د پیسو پړسوب او توکو قیمتونه آسمان سره خبرې کوي.
» تونس هغه هیواد دی چې د پورونو په لست کې دوهم ځای لري.
» تونس سږ کال ۷ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري چې پور وانخلي، د سریلنکا پر برخلیک اخته کېږي.
» کار نسته، معاشات کم دي، د توکو قیمت لوړ دی، تونس IMF ته خوله نیولې.
تحقیق وکړئ د دې ټولې کیسې اصلي لامل سیاسي بې ثباتي ده او سیاسي بې ثباتي د سیاسي نظام له امله ده. دا ځکه چې د تونس په شان ضعیف هیواد چې هلته د سیمې او نړې د زبر ځواکونو لاسونه نښتي، آزاد سستم یو ناکامه تجربه ده.
اوس خلک مري، سیاسیون ورته وايي تاسي پنځه کالو کې یو ځل رایه ورکوئ کنه، نور څه غواړئ؟
د یو هیواد سیاسي نظام له هېڅ ځایه نه کاپی کېږي، هر هغه هیواد چې خپل نظام پخپله، خپلو ظروفو ته برابر جوړوي هېڅکله په لس ورځو کې نه پرځېږي.
