No-IMG

د بريتانيا نوې لومړۍ وزيره؛ د سياسي او ګوندي تعدد پلوي يم

د بريتانيا نوې لومړۍ وزيره لېز ټروس د محافظه‌کار ګوند Conservatives Party غړو ته په خپله لومړنۍ وينا کې وايي:

زه د محافظه‌کار ګوند د نوې مشرې او د بريتانيا د نوې لومړۍ وزيرې په توګه ټاکل شوې يم او دا چې د بريتانيا د محافظه‌کار او د نړۍ د تر ټولو ستر سياسي ګوند غړې يم، د يوې محافظه‌کارې Conservative په توګه به حکومت او د سترې بريتانيا خدمت وکړم.

عرض دا دی چې زه شخصاً د سياسي او ګوندي تعدد پلوي يم. يعنې هېڅ حکومت بايد مطلق د يوې ډلې يا يوه ګوند په لاس کې نه وي او هغوی په يوازې ځان د هر څه او هرې پرېکړې اختيار ونه لري. که څه هم زموږ ديني نصوص د ولي الأمر يا په نننۍ اصلاح د ولسمشر يا لومړي وزير د مشروط اطاعت حکم کوي خو د مشر او حکومتولۍ د بڼې انتخاب يې لومړی د ولس زبده افرادو او ورپسې عام ولس ته پرېښی. البته ديني نصوص او د اسلام تاريخ چې سهي مطالعه شي، د اهل الحل والعقد شورا يا په نننۍ اصطلاح پارلماني نظام د حکومتولۍ غوره بڼه يا ماډل دی او په هغې کې سياسي او ګوندي تعدد يو اصل دی.

هيله ده د وطن اوسني حاکمان نور ځنډ ونکړي او د نظام بڼه، قانون، مشر او راتلونکې مشخص کړي چې له اوسنۍ سياسي انزوا راووځو، له نړۍ سره تعامل پيل کړو او بالآخره د نورې نړۍ د اوسېدونکو په څېر سوکاله روټين ژوند ولرو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک