No-IMG

دا ځلي خير شو ، خو ...

دوکتور عمر عماد

 

د افک په پيښه کي پوره يوه مياشت مسلمانان سخت وکړيدل تر څو چه د ام المؤمنين د براءت ايتونه نازل شول ، چه د هغي په ترڅ کي يو دغه ايت شريف وو( لا تحسبوه شرا لکم بل هو خير لکم) ځان ته يي شر مه بولئ ، بلکه هغه ستاسي لپاره خير دي.

دغه زلزله خو دا ځل الحمد لله په خير تيره، او دغه خامه دسيسه شنډه شوه ، خو ډير درسونه پکي نغښتي دي، په سر کي يي دا چه نطام د هغه خورا بي ننګه دښمن سره لاس او ګريوان دي چه له هيڅ شي هم دريغ نه کوي.

نو اوس بايد د قدرت او دبدبي په نشه او مستئ کي ډوب په هوش راشي ، او پدي پوه شي چه دا چنار چنار ځوانئ ددي لپاره خاوري او سکروټي نشوي چه څوک دي مزي او چړچي وکړي...

 که- خداي مه کړه_ ددغو خاوري ايري شهيدانو د وينو، او د هغوي د ارمان درناوي ونه شي نو هغه ورز ليري نه ده چه په خپلو کړنو پښيمانه شئ ، خو اوبه به له ورخه تيري وي.

پرته له سوچه او پاکي بنده ګئ الله تعالی د هيچا سره بله هيڅ ډول اړيکه نه لري ، او نه څوک د الله تعالی نازولي دي، کله چه ابراهيم عليه السلام ته الله تعالی زيري ورکړ چه زه دي د خلکو لپاره امام ګرزووم، نو ابراهيم عليه السلام هيله وکړه چه دا امامت يي اولادي ته هم انتقال شي ، نو الله تعالی ورته پریکنده ځواب ورکړ چه ظالمان به ځما عهد نه تر لاسه کوي.

هو، که هر څوک د الله تعالی د رښتيني بنده ګئ څخه سرغړونه وکړي نو د الله تعالی د همدي سنت لاندي به راځي چه( لا ينال عهدي الظالمين) او ( من يعمل سوءا يجز به).

نو د عيش او نوش شوقيان بايد خپلو کړنو ته پوره پام او جدي بيا کتنه وکړي، هسي نه چه ددنيا او اخرت رسوايي يي په برخه شي، او د هغوي د شؤم څخه ټول نظام ته ګواښ پيښ شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک