له هیواده افغانان ولې، څنګه او چا تيښتې ته مجبور کړل؟
حقیقت دا دی چې هغه حکومتونه او نظامونه چې د پردېو په شتون کې ایجاد شوي او د دوی په لاس روزل شوي اشخاص په ملت باندې په زور تپل شوي اوسي، نو تر څو چې دوی له تور برخلیک سره مخ شوي نه وي، نه خپل ځان ملامتوي، او نه ئې د خپلو بادارانو د شومو اهدافو په اړه د ویلو جرائت او جسارت ممکن دی. بلکې د خپلو بادارانو د خيال ساتلو په خاطر حتی ډیر په ټيټو سترګو ټوله پړه یوازې د ملت په اوږو اچوي. له بده مرغه د هیواد نه د افغانانو فرار او د تيښتې لړۍ د جمهوریت د (اشرف غني) په واکمنۍ کې پیل شوې او تراوسه پورې دوام لري، او ګاونډي هیوادنه ترې ډک دي.
د افغانستان تعلیم یافته روشنفکره ځوان قشر چې کله د “اشرف غني” په دروغجنو شعارونو اعتماد او ملاتړ وکړو، نو متاسفانه ښاغلي اشرف غني د ځوانانو له پاکو احساساتو سوءاستفاده وکړه، او د خپلې واکمنۍ او د ده په اصطلاح د نیویارک، واشنګټن د امنيت ساتلو او حفاظت لپاره په زرګونو ځوانان يې قرباني کړل. د ده په حکومت کې پرته له جنګ او افغان وژنې نه بل څه نه لیدل کیدل، فساد خیانت، او بداخلاقي خو په نظام او ارګ کې یو عام فرهنګ جوړ شوی و. د جمهوریت په وخت کې د تعلیم یافته ځوانانو د تيښتې يوازينی علت همدا و چې د پردیو هیوادونو د امنيت ساتلو لپاره قرباني او استعمالیدل او بل په نظام کې اکثره د ملت قاتلان او نااهله اشخاص يې حاکمان ګمارلي و. نمایشي او په نوم جمهوریت کې ځوانانو ته هیڅ ارزښت او توجه نه کيده؛ همدا علت و چې د هیواد ځوانان په جمهوریت کې د فساد، بې انصافۍ او بې عدالتۍ له کبله ډیر په ناهیلۍ سره مهاجرت ته اړ شول، له بده مرغه ډیر ځوانان او ماشومان په اوبو کې غرق شول، ځیني په لاره او ځنګلونو کې له ساړه مړه شول. د جمهوریت مامورینو ټولو افغانانو سره یو داسې تاریخي غدر او خیانت وکړو چې هیڅکله د بخښلو نه دي.
نړیوال او د دوې حامیان او پرديپاله جاسوسان له هیواد نه بهر په رسنیو او سوشيل ميډیا کې داسې تبلیغات کوي چې ګواکې افغانان د ا ا ا له حکومت او نظام نه په تيښته دي.
اما دلته حقیقت دا دی چې د ا ا ا له راتګ سره سم ناټو او امریکا د (جمهوریت) مامورینو ته په لوی لاس د فرار او د تیښتې زمینه برابره کړه. هغه چا ته يې د ويزو او د هیواد نه د فرار فرصت برابر کړو چې چا له ناټو او امریکایانو سره دنده کار او خدمت يې کړی و. په ټول هیواد کې د بهر د وتلو اعلانونه يې خپاره کړل. ډیر يې له ځان سره په نظامي طیارو کې يووړل، اما ډیر افغانان په نورو هیوادونو کې د انتظار شپې سبا کوي او تر اوسه پورې بې سرنوشته پراته دي. له بلې خوا نړیوالو د افغانستان په لوی ملت باندې سیاسي او اقتصادي تهدیدات او بنديزونه لګوي، حتی د افغانستان ولسونه په دې نه پوهیږي چې د دوی ګناه څه ده چې هر طرف نه په افغانانو باندې بنديزونه دي.
خلاصه دومره به ووایم، دا نن ورځ چې افغان له ستونزو او ناخوالو سره مخ دي د دې ټولو بدبختیو اصلي لامل همدغه پرديپاله جمهوریت غوښتونکي او د دوی باداران دي او بس!
