No-IMG

دعلماوو د قتلونو لړۍ بلا توقف روانه ده

مولانا عبد الصبور عباسي

 

انالله وانا الیه راجعون

حضرت مولانا محیب الرحمن انصاري صیب د یو انفجار په وسیله شهید وګرځول شو،

الله د ورته مغفرت په برخه کړي،کورنۍ او دوستانو ته د الله صبرجمیل او اجر عظیم په برخه کړي.

مولانا یو جرئت مند،غیرتي او په دین دردېدونکی عالم و.

زما ورسره ملاقاتونه کېدل،ډېر حیا ناک، او عزت مند انسان و.

ډېر ښه مدارس یې لرل،هم د هلکانو لپاره هم د جینکو لپاره.

د مولانا مواقفو سره اختلاف کېدای شي، انسان و ، تېروتنې به یې هم لرلې،خو دغه رنګ خلک ټولنه کې برکت وي، د وحدت باعث ګرځېدای، شي، د اجتماعي مشکلاتو حل کې مرسته کولای شي،

زموږ تولنه ډېره زیانمنه شوه، د دغه رنګ خلکو بدیل پیداکېدل، هم ډېر ګران وي،ډېر به عالمان وي، ټولنه کې به نه وي،ډېر به ټولنه کې وي،مطرح به هم وي، شنه به وي،علم او پوهه به ورسره نه وي.

مولانا هم پوهه لرله ، هم له ټولنې نه و او هم ټولنه کې و.

نوي حکومت د هغو وژنو لړۍ، بنده نه کړای شوه چې ٢٠٢٠ کې شدت سره پیل شوې وه

دومره مهم علماء چې وژل کېږي، د امنیت دعوا هم له ګواښ سره مخ کوي.

د افغانستان د مشکل حل ،وحدت،اتفاق، او په قدرت عدم انحصار او دقدرت دلیږد لپاره، په یو درست،معقول، او ممکن العمل پروسیجر باندې د ټولو اتفاق  دی،  باید ټول چیز فهمه خلک په دې سره په ګډه فکر وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک