No-IMG

شهید مجیب الرحمن انصاري د الله د لاري یو فعال او رښتینی داعي وو

په اسلامي امت کې لوی شحصیتونه او د اسلام خلیفه د لمانځه او د قرآن تلاوت د ادا کولو په مهال د محراب او د حق په ممبر کې د کفارو په لاس شهیدان شوي دي. له بده مرغه څوارلس سوه کاله کیږي چې د مسلمانانو لوی شخصیتونو ډیر په مهارت شکل ترور شوي او تراوسه دوام لري.

شهید مجیب الرحمن انصاري رحمه الله، د الله د لاري یو فعال او رښتینی داعي وو، د حق دعوت يې کاوه. په داسي حال کي شهید شو چي د جمعې فرض لمونځ یې ادا کاوه.

دا منو چې مرګ هر انسان ته به خپل وخت راځي، هر څوک به د مرګ خوند څکي (كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ)

خو افسوس په هغه افغانانو چې د یو مؤمن مسلمان او افغان عالم په وژلو باندې دومره خوشحالي کوي چې د اسلام او افغانیت په چوکاټ کې ورته ځای نه مومو.

او حقیقت دا دی چي  څوک په کوم فکر او عمل ژوند کوي پر هغه فکر او عمل به مرګ ورته راځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک