لمسونې - ډاکتر مهاتیر محمد
۲ سپتامبر ۲۰۲۲م
زه د دې طرفدار نه یم چې په قضایاؤ عمومي قضاوت وکړم خو په دې برخه کې بې وسه یم، پرته له دې بله لار نه لرم چې عمومي قضاوت وکړم ځکه دغه مشکل عام دی.
زه په دې باور یم چې غربیان د جګړو او د انسانانو وژلو روږدي دي. له زرګونو کلونو تر اوسه داسې کال نه دې تېر شوی چې اروپايي هیوادونو پکې جګړه نه وي کړې.
دوی جګړو ته تقدس ورکوي، لمانځي یې، له وحشي قاتلینو قهرمانان جوړوي، هغوی ته رنګونه وربښي، مجسمې یې جوړوي او په ډېر قدر یې درناوی کوي.
دوی په نظامي مانورونو جګړو ته تابیاوې نیسي، نوې نوې داسې وسلې جوړوي چې د انسانانو په وژلو کې نوم لري. دوی دي چې وايي (چې سوله غواړئ، جګړو ته تابیا ونیسئ).
دا چې دوی جګړو کې مهارت لري، نوې وژونکې وسلې جوړوي اوس د دې اړتیا ویني چې څرنګه نور ملتونه سره په جګړو بوخت کړي. که له وسې یې پوره نه شي کله کله خپله هم جګړو ته دانګي.
په دویمه نړیواله جګړه کې غربیانو روسیه د مخالف بلاک پر وړاندې خپل دوست هیواد وباله. په میلیونونه روسان د دوی په جګړه کې ووژل شول او میلیونونه نور ټپیان شول، کورونه او ودانې یې له خاورو سره خاورې شوې. د همدې دوستۍ کمال ؤ چې غربیانو له غربه او روسیه له شرقه پر جرمني فشارونه راوړل تر څو جرمني سقوط شو او جګړه پای ته ورسېده.
سمدستي اروپایانو خپل دوست هیواد روسیه د نړۍ له ټولو ستر دښمن اعلان کړ او د دوی پر وړاندې یې جګړه پیل کړه. ناټو یې جوړ کړه، روسیه یې مجبوره کړه په مقابل کې یې وارسا تړون رامنځ ته کړي. په کلونو بیا دغې انسان وژونکې لوبې دوام وکړ. بلآخر روسیه ماته شوه، وارسا تړون رنګ شو او د وارسا هیوادونه آزاد شو خو د دې پر ځای چې ناټو هم لغو اعلان شي دوی د شرقي اروپا په طرف د ناټو غځونې لرۍ پیل کړه. روسیه یې د ناټو غړیتوب څخه بیرون وساتله او بیا یې هم د دښمن په څېر تعامل ورسره وکړ.
دا چې د شرقي اروپا هیوادونه د ناټو غري کېدل، روسیه متوجې وه چې د دوی غربي پولې باندې د دوی پر وړاندې د خطر څپه راروانه ده. د غرب پلان دا ؤ چې روسیه جګړې ته ولمسوي. یوکراین یې د ناټو غړیتوب ته راوباله. غرب ښه پوهېده چې د یوکراین ناټو غړیتوب روسیې لپاره حیاتي امنیتي خطر دی او روسیه د دې په اړه غلې نه پاته کېږي. واقعیت کې غربیانو نه غوښتل یوکراین ته د ناټو غریتوب ورکړي ځکه چې بیا د ناټو د چارټر د پنځمې مادې په اساس په غرب لازمېدله چې روسیې سره مخامخ ټکر وکړي. ( د ناټو د چارټر پنځمه ماده دا ده چې که د ناټو پر یو غړي برید وشي ، ټوله ناټو به په فزیکي ډول د هغې دښمن پر وړاندې میدان ته دانګي). غربیانو روسیې سره د غرب مخامخ جګړه نه غوښته بلکې دې ته یې لمسوله چې په یوکراین حمله وکړي تر څو د روسیې ځواک امتحان کړي او د جګړې له فرصته یې له نظامي پلوه کمزورې کړي.
دغې لمسون کار ورکړ، روسیې پر یوکراین حمله وکړه، زلنسکي له غربیانو وغوښتل چې یوکراین د ناټو برخه ومني خو دا غوښتنه یې له پامه وغورځول شوه. یوکراین ته یواځې د پیسو او نظامي ملاتړ وعده ورکړل شوه. یوکراین به سپین میدان پاته شو، له یوکراینه وغوښتل شول چې پیسې درکوو خپله دفاع خپله وکړئ. میلینونه یوکراینیان مهاجر شول، زرګونه بې ګناه خلک او عسکر ووژل شول او هیواد تباه شو.
په دغه جګړه کې د ناټو یو عسکر نه ووژل شو او نه ټپي شو. دغسې نیابتي جګړې غرب د جګړو لپاره د دوی بهترینه ستراتیژي ده چې همېش پرې کار کوي.
دا مهال د دغه ستراتیژۍ بله بڼه په لرې اسیا (تایوان ته اشاره ده) کې پیل ده.
پای
