ليکنې

حنيف اتمر مونږ له امريکا سره دومره صميمي شوي يو چې ډيپلوماتيک اصول نه مراعتوو

دا اوس ژورنالیست حنیف اتمر ته وايي؛ “ډپلوماتیک اصول دا دي چې د امریکا خارجه وزارت باید ولسمشر غني ته لیکلی خط د بهرنیو چارو د وزارت په لارې لېږلې وای، ولې داسې نه کیږي؟” حنیف اتمر وايي؛‌ “له څه مودې راهیسې زمونږ امریکا سره اړیکې دومره صمیمي‌ شوي چې مونږ دوی سره ډپلوماتیک اصول نه مراعتوو او امریکا ته مو اجازه ورکړې چې پرته له چېنله مونږ سره اړیکې وپالي، د امریکا د خارجه وزیر اوسنی خط مستقیم ډاکټر غني ته لېږل د بهرنیو چارو وزارت اهانت نه بلکې عین احترام دی.” لعنت دي وي په داسې ضمیر چې زوړ شو خو وېښ نه شو.  تا او خدای ډپلوماسي همداسې وي؟ ډپلومات همداسې وي؟ بهرنی سیاست ...
نور ولوله

بلې! ستا د اسلام لېسنس باید تجدید او تمدید شي!

ستا ناکام، فاسد، محدود، انحصاري او مستبد جمهوریت څومره قیمت لري؟! چې د یو عظیم ولس اتفاقي غوښتنې، هیلې او آرزوګانې ترې قرباني شي! ته ریښتیا فکر کوې او ځان ته په دې مغرور ئې چې د یو ملک قیادي شخص ئې؟! ستا په څېر منحط او پرېوتي اشخاص نور نه موندل کېدل چې د دې فاسدې ادارې د دروازې داړونکئ ساتندوی جوړ شي. ته خپل ځان وزن کړه چې ستا ظرفیت څومره دئ! د لومړي معاون په حیث چلېنج ئې چې د محب یا فضلي له امر یوه لحظه غلفت وکړې، ستا حیثیت په دې جمهوریت کې څه دئ خبر ئې؟!  ته خپل موقف تعریفولای شې؟! د اشرف، محب او فضلي د شتمنیو ساتونکي ئې، ته خیانت پېژنې؟! د مدرسې د طالب بلا د په تا وګرځي، چې ته هغه ته غلام وائي؟! باید طالب ستا لېستس تمدید کړي، باید چې درته د وطن دوستۍ او اسلام دوستۍ درس درکړي، باید...
نور ولوله

حزب اسلامي افغانستان، په بشپړه توګه د خپلو افرادو تزکیې او تربیې ته ژمن حرکت دئ

سيد سميع الله راشد   ډیر خلک په دې باور دي، چې اسلامي نړۍ مادي ځواک (مال، وسایل او جنګي سامان آلات) ته اړتیا لري او یواځې له دې لارې کولای شي خپل تېر ورک شوئ برم او پرتم اعاده کړي، د نړۍ قیادت ته را وړاندې شي او د لالهانده بشریت پراګنده نظام جوړ کړي. همدا شان په دې خبره استناد کوي چې دا امت یواځې له همدې لارې کولای شي د اسلامي نړۍ غصبه شوې جغرافیه راخپله کړي، هضم شوي مسلمان ملتونه د غربي او شرقي ښکېلاګرو له سینو را وباسي. دا خبره تر یوه حده سمه او مهمه ده؛ خو تر دې هم ډیره اړینه هغه روحي او معنوي ځواک دئ،چې له قران سرچینه اخلي او له همدې معتبرې معنوي مرجع خروبیږي. اسلامي اخوت، پاک او ستره نفسونه، لوړ اسلامي اخلاق، خپل او بل حق پېژندل، جدي او پرېکن...
نور ولوله

شاه شجاع ثالث ( سوم ) کیست؟

محمد نسيم مهدی   شاه شجاع اول را همه دوستان می شناسند که پسر تیمور شاه بود و بعدأ از کشور فرار کرد و به هندوستان رفت و در آنجا به نایب السلطنه انگلیس در هندوستان تسلیم شد و قلاده غلامی آن ها را به گردن بست. و او در معاهده ای ۱۸ فقره یی شهر لاهور در سال ۲۶\ ۶\۱۸۳۸ که با مکناتن و رنجیت سنگه اِمضاء کرد نصف کشور را به انگلیس و رنجیت سنگه حاکم لاهور بخشید. و بعداً اِنگلیس ها این غلام خود را با لشکر عظیم خود به کشور آوردند و بر تخت سلطنت نشاندند. و او آنچه را  که انگلیس ها فرمان میدادند به جان و دل انجام میداد. اما شاه شجاع دوم منحوس ترین چهره تاریخ کشور همانا ببرک کارمل بود که موصوف اصلاً از قوم چُغُل باف (موندی خ...
نور ولوله

باب دي په بيان د مارشالۍ کي

د نا ليدلي انځور په اړه ليکنه چي تر دمگړې ځمونږ ډير هيوادوال تري ناخبره دي, له ښاغلي سردار شاه ولي خان څخه وروسته  د افغانستان  دوهم مارشال څوک وه؟ د اڅرګنده ده چي د افغانستان په تاريخ کي لمړني مارشال سردار شاه ولي خان وه چي په کال ۱۹۲۹ کي ورسته د کابل له فتح څخه د پوځ لوړي رتبه يعني مارشالي ته ورسيد. له مارشال شاه ولي خان څخه وروسته د هيواد دوهم مارشال اعليحضرت محمد ظاهرشاه وه. اعليحضرت د دوهمي نړيوالي جګړي پوري د جنرالي رتبه لګوله خو کله چي په حربيه وزارت کي پرمختګ راغي وسله، وسايط او پرسونل ډير شو او کله چي حربيه وزارت د دفاع په وزارت ونومول شو, نو که څه هم اعليحضرت د هيواد ټولواک پاچا او د...
نور ولوله

د حزب اسلامي تاريخي لاريون د مدنيت يوه ښکلې نمونه

په دهمزنګ د حزب اسلامي مظاهره کې تقريباً لس بجې؛ زيات خلک راټول و، زه په موټر کې ناست وم، د نظم وروڼو درولي و، په همدې بهير کې مې وليدل چې يوه مېرمن له خپلې وړې ماشومې سره ( په غالب احتمال لور به يې وه) د کوټه سنګي له لوري راغله او د خلکو د هجوم منځ ته داخله شوه، غوښتل يې د سرک بل لوري ته واوړي، لاريون کوونکي په منځ نيم شول او دغې خورکۍ ته يې لار پریښوده او هغه خپله لور د لاسه نيولې په بشپړ اطمئنان د سرک بل لوري ته ورسېده؛ دا شايد په لاريون کې راټولو وروڼو ته يوه عادي خبره وه، مګر ما ته دا کار د مدنيت يوه ښکلې نمونه وه، فکر نه کوم که په دې شرائطو کې د کابل په بل کوم لاريون کې دې يوه مور له خپلې لس کلنې لور سره په دغه اطمئنان د خلکو په منځ کې سفر وکړي. دا د پروني لاريون کوونکو د اخلاقو او ...
نور ولوله

ارگ مشر غني ته د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر د لیک مهم ټکي دا دي

1. که څه هم مونږ لا د دوحې تړون بیاکتنه بشپړه کړې نه ده، خو تر دې شېبې دې پایلې ته رسېدلي یو چې د سولې خبرې دې چټکې شي. 2. د یوه پراخ اوربند د رامینځته کولو لپاره د جګړې اړخونو، د سیمې هېوادونو او ملګرو ملتونو سره ديبلوماتیکې هڅې کوو چې: الف- ملگرو ملتونو نه غواړو د روسیې، هند، چین، پاکستان، ایران او متحده ایالاتو د باندنیو چارو د وزیرانو یو غونډه راوغواړي چې ټول د یوه باثباته افغانستان په اړه د نظر وحدت ومومي. ب- خلیلزاد تاسې (ولسمشر غني) او طالبانو سره د سولې یوه طرحه شریکوي چې د سولې خبرو د چټکتیا لپاره ده او دا په دې مانا نه ده چې مونږ خپل نظر په تاسو تحمیلوو. تاسې هڅوم چې پ...
نور ولوله

پښتون بيخبره شکنځلمار خلقيان

دا لېکنه هر شکنځل مار خلقي ته حتمآ ورسوئ انسان ته سخت افسوس ودريږي چي دا زموږ خلقيان محترمين چي اکثر يا وچ ډېرى يې نه کمونستان دي نه د کمونيزم په هيڅ خبر دي مګر د خلقيانو سر لارى ښاغلى نور محمد ترکى پرچميانو په دسيسه کي ووژل شو خو زموږ سرټمبه پښتون خلقي لا سر نه خلاصيږي، امين په څرګند ببرک کارمل پرچمي وواژه، ټاپه ئې پري ووهله چې د امریکا جاسوس وه، شکنځل مار خلقي هم ومنله، خو ددوى سر لا نه خلاصيږي دوى فقط د حزب او طالب ښکنځلو ته کار ويلى ددوى 587 د سر سر خاص خاص کسان د سياسي بيرو مخکښ کسان ټول ببرک د ښاغلي نجيب او دوستم په لاس ووژل خو دوى سر لا نه خلاصيږي لاهم خپل ژغورونکي نکي نه پيزني! بلاخره د ښاغلي نجيب او حکمتيار د ملل متحد منل شوي حمايت شؤي تړون...
نور ولوله

ټولو مؤمنو افغانانو ته د برياليو منظمو تاريخي بي ساري لاريونونو مبارکي او مننه

ځکه چې ددې تاريخي منظمو لاريونونو تر شا فقط د حزبيانو لاس نه وه بلکه د ټولو مؤمنو هغو افغانانو لاس وه چې له ظلم استبداد، فساد، فحشاﺀ، قتل غارت، غير مشروع تپلي جنګ، د افغانانو په وسيله د واشنګټن او نيويارک امنيت ساتونکي او بلاخره د پنجاب د امنيت ساتونکو تنګ راغلي، د ټامي تپلي حکومت له ټام بابا، دهغه له لومړي معاون ښاغلي هندي ايجنټ، او دوهم معاون ښاغلي مجوسي قم ايجنټ او امنيت شورا د پاکستان او او غرب ايجنټانو څخه تر دوو سپنګو تنګ راغلي دي موږ د حزب اسلامي، پکتپالي او انديالي ټولۍ له هر هغه   مؤمن افغان څخه مننه کؤ او مبارکي ورته وايو چې د حق غږ په برياليتوب کي قلمي، پزيکي، فکري حتا تصؤري يا فقط د سلام ونډه درلوده موږ تولو شريفو هېوادوالو ته ژمنه ورکو چي که همداسي د حزب اسلامي په راتلونکو لاريو...
نور ولوله

د پلورل شوي کودتايي جنرال مړي د هغه په لاس پلورل شوي هيواد ته راوړل شو

پرون ورځ د پلورل شوي کودتايي جنرال مړي د هغه په لاس پلورل شوي هيواد ته راوړل شو  هغه کودتايي جنرال چي يو وار يي د داودخان تر قيادت لاندي د ظاهرشاه خلاف په کوتاه بيا یي د خلق او پرچم په قومانده د داودخان خلاف په کودتاه, ور پسي یي د روسانو په مرسته د حفيظ امين خلاف په کودتاه له هغي وروسته یي د ډاکترنجيب په پلوي د کارمل خلاف په کودتاه  او په وروستي ځل  یي دنظار شورا او د شمال ټلوالې په اشاره  د ډاکتر نجيب په خلاف کودتاه کي گډون درلود   د کورنيو جګړو لپاره یي تل پاتي لار هواره کړله,  دا څه باندي څلورلسيزي هيواد او هيواد وال د جګړو په سرو لمبو کي د همدغه شيطان دکړنو له کبل...
نور ولوله

د کابل او هیواد د کورنۍ جګړې اصلي عامل!

اصالت يار   دادی نن یې ناولی جسدافغانستان ته راوړل شو،هغه چې د۷۰۰۰۰زره کابلیانو د مرګ او میرتهداب یې کیښود. هغه کس چې د ډاکټرنجیب او مجاهدینو ترمنځ د حتمي اوممکنه صلحې پلان یې خنثی او د قومی تعصب او نشنلزم پربناء یې د یوه ناولي ایتلاف په جوړولوسره پرکابل حمله وکړه. هغه منحوس جنرال چې د باغ بابر،باغ داوود اونورو سیمو څخه یې د کابل ښار په توغندویې بریدونو سره په نخښه کاوه ترڅو له یوې خوا مظلوم او بې د فاع کابلیان شهیدان کړي او له بله مجاهدین چې نیژدی وه کمونستی رژیم په یوه خپلواک اسلامي،افغانی نظام بدل کړي بد نامه اوخپلو ماته خوړلیو بادارانو ته مجاني خد مت وکړي اود پناهنده ګي لپاره  روسیه کې ځانته لاره هواره کړي...
نور ولوله

د شوروي په غلامۍ کې د ذوب شوى جنرال مړه جسد ته پيکر مطهر ويل د ملت پر ارزښتونو ډزې دي

د شوروي په غلامۍ کې د ذوب شوى جنرال مړه جسد ته پيکر مطهر ويل، د لوى درستيز حاضري، او په شاندارو مراسمو يې په خاورو کولو ته د کمېسيون ټاکل هغه څه دي چې د ولس او جنرالانو تر منځ د اړيکو او واټن د اندازې لپاره کفايت کوي. نبي عظيمي؛ دغه ملي ضد څېرې ټول عمر د نظامونو په پرځولو او کودتاګانو کې په ونډو تېر شو. وروستۍ کودتا يې د ملګرو ملتونو د سولې پر طرحه وه، چې د يو شمېر معلومو قومندانانو په ملتيا يې د صلحې پر ځاى کورنۍ جګړه غوره او پيل کړه. نبي عظيمي د هغه اردو جنرال و، چې د کارمل او نجيب په مشرۍ يې د شوروي ګټو لپاره د خپل ملت قصابي کوله، له بده مرغه په تېر کې د وطن اردو ملي پاتې شوې نه ده، نه يې د نظام ساتنه کړې، نه يې د نظام د مشر او نه د ملت د اقدارو. که په ...
نور ولوله

جنرال عظيمي كي بود؟

دوکتور شيرشاه يوسفزی   جنرال نبي عظيمي كمونيستي كه تا آخرين نفس به آرمان هايش وفادار ماند، در گذشت جنرال نبي عظيمي در زمان سقوط حكومت داكتر نجيب در سال ۱۳۷۱ خورشيدي به صفت قوماندان  گارنيزيون كابل و يكي از معاونين وزارت دفاع ايفاي وظيفه مي كرد. وي در گروه پرچم بود و از طرفداران سر سخت كارمل بشمار ميرفت. در زمان كودتاي شهنواز تني سال ١٣٦٨ نامبرده قومانداني قطعه ٣١٧ گارنيزيون را بدوش داشت. پس از شكست كودتاي تني ،داكتر نجيب ، بخاطر حفظ توازن و نگهداشتن كارملي ها در كنار خود ، عظيمي را با حفظ قومانداني گارنيزيون به پست معاونيت وزارت دفاع معرفي كرد. زمانيكه آخرين اسطوره حكومت طرفدار شوروي در حال سقوط بود ...
نور ولوله

د مسکو په هدايت نبي عظيمی او مجاهدنما کسانو په جبل السراج کې ننگينه تړون وکړ

د مشر له خولې مشره آیا نجیب تاسې ته د مشارکتي نظام وړاندیز کړی وو. هو ماته د ګډ حکومت وړاندیز یې کړی وو. زما ځواب دا وو چې تاسې ( خلق او پرچم)  خپلو کې سره جوړ نشوی چې د یوې آدیالوژۍ خلک وی، مونږ سره به څنګه وچلیږي کوم چې نظریاتي واټن مو بلها لرې دی. مشارکتي نظام مخته نه ځي، بدیل مې ورته دا وړاندې کړ چې حکومت دریم بېطرف اړخ ته وسپارل شي مدت یې تعین شي تر څو هغه وتوانیږي ټاکنو ته لاره هواره کړي بیا چې هر چا وګټه هماغه نظام مخته یوسي. نجیب په دې توافق وکړ، د ملګرو ملتونو طرحه نهایي شوه. په سولیزه توګه قدرت سپارل کېدو ته نجیب تیاري ونیوله...
نور ولوله

ولس ملامت نوو، پوره شل کاله حزبیان ورته ناسم ښودل شوي وو

دې بعضو ورونو ذهن کې دا ګرځېدل چې ننۍ مظاهره به د لنډغرو مظاهرو ته ورته څه وي. ملامت نوو، پوره شل کاله حزبیان ورته ناسم ښودل شوي وو. ذهنیت یې منفی ورکړی وو. دوی ته باید وویل شي چې مونږ سره لنډغر بې بندوباره کس په یوه لار تللی نشي. مجبور دی چې لار جلا کړي. نور عمل خو پرېږده دا عادی سګرت هم سلو کې که ووایم یو حزبي یې څکوي هم به مې بهتان کړي وي. هغه مستي رقص پایګوبي خو بیخي پېژني نه کوم چې د لنډغرو د جمعې شپې مرض دی. کچه لباس، سر او صورت به د حزب په ټول دفتر کې چا کې مشاهده نکړې....
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک