No-IMG

پښتون بيخبره شکنځلمار خلقيان

دا لېکنه هر شکنځل مار خلقي ته حتمآ ورسوئ

انسان ته سخت افسوس ودريږي چي دا زموږ خلقيان محترمين چي اکثر يا وچ ډېرى يې نه کمونستان دي نه د کمونيزم په هيڅ خبر دي مګر

د خلقيانو سر لارى ښاغلى نور محمد ترکى پرچميانو په دسيسه کي ووژل شو خو زموږ سرټمبه پښتون خلقي لا سر نه خلاصيږي،

امين په څرګند ببرک کارمل پرچمي وواژه، ټاپه ئې پري ووهله چې د امریکا جاسوس وه، شکنځل مار خلقي هم ومنله، خو ددوى سر لا نه خلاصيږي دوى فقط د حزب او طالب ښکنځلو ته کار ويلى

ددوى 587 د سر سر خاص خاص کسان د سياسي بيرو مخکښ کسان ټول ببرک د ښاغلي نجيب او دوستم په لاس ووژل خو دوى سر لا نه خلاصيږي لاهم خپل ژغورونکي نکي نه پيزني!

بلاخره د ښاغلي نجيب او حکمتيار د ملل متحد منل شوي حمايت شؤي تړون په ضد پر نجيب هم کودتا وکړه ډېر بد سلوک ئې ورسره وکړ، حتا تر دې چي د ښاغلي نجيب د معزول کيدو ترڅنګ د هغه په وژلو کي هم مسقیم لومړۍ درجه د پرچم کمونست لاس وه او دى، خو زموږ شکنځل مار خلقي لا سر نه دى خلاص د طالب او حکمتيار شکنځل ئې اخلاق مطالعه پوهه ګرزيدلي،

پرچم تل پښتانه خلقيان له خپل ولس سره په جنګ کي کارؤل او بلاخره ئې د جعلي اخبار کيهان، ملي راديو تلويزون او د ايران د اخبارونو پر مټ دخپل ملت ضد تفکر هم ورکړ، خو پښتون خلقي لالا شکنځل مار لا سر نه دى خلاص

لسګونه بلکه سلګونه د خلق سر سر کسان او عام خلقيان څرګند حزب اسلامي او طالبانو داسي وژغورل چي د هغو ژوند کورنۍ هر څه مسؤن دي، خو د شکنځل مار خلقي لالا سر لا نه دى خلاص، لا هم ځان ډېر هوښيار بولي او دخپلو ژغورونکو ساتونکو او د پرچم له ژرندي ژغورونکو شکنځلو ته ئې کار ويلى

نبي عظيمي پخپل کتاب آوردو او سياست کي څرګند ليکلي چي دا چي د مجاهدینو غښتلي او غوښينه برخه پښتانه ول، او خلقيان هم تقريباً ټول پښتانه ول، دپرچم سياست دا وه چې خلقيان له مجاهدینو سره د دايمي بدي خلق کؤلو په توګه وکارؤي چې دا سياست له موقع په استفادي سره د محروم اقليت(خراسانيان) د پرمختګ او ځواکمن کيدلو لپاره وه

موږ ته به امر وشو پر کابل تيت پرک ګډود راکټونو باران وکړئ موږ به همداسي وکړل سبا به د BBC تهران راديو، کيهان اخبار ملي تلويزون او راديو او اخبار خبر ورکړ چي نن په کابل حکمتيار 100 يا 200 راکټونه انداخت کړل دومره بي ګناه وطنوال پکي شهيدان شؤل

بل ځاى کاږي موږ(پرچم) په بشپړې هم اهنګي سره له شوراى نظار سره د دولت په چوکاټ کي خپلو اهدافو ته کارکاوه او زموږ مخلصو ملګرو (شوراى نظار) د مجاهد په صف او رول کي دخپلو اهدافو په لور ګامونه اخيستل

خو زموږ شکنځل مار سرمست پښتون خلقي لا سر نه دى خلاص تر هر خراساني مخته مخته به د طالب او حکمتيار ښکنځل رټل وژل خلقي جناب ير ځان فرض منلي وي،

ددي لپاره چي يوځل بيا امرالله په سادګۍ سره پښتانه خلقيان او حزب اسلامي تر منځه اور ته لمن ووهي نو بيا ئې د پرچميانو تر رهبري لاندي د ښاغلي ډاکتر نجيب د ورځي نمانځل داسي نقشه کړل چې ګواکي دهغه په معزول کؤلو، وژلو او کورنيو جګړو کي هم دحزب اسلامي او طالب لاس وه، يو ډول ئې خلقيان باش کؤل او بيا ئې هم دماشومانو غوندي کارؤل خو ددوى سر لا خلاص نشو

دوستم هغه کس دى چې ښاغلى نجيب ئې ونيو او لومړى ئې ښه په خرپ وهل ورکړل، مګر زموږ ځوان خلقي لاليان د حميدزي لالي سانډ او کميشن کار ايوبي او د سر شکنځل مار مايار وردګ په رهبرې لا هم هر څه د دوستم، عطامحمد نور او پخوانيو پرچميانو تر سيوري لاندي کوي

تعجب د شرم او پيغور ځاى دى خو د خلقي شکنځل مار سر لا نه خلاصيږي

سرور دانش او داخل ارګ کي څرګند همهغه دشمال لنډغر شوراى نظار چپاولګر پروتوکوليان او پرچميان واکمن دي او همهغه پخوانۍ د خراسانيانو دسايس پر مخ وړي د طالب او حکمتيار مخته يې سر ټمبه شکنځل مار سر نا خلاصه پښتون په ميډيا، جنګ او سنګر کي درولى کارولى او مسلسل د څو کاذبو شعارونو په مټ کاروي

خو د خلقي شکنځل مار لالا لاهم سر نه دى خلاص

خلقيان اکثر مسلمانان دي، عقيدوي کمونستان نه دي، له دوى دا فکر اخيستل شوى دى چې مسلمانيدل او اسلامي قوانين پالل دوه بېل څه دي، له دوى ئې د پاللو تفکر حذف کړى دى، دا تفکر ورکړل شوى دى چې هر څوک د اسلامي قوانينو د پاللو خبره کوي دا دپنجاب زوى دى دهيرا منديې اولاد دى،

ولي خلقيان داسي کارول کيږي?

دا ځکه چې د اسلامي دؤلت او اسلامي قوانينو په رڼا کي خو شفاف اسلامي عدل قايميږي او غربي ډيموکراسي اصول صرف نظر کيږي

او که باعدله با انصافه حکومت وي نو بيا خو خراسيانيان پرچميان  يا محکمه کيږي او که وبښل هم شي پخپل ټول ژوند نشي کولى دخراسان داعيه د نفاق داعيه د تجزيې داعيه پر مخ بوزي په ټول ژوند نشي کولى د خراساني يا پرچمي يا غربي شرقي ډيموکراس په توګه واک ته ورسيږي، دخپل نفوس او حق مطابق به امکانات اخلي، غلا فساد ته به خلاص نه وي، په همدي وجه هغوى اسلامي دؤلت نه غواړي او د جمهوريت او ډيموکراسي تر کاذب شعار او چيغي لاندي  دهمدي رذيلو خراسانيانو کمونستانو همدا مقصد همدا پلان دى او دا خبره څو څو ځله احمدشاه مسعود کړي ده احمد ولي کړي ده، جنرال نبي پخپل کتاب کي ليکلي ده

ددي هدف لپاره دوى سرنا خلاصه سر ټمپه خلقي پشتون شکنځل مار د طالب او حزب اسلامي مخي ته لکه ډال لکه سپر نيولى

تاسو د حبيب الرحمن پاڼي ته سر ښکاره کړئ تاسو به ووينئ 99 سلنه شکنځل مار پښتانه سر ټمبه خلقيان دي

خو لا هم د خلقي لالا سر نه خلاصيږي

راځئ ټول په ګډه د شکنځل مار خلقي لالا د سر خلاصؤلو اخيري هڅه وکړو، کچيري بيا هم همداسي دبى وه نو لږ تر لږه تاريخ به شاهد وي چې دوى خپل قبرونه خپله کيندل او تل د خپل ملت په ضد د دښمن دلاس الي ول، خپل ملت ئې شپه ورځ شکانځه نور ئې شتون مضر او زيانمن وه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

جلال نورزئی

دوستم هغه کس دى چې ښاغلى نجيب ئې ونيو او لومړى ئې ښه په خرپ وهل ورکړل۔ د دی پیشے سند یا حوالہ سہ دہ؟

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک